CRI Online

د چين هه بۍ ولايت ته د چين او هند د ګډې طبي ډلې سفر

cri     (GMT+08:00) 2010-10-09 16:33:24


د چين او هند ګډه طبي ډله د چين د هه بې ولايت په تانګ ولسوالۍ کې 


د چين او هند د ګډې طبي ډلې غړي د ډاکتر کوتنيس له يادونځای څخه ليدنه کوی 

ګرانو اوريدونکو ! په چين کې د هندي ډاکټر کوتنيس (Kotnis) نوم هرې کورنۍ ته ښه معلوم دی ځکه چې په ١٩٣٨ کال کې يې له جاپان سره د چين د مقاومت په جګړه کې له چيني خلکو سره د مرستې لپاره شهيد شو. څه موده مخکې، د چين او هند يوه ګډه طبي ډله د چين د هه بۍ ولايت تانګ ولسوالۍ ته ورسيدله او هلته يې داوطلبانه طبي خدمتونه ترسره کړل چې په همدغه ځای کې ډاکټر کوتنيس کار کړی او خپله ځواني يې له لاسه ورکړې وه .

په ٢٠٠٨ کال کې يوې طبي ډلې چې د لسو چيني او لسو هندي ډاکټرانو لخوا جوړه شوې، د تانګ ولسوالۍ خلکو ته وړيا طبي خدمتونه برابرکړي او د ځايي خلکو له خوا ورته تود هرکلی وويل شو. دوه کاله وروسته دغه ډله يوځل بيا تانګ ولسوالۍ ته ورسيدله . د چين د بهرنۍدوستۍ ټولنې مشر چن هاو سو د نوموړې ډلې د حرکت په مراسمو کې د ډاکټر کوتنيس هغه کارنامې چې په چين کې يې ترسره کړې ، يادونه وکړه او ويې ويل:

(( ١٩٣٨ کال ، ځوان ډاکټر کوتنيس د هغې مرستندويه طبي ډلې د يوه غړي په توګه د جاپاني تيري کوونکيو پرضد چيني خلکو د جګړې محاذ ته راغی چې د هند د ملي کانګرېس ګوند لخوا ليږل شوی وه، بيا يې د چيني ملت د أزادۍ بښلو چارو لپاره خپله ځواني او ژوند په دې لاره کې له لاسه ورکړ او په خپلو ګرمو وينو يې د چين او هند ترمنځ د دوستۍ څلی جوړ کړ))

په ١٩٣٨ کال کې ٢٨ کلن ډاکټر کوتنيس له چين سره د هندپه مرستندويه طبي ډله کې شامل شو او د ٣٢ کالو په عمر په جګړه کې شهيد شو. که څه هم د هغه ژوند اوږد نه و، خو د خلکو په زړونو کې د مشال په شان د تل لپاره ځليږی. د راتلونکي اکتوبر لسمه نېټه به د ډاکټر کوتنيس د زېږيدلو له ١٠٠ مې کاليزې سره برابره وي، نو تانګ ولسوالۍ ته د نوموړې طبي ډلې د ورتګ او د دوی د خدمتي فعاليت ترسره کول د ډاکټر کوتنيس د يادونې لپاره د تر ټولو ښې لارې چارې په توګه ګڼل کيږي .

د طبي ډلې غړيو په تانګ ولسوالۍ کې د پنځه ورځني فعاليت په ترڅ کې د ډاکټر کوتنيس له يادونځای څخه ليدنه وکړه چې پکې د کوتنيس له مړينې وروسته پاتې شوي شيان او يوشمېر ليکونه ايښودل شوي دي، دغه راز يې له ځايي ډاکټرانو سره د طبي علم په اړه د نظريو تبادله وکړه او ځايي خلکو ته يې داوطلبانه طبي خدمتونه هم برابرکړل. هندي ډاکټر راجش کومار(Rajesh Kumar) داسې وويل:

((چين ته له راتګ مخکې مې د ډاکتر کوتنيس نوم نه دی اوريدلی . ځکه چې په هند کې د هغه په اړه ادبي اثار او نور پاتی شوي شيان لږ ليدل کيږي. خو له دې امله ډېر متاثر يو چې چينايان لا تر اوسه فقيد ډاکتر کوتنيس له ياده نه باسی. زه به خپل وطن ته له بېرته ستنېدو وروسته چين ته د دغه سفر په اړه خپلې خاطرې خپلو ملګرو ته ووايم))

چيني او هندي ډاکټرانو د دغه فعاليت په ترڅ کې نه يوازې د طبي څېړنې په باب بحث وکړ، بلکې خپلمنځی دوستی يې نوره هم پياوړې کړې. چيني ډاکټران به په راتلونکي ژمي کې د ډاکټر کوتنيس ټاټوبي ته ولاړ شي او له هندي ډاکټرانو سره به ځايي خلکو ته وړيا طبي خدمتونه ترسره کړي. د هه بۍ ولايت د روغتيايي چارو ادارې مرستيالې يو سو وې په دې اړه داسې وويل:

(( دا کار به د چين او هند ترمنځ د تګ راتګ د زياتوالي او د دوستۍ د لانژديوالي لپاره ګټور وي. دغه راز د دواړو هېوادونو ډاکتران کولی شي چې د طبی علم په اړه د يو بل تجربو څخه زده کړه وکړي او خپل طبي مهارتونه لوړ کړي. هيله لرم چې زمونږ ډاکټران له هنديانو سره د چينايانو د دوستۍ احساسات هند ته ورسوي او د چين غوره طبي مهارتونه هند ته هم ورمعرفی کړي چې له دې لارې ور سره يوځای ګډ پرمختګ ومومی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای