CRI Online

د يوې هندۍ نڅاګرې هيله

cri     (GMT+08:00) 2010-11-10 20:36:11

د تېرې مياشتې ١٨ نېټه د شانګهای په نړيوال نندارتون کې د هند د نندارتون ځانګړې ورځ وه چې په دغه ورځ د نوي ډيلي د كدک کېندرا( Kathak kendra) په نامه د نڅا ډلې هنرمندانو د نړيوال نندارتون په پارک کې سيلانيانو ته په زړه پورې د هند کلاسيکې نڅاوو نندارې وړاندې کړې.

كدک د هند له څلورو کلاسيکو نڅاوو څخه يو دی چې په هندي ژبه کې د کيسه ګر مانا لري، خو د كدک په نامه نڅا کې نڅاګرانې د خپلو حرکاتو او څيرو په وسيله هندي افسانې او ولسي کيسې انځوروي چې افسانې او کيسې يې عموما د محبحراتا(Mahabharata) او رامايانا (Ramayana)له دوو حماسو څخه سرچينه اخلي .

مېرمن ګيتنجلي لال (Geetanjali Lal)د كدک کندرا نڅا ډلې مشره ده، هغې له شپږ کلنۍ عمر څخه د كدک هنر په زده کولو پيل کړى او اوس يې په خپل هېواد کې د يوې ډېرې مشهورې نڅاګرې په توګه ګڼل کيږي. هغې د خپلې غوره نڅا له امله ډېرې اړوندې جايزې هم تر اوسه ترلاسه کړې دي، دغه راز يې د څوڅو ځلو لپاره د كدک کندرا نڅا ډلې په مشرۍ بريټانيا، امريکا، روسيې او داسې نورو هېوادونو ته نمايشونو ترسره كولو په غرض سفرونه هم کړي دي. هغې په دې اړه داسې وويل:

(( زموږ نندارې د ډېرو ځايونو د خلکو تود هرکلی مخامخ شوې. زما په اند د موزيک او نڅا له لارې د خلکو ترمنځ اړيکې لانژدې کيدای شي.))

مېرمن ګيتنجلي لال هم څرګنده کړه، د هند د نندارتون په ځانګړې ورځ سيلانيانو ته نندارې وړاندې کول د دې ډلې د ټولو غړيو لپاره د خوښۍ او وياړي وړ خبره وه، هغه هيله لري چې په راتلونکي کې به همېشه په چين کې ګرځنده نندارې وړاندې کړي.

د چينايانو دوستانه احساسات د دوی پر زړونو ژورې خاطرې هم پرېښې دي.

ښاغلي لوان د چين له هه بۍ ولايت څخه نړيوال نندارتون ته راغلې، د كدک کندرا د نڅا ډلې د نندارې له ليدلو څخه يې زيات خوند واخيست او ويې ويل:

((د هندي او چيني نڅاوو ترمنځ توپيرونه شته خو دغه دواړه ډېر په زړه پورې دي. زه غواړم د هندي نڅا په اړه لازيات معلومات ترلاسه کړم، دغه راز د هند کلتور او خلکو په اړه نور زيات معلوماتو څخه هم ځان خبر كړم.))

اوس د زمانې په بدلونونو سره زيات ځوانان له لويديځ موزيک او نڅا سره مينه لري چې له امله يې د کلاسيکې نڅا پرمختګ له ګواښ سره مخامخ شوی دی.مېرمن ګيتنجلي لال په دې اړه داسې وويل:

((اوس زياتره هندي ځوانان د باليووډ (Bollywood) له موزيک او نڅاوو سره مينه لري، هو کلاسيکه نڅا زموږ د لرغوني کلتور يوه شتمنه برخه ده او زموږ د کتلوري ميراث په توګه هم ګڼل کيږي. نو زه غواړم زياتو زده کوونکو ته د كدک نڅا زده کړه ورکړم ، ترڅو چې دغه نڅا لازيات رواج ومومي.))

په هند کې ډېر مشهور كدک نڅاګرې شته چې پکې زيات يې د مېرمن ګيتنجلي لال زده کوونکيو وياړ لري. برسېره پردې، د بريټانيا په درتينګتن هنري پوهنتون او د موريس په يوشمېر هنري پوهنځيو کې د مېرمن ګيتنجلي لال زيات زده کوونکي هم ليدل کيږي. هو مېرمن ګيتنجلي غواړي د كدک نڅا چينايانو ته ور زده کړي او د هند د کلاسيکي نڅا کلتور چين كې هم خپور كړي .

(( په چين کې ډېرې ښکلې منظرې ليدل کيږي او دلته خلک ډېر مينه ناكه او مېلمه پاله دي. هيله منه يم چې چينايي زده کوونکيو ته د كدک نڅا زده کړه ورکړم او دلته د كدک نڅا يو ښونځی هم جوړکړم!))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای