CRI Online

د تبت په هکله د يوې جرمنۍ ليکوالې احساسات

cri     (GMT+08:00) 2011-01-04 17:21:24

د شهزادګۍ جين چنګ په نامه ناول چې د جرمنۍ ليکوالې مونيکا ګرافي لخوا د چين د تبت په هکله ليکل شوی، په وروستيو ورځو کې په چيني ژبه هم ژباړل او چاپ شوی دی. دا د دې لخوا ليکل شوی دوهم ناول دی چې د لومړي ناول نوم شهزادګۍ ون چنګ دی او په دواړو ناولونو کې هغې کيسې ترسيمې شوې چې زر کاله مخکې د چين د تانګ په امپرطورۍ دورې کې د دوو شهزادګيو له تبتي پاچايانو سره واده وکړ. ولې يوه اروپايي ښځه د ډېرو کلونو راهيسې د چين د تانګ امپرطورۍ د دوو شهزادګيو په اړه د کيسې څېړنه کوي؟ د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به ددې پوښتنې ځواب پيدا کړئ.

مېرمن مونيکا د چينايانو ښه دوسته او کولتور مينه واله ده او د اوږدې مودې لپاره يې د جرمني او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټيڼګولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي . هغه د چين د تانګ امپرطورۍ د دوو شهزادګيو سره ډېره علاقه لري او په دې اړه يې داسې وويل:

))کله چې په١٩٨٥ کال کې مې چين ته د لومړي ځل لپاره سفر کاوه، د چين د يوې پخوانۍ شهزادګۍ کيسه مې واورېدله چې ون چن نومېده. د تانګ امپراطور ولې د سرحدي ارامتيا د ساتلو لپاره خپله لور د تبت پاچا ته ورکړه. هغه په دې چې هغه غوښتل له دې لارې د دواړو پاچاهيو تر منځ دوستانه اړيکې غښتلې شي، زه له دغې تاريخي کيسې سره ډېره مينه لرم، نو و مې غوښتل چې د دې پوښتنې ځواب پيدا کړم چې ولې يوه ښځه د دوو توکمونو د وګړيو لخوا ومنله شوه او په هغه پېچلې وختونو کې د دواړو لوريو تر منځ څنګه او څه ډول رول لوبولی و. د شهزادګۍجين چن په هکله زما دا پوښتنه په ذهن کې لا تر اوسه همداسې نا حل پاتې ده .((

د يوې جرمنۍ ښځې لپاره د چيني تاريخ په اړه د يو ناول ليکل کوم اسانه کار نه دی. مونيکا د شهزادګۍ ون چن په نامه د ناول ليکلو لپاره څو ځلې د چين تبت ته تللې او هلته يې له مشهورو راهبانو او مالدارانو او د سيمې له خلکو سره مرکې کړي.

د دغو سفرونو د يادونې په وخت کې مونيکا وويل :

))زما تر ټولو لويه ستونزه د تاريخي مالوماتو راغونډول او تنظيمول وو، کله چې د ناول په ليکلو مې پيل وکړ، ما غوښتل چې په دې پوه شم چې په هغه زمانه کې تبتيانو څنګه ژوند کاوه. د تانګ او تبت ماڼيو ساختماني جوړښت څنګه و او دود دستورونه يې څه ډول وو . د چين له مرکز څخه تبت ته د ورتګ په لاره کې له کومو توکيو څخه کار اخيستل کيده او داسې نور . ((

که څه هم ون چنګ او جين چنګ دوو شهزادګيو په مختلفو زمانو کې تبت ته تللې وې، خو د دوی تر منځ يو ګډ ټکی دا دی چې د دوی په وسيله د نساجۍ، د کاغذ او شراب جوړولو په شمول د چين د هان توکم پرمختللي تخنيکونه په پرله پسې توګ تبت ته نقل شوي، دغه راز شعرونه او بودايي دين مقدس کتاب تبت ته هم رسول شوي چې په مټ يې د تبت اقتصاد، کلتور ډېر پرمختګ کړی او د هان او تبت قومونو د وګړيو ترمنځ اړيکې نورې هم نژدې شوې وې.

مېرمن مونيکا د نوموړو دوو شهزادګيو له ژورې څېړنې وروسته د تبت په اړه زيات مالومات ترلاسه کړل او و يې غوښتل چې يو ريښتنی تبت لويديځې نړۍ ته معرفي کړي څو چې د تبت په اړه د لويديځانو تعصب او کينه ليرې شي.

)) د لويديځي هېوادونو وګړي د تبت په اړه له زياتو مالومات ريښتنو حالاتو څخه نا خبره دي، ځکه چې متقابل تفاهم د دوی تر منځ ډېر لږ دی چې په نتيجه کې دوی د تبت، د تبت او هان قومونو په اړه ښه نيت نه لري. خلک بايد د يوبل څخه زده کړه وکړي او د يو بل نظريې دې واوري .کله چې ما خپل لومړی ناول د چين د يوه معبد مشر ته ورکړ، هغه ډېر حيران شو او ويې ويل چې دغه ډول ناول بايد د تبتيانو لخوا وليکل شي. ((

د يالونګ امپراطورۍ دوره په تبتي تاريخ کې يوه مهمه ځلانده دروه وه، نو ميرمن مونيکا پرېکړه وکړه چې ددې دورې په هکله يو بل تايخي ناول هم وليکي. هيله ده چې د چين او جرمني د خلکو ترمنځ د اړيکٍيو د لانژدېوالي او د لويديځيانو تعصب د له منځه وړلو لپاره دا ډول نورې زياتې هڅې هم وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای