CRI Online

په تيان جين کې داوسېدونکيو يهوديانو په نامه د عکسونو نندارتون

cri     (GMT+08:00) 2011-01-04 17:58:05

ګرانو اوريدونکو! تيان جين ښار د چين په شمال کې لومړی لوی بندري ښار دی ، د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ کې څو زروتنو يهوديانو په دغه ښار کې پناه اخيستلې وه. لږه موده مخکې، په تيان جين کې د اوسېدونکو يهوديانو په نامه د عکسونو يو نندارتون په بيت المقدس کې پرانيستل شو. ١٥٠ تاريخي عکسونه په دغه نندارتون کې وښودل شول چې په تيان جين ښار کې د يهوديانو د ژوند، سوداګرۍ او د چيني او اسرائيلي د وګړيو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ سره تړاو لري.

کله چې نوي کلن سپينږيری بنجمين کبوليانسکي هغه عکسونه چې د ماشومتوب په موده کې يې په تيان جين ښار کې اخيستي و، وليدل، په تلوسې سره يې داسې وويل، ان تر دې چې د ماشومانو يوه سندره يې هم د هغه په ياد ساتلې چې يوې چيني انا هغه ته ويلې وه .

((په ١٩٢٤ کال کې موږ تيان جين ته په کډه ورغلو. دا زما چيني رضايي مور وه .زما روسي نوم بن جيمي بينا دی، نو تل يې ما ته شياو بي وايه چې په چيني ژبه کې شياو د بچي مانا لري، نو نن نه د بن جيمي، بلکې د شياو بي په نامه دلته ولاړ يم .))

د زياتو يهوديانو په شان بن جيم بينا د جګړې له امله له خپلې مور او پلار سره له سايبريا څخه چين ته په کډه راغلل او نور زيات شمير يهوديان د چين هاربين، شانګهای او نورو ځايونو کې مېشت شول. په تيانجين کې د دوی ژوند د هغه له ياده نه دی وتلی او تيانجين ښار د يهوديانو لخوا د مقدس بندر په نامه ونومول شو.

(( چينايان تل له بهرنيانو سره ښه ګذاره کوي، ما په تيان جن کې د يهوديانو پرضد هيڅ عمل نه دې ليدلی، په اروپا کې د ټولوژنې له مخامخ کيدو وروسته د مجبوريت له مخې چين ته راغلو او هلته مو ارام ژوند وکړ. زه له چينايانو څخه ډېره مننه کوم.))

له چين څخه د وتلو له شپېتو کلونو وروسته اويا کلن جوسف جکوبسون له خپلو دوو زامنو سره يوځای دغه نندارتون وليد چې په دې توګه يې د خپلې زېږيدنې ٧٠ مه ورځ ونمانځله . که څه هم هغه يوازې د لسو کلونو لپاره په چين کې ژوند کړی خو د هغه په اند دغه لسيزه د ده په عمر کې نه هېريدونکې موده وه. له دغه نندارتون څخه د ليدنې وروسته هغه د خپل ماشوماتوب دوره داسې ياده کړه.

((نندارتون ډېر ښه دي، زما د مور او پلار ، ملګرو عکسونو په ليدو سره مې هغه اشنا ځايونه يوځل بيا زما مخې ته راغلل، زه له چين سره مينه لرم چې هلته مې د خپل ماشوماتوب موده په خوشالۍ سره تېره کړې او ډېرې ژورې خاطرې راپاتې شوې دي . ))

د دغه نندارتون طرحه کوونکې سونګ ان يوه خبرياله او ليکواله ده .لس کاله مخکې يې په تيانجين کې د يهوديانو د ژوند په اړه د معلوماتو په راغونډولو پيل وکړ او د راغونډ شويو عکسونو له لارې يې دغه نندارتون جوړ کړ، هغه پلان لري چې په تيانجين کې د يهوديانو د اوستوګنې د ١٠٠ کليزې په اړه يو داستان وليکي. که څه هم مېرمن سونګ يهودي نه ده او اسرائيلو ته نه ده تللې، خو هغه په چين کې د يهوديانو د کډوالۍ له ژوند سره مينه لري .

((تيانجين يو ځانګړی ښار دی او په معاصر تاريخ کې د نهوامپرياليستي هېوادونو له ځپنې او ځورونې سره مخامخ شوی و، خو يوازې يهوديانو د پناه وړلو لپاره دغه ښار ته تللي وو. د يهودي او چيني کلتورونو ترمنځ يو شمېر نژدې والی هم شته. زه غواړم د دغه نندارتون له لارې د تيانجين ښار ښکلې بڼه نړيوالو ته وښودل شي او د چينايانو او يهوديانو ترمنځ دوستۍ د تل لپاره پاتې شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای