CRI Online

په چين کې د فليپين مختار وزيره

cri     (GMT+08:00) 2011-01-04 18:31:53

په چين کې د فليپين مختار وزيره مېرمن ماريا ترسا الموجولا يوه ډېره ښکلې او مهربانه ښځه ده او لږه موده مخکې يې د چين د نړيوالې راډيو له خبريالانو سره يوه لنډه مرکه وکړه چې په ترڅ کې يې خپل وطن فليپين معرفي او په هکله يې ډېر مالومات را کړل او په چين کې يې د خپل ژوند په اړه خبرې او هم خاطرې وويلې . د پروګرام په نننۍ کړی کې زه زرينه له تاسو سره دغه مرکه وړاندې کوم!

مېرمن ماريا د مرکې په پيل کې په ډېره خوشالۍ سره وويل، هر فصل د فليپين د ښه وخت دی او ډول ډول ښکلې طبيعي منظرې هم ليدلای شي.

((فليپين ته د سيلانۍ وخت د هغو منظرو له مخې ټاکل کيږي چې تاسې غواړئ وئی ګورئ. مثلا که تاسې غواړئ د فليپين د سمندري غاړو سيل وکړئ ، ښه به دا وي چې د دوبي په فصل کې فليپين ته ولاړ شئ. په فليپين کې اخترونه ډېر دي ، که تاسې غواړئ د دغو اخترونو نمانځنه وکړئ او له نژدې ووګورئ، دا به ښه وي چې هر کال له ديسمبر څخه د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې او يا په مې کې فليپين ته سفر وکړئ. د يادولو وړ خبر دا ده ، هر اختر د سيلانيانو لپاره پرانيستی وي، سيلانيان کولی شي چې د فليپينيانو کورونو ته د مېلمانو په توګه لاړ شئ او سره يوځای ډوډی وخوري. لکه موږ په چين کې ، چيني ملګري له موږ سره ډېر دوستانه دي.))

له دې امله چې ماريا د ډېرو کلونو لپاره په چين کې ژوند کړی دی، نو هغه چين خپل دوهم ټاټوبي بولي . په دغه ټاټوبي کې نه يوازې لوی ديوال ،پانډاګان ليدل کيږي، بلکې ډېر ځانګړي او ښکلي طبيعي منظرې هم تر سترګو کيږي چې د دې ډېرې خوښۍ وړ دې .

((چين يو لوی هېواد دی چې زيات نفوس او مختلف کلتورونه لري. مثلا تبت ، شانګهای. شانګهای د چين يوه کړکۍ ده چې د چين د پرمختګ حالت ورڅخه ښکاريږي. د چين په شمال کې هربين ښار د فليپينيانو خوښ دی ، ځکه چې په فليپين کې د ژمې موسم نشته ، خو په هربين ښار کې هوا ډېره يخه ده او واوره اوری . برسيره پردې ، د چين په جنوب کې ګوې لين ښار اوو په جنوب لويديځ کې لي جيانګ ډېر مشهور ځايونه دي . هانګجو ښار زما ډېر خوښ ښار دی او څلور ځله زه هلته تللې يم، خو زه لاهم هيله لرم چې يوځل بيا د هغه ښار سيل وکړم، ځکه چې يوه چيني احطلاع ده چې وائی په أسمان کې جنت شته ،په دينا کې سوجو او هانګجو ښارونه ډېر ښکلی او شتمن ځايونه دي.))

مېرمن ماريا هم وويل، د چين په بېجينګ کې د تيان ان من مېدان په ګډون ډير ښکلی منظرې لرونکي ځايونه د فليپينيانو افنا ځايونه دي ، شانګهای ښار په بېجينګ کې د اوسيدونکو فليپينيانو خوښ دی . دغه راز هانکانګ هم دی ،ځکه چې فليپينيان له شوپينګ سره مينه لري او د الوتکې په وسيله له فليپينه هانکانګ ته يوازې دوه ساعته مزل لري . اوس زيات فليپينيان غواړي د چين ګوټ ګوټ ته سفر وکړي ، ځکه چې د فليپين او چين ترمنځ د زياتو هوايي کرښو په خلاصېدو سره ،دوی هر ځای ته سفر کولای شي چې زړونه غواړي هلته دوی هم ځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای