CRI Online

د شيطاني دينونو څيړونکی روس

cri     (GMT+08:00) 2011-01-04 18:37:44

لږ موده مخکې، د شيطاني دينونو په اړه امريکايي څيړونکي ښاغلي ريک روس د بېجينګ د هستوګنې يوې سيمې ته ورغی او هلته يې د يوې چيني ښځې د حال احال پوښتنه وکړه چې لين ون نوميږي او د فالونګونګ په نامه د شيطاني دين له بدو اغيزو سره مخامخ شوې وه.

١٩٩٦ کال کې مېرمن لين ون د روغتيا ساتلو په موخه د فالونګونګ فرقې پر تمرين پيل وکړ او د دغې شيطاني فرقې يې ژوند ځپلې وه. هغې د خپلو پخوانيو ليونيو عملونو د يادونې په ترڅ کې په پېښمانۍ سره دايې وويل.

(( د ٢٠٠٠ م کال د اپريل په ٦ مه نېټه زما زوی وزيږيد او اتلس ورځو وروسته مې زوی په کور کې پريښود او په تلوار سره د بېجينګ مرکز تياان من ډګر ته لاړم او د شيطاني فرقې د مشر په بلنه د دغې بدنامې ډلې د دفاع په موخه مې په ناقانونه فعاليت کې ګډون وکړ.))

د خپلو خپلوانو او اړوندو کارکوونکو په مرستې مېرمن لين ون ګام پرګام د فالونګونګ شيطاني دين څپړه وپيژوندله چې په پايله کې يې ژوند بېرته عادي شوی دی.

ښاغلي روس له ١٩٨٢ کال راهيسې له شيطاني مذهبونو سره د مبارزې لپاره کوښښونه کړي او په دې اړه يې يو انستيټيوټ هم جوړ کړی دی . هغه په امريکا کې له څه باندې ٥٠٠ تنو سره اړيکې نيولې دي چې د مېرمن لين ون په شان د شيطاني دين تر ناوړې اغيزې لاندې راغلي وو، خو ښاغلي روس په مرسته دوی د شيطاني فرقو له اغېزو څخه او ځانونه ژغورلي دي او يو ځل بيا يې عادی ژوند پيل کړی دی.

په هغو ګڼ شمېر بريښنا ليکونو کې چې ښاغلي روس ته ليږل شوي دي،د فالونګونګ له شيطاني فرقې څخه د ډېرو امريکايانو او کاناډايانو انديښنه او خپګان څرګند شوی دی ځکه چې دغه شيطاني فرقې د دوی پر ژوند باندې بدې اغيزې لرلې دي.

ښاغلي روس وويل،(( زما په اند د امريکا لويې وچې په شمالي سيمه کې له فالونګونګ فرقې سره د ټولنې علاقه د کمېدو په حال کې ده.يوه چيني اصطلاح ده چې وايي ليوه راغی. کيسه يې دا ده چې يو هلک څو څو ځله په درواغو وويلې چې ليوه راغی ليوه راغی .په پای کې رښتيا ليوه راغی، خو نورو د ده په خبرو باور ونه کړ او خلک د مرستې لپاره ورنغلل. فالونګونګ هم د دغه درواغجن هلک غوندي په پرله پسې ډول نارې وهلي چې ته به له سخت ناورين سره مخامخ شي. البته دا بيخي دروغ و ، نو په پايله کې د ده پلويان ورځ کميږي.))

برسيره پردې، د امريکا لويې وچې په شمالي سيمه کې د اوسېدونکو چينايانو د هستوګنې په منطقه کې مناسبې قاعدې جوړې شوې، خو فالونګونګ فرقه په مسلسله توګه دغه قاعدې خرابوي، نو ځايي اوسيدونکي چينايان پر دغه بدنامه فرقه ډېر په غوصه دي.

په هغه شکايت ليک کې چې ښاغلي روس ته ليږل شوي، داسې ليکل شوي چې فالونګونګ د دوی په کورنيو کې اختلافونه رامنځته کړي دي. د بېلګې په توګه ځيني ناروغان په درملنې او دارو خوړلو څخه ډډه کوي ، لا بده نتيجه دا ده چې ځيني فالونګونګ پلويان له درملنې څخه د ډډه کولو له امله مړه شوي هم دي.

ښاغلي روس هم وويل، يو شکايت کوونکي په ليک کې داسې ويلي چې د ده زوی د نفس تنګۍ په ناروغۍ اخته دی ، خو د درمل خوړلو څخه ډډه کوي ځکه چې هغه په فالونګونګ عقيده لري. يوه بله بېلګه دا ده چې ښځه يې د فالونګونګ پيرو ده او د خپلو ماشومانو د ساتلو او پالنې هيڅ علاقه نه لري او د ناروغ ماشوم د علاج څخه هم ډډه کوي، د خنداوړ خبره دا ده چې دغه ښځه يوه نرسه هم ده. د دغې کيسې تر اوريدو وروسته ميرمن لين ون په هيجاني توګه دا هيله څرګنده کړه چې د خپل زوی د خوشاحاليو په فضا کې پالنه وکړي او خپل پلار او مور يې په ارامه توګه ژوند وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای