CRI Online

چين ته د چينايي الاصله بهرنيو ماشومانو سفر

cri     (GMT+08:00) 2011-01-17 19:52:38

ګرانو اوريدونکو، لای څوی يوه چينايي الاصله فرانسوي نجلۍ ده ، هغې لږه موده مخکې  د خپل ملت د کولتور د سرچينو موندلو په غرض په نورو بهرنيو هېوادونو کې د ميشتو چينايي ماشومانو په ډله کې چې له د پنځوسو هېوادونو څخه شپږ زره چينايي الاصله هلکانو پکې ګډون کړی و برخه لرله، د فرانسې، جاپان، هالنډ، او اندونيزيا څخه راغلو د چينايي ماشومانو له دې اويا کسيزې ډلې سره يو ځای د چين د کولتوري سرچينو د ليدلو او پوهيدلو په غرض د چين د شيوجو ښار ته راغلې وه.

دوی د شيو جو د چيني دوديز کولتور په هنري ښوونځي کې په دوو ټولګيو ويشل شوي و او د چين د دوديز کولتور څخه يې د ګټې اخيستلو لپاره د موسيقۍ الاتو د غږولو، د چين د ملي نقاشۍ، شطرنج او خطاطۍ د هنر زده کړه وکړه، د چين له دوديزو جامو څخه د چينايانو اداب او کولتور له ورايه څرګنديږي

کله چې د دودونو ښوونکي ښکلې چيني لرغونې جامې زده کوونکو ته ښودلې او د چيني دودونو زده کړه يې ورکوله، ټولو زده کوونکيو يو له بله ځانونه مخکې کول چې چيني لرغوني جامې واغوندي. ښوونکی ماو چوان ون وويل، هغه له دغو چيني الاصله ماشومانو سره د وخت په ترڅ کې دا محسوسه کړه چې د چيني او لويديځو کلتورونو ترمنځ ژور توپيرونه شته چې نه يوازې دوی يې د ژبې په برخه کې، بلکې د ډوډۍ خوړلو په برخه کې يې هم ورسره لري.

((ماشومانو په پيل کې يوازې کوکاکولا وڅښله، د چيني اوګره چې په اوبو کې ايشول شوې د وريژو دانې د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دې، خو دا د دوی خوښه نه وه ))

په دې موخه چې ماشومان په لنډه موده کې د چيني کلتور په اړه لا زيات مالومات ترلاسه کړي، ښوونکي يو شمېر په زړه پورې او اسانه درسونه ورته ورکړل . ښوونکې ماو چوان ون وويل:

((د درسونو له لارې ماشومانو ته مو يوه چيني سندره ور زده کړله ، د چيني برش قلم لغت يې ليکل ور زده کړل او داسې نور، کله چې دوی له خپل وطن نه بېرته ولاړ شي او د نړۍ هر ځای ته چې ځي، دوی به تل په زړه کې په ياد ولري چې دوی چينايان دي.))

له شيو جو ښار څخه له تلو مخکې ماشومان يوه په زړه پورې ننداره د يوه سوغات په توګه چيني ښوونکو ته وړاندې کړه چې په ترڅ کي يې د چين د ووشو لوبې هم ترسره کړې دي.

په چين کې له يوه اوونيز فعاليت وروسته ماشومانو ډېر څه زده او ترلاسه کړل. د دوی د جامو جيبونه له بيلابيلو چيني ځانګړيو وچو مېوو څخه ډک و. لای څوی لسګونه ټوکه چيني کتابونه هم واخيستل چې د خپلو فرانسوي ملګرو لپاره به يې د سوغات په توګه ورکړي .

(( اواز: زه د يوې ونې په شان چې ريښه مې په چين کې ده . ښايي په راتلونکي کې چين ته بېرته بيا هم راشم او دلته به ژوند وکړم، هيڅکله نه هېروم چې زه يوه چينايۍ يم .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای