CRI Online

های نان ولايت : د شيانو اخيستونکو بهرنيانو ته د مالياتو نه اخيستلو تګلاره

cri     (GMT+08:00) 2011-03-15 18:55:47

ګرانو اوريدونکو، نيکې هيلې او سلامونه. د روانې مياشتې له لومړنۍ نېټې څخه د چين په جنوب های نان ولايت کې د داسې تګلارې تطبيق پيل شوی چې هغو شيانو اخيستونکو بهرنيانو ته ماليات به نه اخيستل کيږي چې د چين های نان ولايت ته راځي او بيا له همدې ولايت څخه بيرته خپل وطن ته ځي .

دغه تګلاره د يوه نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادۍ لپاره د های نان ولايت لخوا اوچت شوی يو مهم ګام دی او د مالياتو نه اخيستلو په اړه د چين يو نوی کوښښ او ابتکار بلل کيږي. له دغې نوې تګلارې سره سم، هغه بهرنيان، د هانکانګ، مکاو او تای وان وطنوال چې په چين کې د مسلسلې هستوګنې ورځې يې له يو سلو اتيا ورځو څخه کمې وي او په ټاکليو دوکانونو او لويو مغازو کې د جامو، ساعتو، برېښنايي توکيو او يا طبي وسايلو په شمول تر ٨٠٠ يوانه زيات شيان واخلي، د ١١٪ مالياتو به ورته بښل کيږي او د امتياز له دې نعمت څخه به برخمن کيږي.

يوه استراليايي سيلاني د دغې تګلارې څخه خپله خوښي څرګنده کړله او ويې ويل:

(( دا يوه ډېره ښه تګلاره ده، ځکه چې زه دلته ډېر په ارزانه بيه شيان اخيستلای شم))

د شنګ شنګ په نامه مغازه د های نان ولايت په مرکز های کو ښار کې له هغو دريو پلورنځيو څخه يوه ده چې نوموړې تګلاره پلې کوي، د دغې مغازې منيجر وويل، په دغه مغازه کې به د يو شمېر کورنيو او بهرنيو تجارتي مشهورو مارکونو نښو لرونکي توکي وپلوري.

(( موږ به په دوو برخو کې کوښښ وکړو، لومړی به په نړۍ کې م د مشهورو او نويو تجارتي نښو لرونکي شيان واردوو څو چې ويې پلورو. ځکه پخوا په های نان کې د ځينو مشهورو نښو لريونکو توکيو اخيستونکي کم وو، خو اوس د يو سيلانيز ټاپو په حيث د های نان ولايت د ابادۍ په بهير کې د دغو توکيو جوړوونکو تصديوخپل نظر بدل کړی دی. بله خوا، موږ بايد په پرله پسې توګه کورنيو تجارتي نښو ته پرمختګ ورکړو چې له دې لارې د شيانواخيستونکو اړتياوې په ښه توګه پوره کړو.

های نان ولايت د چين يو مهم سيلانيز بازار دی، د ٢٠١٠ کال په لومړۍ څلورمه کې څه باندې ١٩ مليونو او ١٥٠ زرو سيلانيان های نان ته تللي چې د تير يو کال د همدې مودې په نسبت يې شمېر١٥٪ زيات و. په همدغه کال کې های نان ته د تلونکو ټولو سيلانيانو شمېر له پنځه ويشتو مليونو څخه اوښتی دی. د های نان ولايت د ماليې ادارې مرستيال لو يونګ وويل، د چين د سيلانۍ په بازار کې د سودا اخيستنې يعنې شيانو اخيستنې او تفريحي فعاليتونو لپاره لګښت د نورو هېوادونو په نسبت لا هم لږ دی .

(( اوس په چين کې د سيلانۍ لګښت ٦٠٪-٧٠٪ برخه د تفريح لپاره او شيان اخيستنه يوازې څه باندې ٢٠٪ برخه نيسي، په پرمختلليو هېوادونو کې څه دپاسه ٣٠٪_٤٠٪ برخه د تفريح لپاره مصرفيږي ، خو د شيانو اخيستنه څه باندې ٤٠٪ برخه نيسي.))

د چين د معاصرو نړيوالو اړيکيو د څېړنيز انسټېټيوت کارپوه ښاغلي ني جيان جون وويل، د مالياتو نه اخيستلو په اړه تګلاره به های نان ولايت ته ډېره ګټه ورسوي او نورې اړوندې تګلارې هم بايد په پرله پسې توګه پلې شي.

((دغه تګلاره له های نان ولايت څخه د يو نړيوال سيلانيز ټاپو د ابادۍ لپاره ډېره ګټوره ده، دغه راز د لګښت د زياتوالي، د چيني توکيو د صادراتو لپاره به ډېره ګټه هم ولري. خو د ويلو وړ ده چې نورې اړوندې تګلارې هم په دې هکله بايد طرحه شي، مثلاً بايد مالياتو اخيستلو څخه تېښتې مخنيوی وشي او داسې نور، ځکه های نان ته تلونکي سيلانيان زياتره چينايان دي .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای