CRI Online

د ٢٠١١ کال لپاره د چين او ويتنام د سندرو ګرځنده ننداره ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2011-04-11 18:56:02

ګرانو اوريدونکو! د ٢٠١١ کال د چين او ويتنام سندرو ګرځنده ننداره چې د سي ار ای راډيو، له بهر سره د ګوانګ شي د تګ راتګ ټولنې او داسې نورو څانګو او سازمانونو لخوا په ګډه جوړه شوې وه، په تېره مياشت کې د چين په جنوب دونګ شينګ ښار کې پيل جوړه شوه. د دې لپاره چې دوه زره او يوولسم کال د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې ترمنځ د دوستانه کال يادونه وشي، د چين سي ار اې راډيو د اړوندو سازمانونو سره د چيني او ويتنامي سندرو ګرځنده ننداره جوړه شوه او د ګڼ شمېر نندارچيانو لخوا هم وستايل شوه .

فام هونګ سنح د ويتنام د موسيقۍ پوهنځي يو محصل دی او د ويتنام د مونګ څای ښارګوټي د يو هنري مرکز يو عمده غړی هم دی. تېرکال هغه د دوستۍ ټينګښ په نامه د چين او ويتنام د سندرو په مسابقه کې ګډون وکړ او په پايله کې پر درېيمه درجه جايزه ووياړل شو. د ده په اند، په همدغه ډول مسابقه کې ګډون ډېر اهميت لري .هغه په دې اړه داسې وويل:

(( زما ټاټوبی د ويتنام په نينګ ګوانګ کې دی چې د چين دونګ شين ښار ته ورڅيرمه پروت دی او د دواړو ښارونو ترمنځ تګ راتګ ډېر دی ، نو له زياتو چينايانو سره اشنا شوی يم او له دوی څخه مې د چيني کلتور، هنر او موزيک په شمول ډېر څه زده کړي دي ، ډېر خوشاله يم چې چين ته راغلی يم او په دغه مسابقه کې ګډون کوم .))


سندرغاړه جو جي يان

. جو جي يان چې د چين د ګوانګ شي د جوانګ قوم د خپلواکې سيمې د هنري پوهنځي يوه زده کوونکې ده، په تېر کال کې د دوستۍ ټينګښ په نامه د چين او ويتنام د سندرو په مسابقه کې دوهمه جايزه واخيستله او په دې وياړي چې له ويتنامي سندرغاړو سره يو ځای ننداره کې برخه واخيستله او له يو بل سره يې د سندرو ويلو زده کړه وکړه. دې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې له يوې ويتنامي سندرغاړې چې دونګ تحي څام تو نوميږي، ډېره مننه هم څرګنده کړه .هغه وويل:

(( يوه ويتنامي سندره يې ما ته رازده کړه، هغه په ويتنام کې ډېره مشهوره ده نو د هغې په مرسته مې د ويتنامي سندرو د زده کړې په ترڅ کې ډېر پرمختګ موندلی دی، زما په اند د دوستانه هنري مسابقې له لارې زموږ ترمنځ دوستي هم ټينګه شوې ده.))


د ويتنام مشهور موسيقي ښاغلی وو بانحا

ښاغلي ووبانحا د ويتنام مشهور موسيقي پوه دی، هغه څوڅو ځلې د دوستۍ ټينګښ په نامه مسابقو کې د لارښود او د نورو سره د همکارۍ دنده په غاړه درلوده، دغه راز هغه په شانګهای کې د راغونډونې او زړه وړونکي نړيوال نندارتون په نامه هغه مالوماتي سيالۍ کې چې د سي ار اي راډيو لخوا جوړه شوې وه،پر ځانګړې جايزې هم ووياړل شو، هغه د چين او ويتنام د سندرو نندارې په اړه وويل:

(( ډېر خوشاله يم چې يوځل بيا د ويتنام او چين ترمنځ د کلتوري تبادلې په فعاليت کې ګډون کوم او له ډېرو چيني ملګريو سره مې بيا وليدل. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای