CRI Online

کراو تپفر : غواړم د چين د چاپېريال ساتنې لپاره يو څه خدمت وکړم

cri     (GMT+08:00) 2011-05-24 19:47:01

٧٣ کلن سپين ږيری ښاغلی کراوس تپفر هر کال له جرمني څخه چين ته راځي او د شانګهای د تونګ جي پوهنتون د چاپيريال او دوامدار پرمختګ پوهنځي لومړی پروفيسر په توګه د دوو يا دريو مياشتو لپاره داوطلب استاذ په توګه کار کوي.

هوپاند کراوس تپفر يو ډېر تجربه کار متخصص دی چې پخوا يې د م م د سرمنشي، د م م د چاپيريال پروګرام د اداري اجرائيوي مشر او د جرمني د چاپيريال وزير دندې په غاړه درلودې. په ٢٠٠٢ کال کې د ده د کوښښونو له امله د شانګهای د تونګ جي پوهنتون د چاپيريال او دوامدار پرمختګ پوهنځی جوړ شو، اوس دغه پوهنځی په نړۍ کې يوازنۍ علمي څانګه ده او د نړيوالو سازمانونو لپاره د نړيوال چاپېريال او دوامدار پرمختګ په اړه بااستعداده کسان روزي. ښاغلي کراوس تپفر په دې اړه داسې وويل:

((زما په اند، ښايي چين به هرومرو د چټک پرمختګ په لاره کې د دوامدار پرمختګ په اړه له يو لړ ستونزو سره مخامخ وي او زيات شمېر اړوندو بااستعداده کارکوونکو ته به اړتيا ولري، نو پريکړه مې وکړه چې له تونګ جي پوهنتون سره همکاري وکړم او د چاپېريال او دوامدار پرمختګ پوهنځی جوړ کړم. په دغه پوهنځي کې اويا يا اتيا سلنه زده کوونکي د افريقا او اسيا له پرمختيايي هېوادونو څخه راغلي دي. موږ په چين کې غوره کسان روزوو، دا نه يوازې د چين لپاره بلکې د ټولو پرمختيايي هېوادونو لپاره ډېره ګټوره علمي مؤسسه ده.

د ښاغلي کراوس تپفر په نظر، چين چې يو مليارډ او درې سوره مليونه نفوس لری، د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ترڅنګ چاپېريال ساتنې ته هماهنګه پرمختيا ورکوی، دا د ستاينې وړ ده. د چين صدراعظم ون جيا باو د روانې مياشتې په ٥ مه نېټه د ملي ولسي کانګرس استازيو ته د حکومتي کارونو راپور وړاندې کړ او ويې ويل، چين بايد سرچينې وسپموي او چاپېريال دې وساتي، خو رښتينی حالات د خوشبينۍ وړ نه دي چې د اداري تجربو او د اړوندو استعداد لروونکو کسانو کمښت يوه عمده مسئله ده.

د وروستيو کلونو راهيسې، ښاغلي کراوس تپفر د چين د چاپېريال ساتنې لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي. هغه د شانګهای د چاپيريال د ساتلو او ابادولو د مشاور په توګه دنده درلوده چې په ترڅ کې يې د اوبو سرچينو او چاپېريال د ادارې په اړه نوي تخنيکونه چين ته ورمعرفي کړي او د بېجينګ د المپيک لوبو او د شانګهای نړيوال نندارتون لپاره ګټور وړانديزونه يې وړاندې کړي وو.

په ٢٠٠٦ کال کې کراوس د م م د چاپيريال پروګرام د اداري مشر له دندې څخه استعفا وکړه او بيا يې د شانګهای د تونګ جي پوهنتون د چاپيريال او دوامدار پرمختګ پوهنځي د لومړي پروفيسر په توګه وګمارل شو. هغه د چين د پرمختګ په اړه داسې وړانديزونه لري:

(( په چين کې دې د نوې انرژيۍ د کارولو ګامونه ګړندي شي، دغه راز د اوبو او ځمکو سرچينو ساتلو او کارولو ته دې په درنه سترګه وکتل شي، په تيره بيا د چين د ختيځ سمندر پر غاړه سيمه کې دې د اوبو ساتنې او ادارې ته لومړيتوب ورکړی شي ترڅو وګړي له پاکو سمندري اوبو څخه ګټه واخلي))

اوس په تونګ جي پوهنځتون کې ښاغلي کراوس ډېر شهرات لري، هر کال څه نا څه پنځه سوه زده کوونکي د ده درسونه اوري او د ده ملګري کله کله له هغه سره يو ځاي ډوډۍ خوري او غږيږي .

دوه مياشتې مخکې ښاغلي کراوس د چين د چاپيريال ساتلو په برخه کې د خپلو سترو خدمتونو له امله د چين حکومت لخوا د ټېکنالوژۍ د نړيوالې همکارۍ پر جايزې ووياړل شو، هغه په دې اړه داسې وويل.:

(( دغه جايزه زما د خدمتونو د ستايلو او ان د هڅونې نښه ده، د دغې جايزې په اخيستلو سره پوه شوم چې په راتلونکي کې څه وکړم، د درې اويا کلن سپين ږيري په توګه اوږد پلان نشوم ترسره کولی، نو فکر کوم چې ځينې مشخص کارونه بشپړ کړم. لومړی په تونګ جي پوهنتون کې زما دنده لاهم په راتلونکي کې زما د کارونو مهم ټکی دی. زه به په پرله پسې توګه د نړيوالې همکارۍ او د چاپېريال او پرمختګ په اړه د چين په کمېټه کې خپله دنده ترسره کړم. ډېر خوشاله يم چې د خپل عمر په وروستي پړاو کې د چاپيريال ساتنې لپاره د خپل توان په اندازه خدمت کوم.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای