CRI Online

د عمر هيله

cri     (GMT+08:00) 2011-09-07 10:46:28


پاکستاني ځوان عمر غواړي د چيني ژبې پل په نامه نړيواله سيالی کې لومړی مقام وګټي


عمر او د جيني ژبې پل په نامه د سيالۍ نور سيالان

يو پاکستاني ځوان د چيني ژبې پل په نامه د نړيوالو محصلينو په سياليو کې دوه ځله ګډون کړی و، خو يوازې يې د پاکستان د سيمه ييزو سياليو درېمه جايزه وګټله . سږکال هغه يوځل بيا په دغه سيالۍ کې برخه واخيسته او موخه يې په وروستۍ سيالۍ کې د لومړۍ جايزې ګټل دي چې ټاکل شوی په راتلونکي جولای کې به په بېجينګ کې پيل شي.

د پاکستان د معاصرو ژبو پوهنتون د کنفوسيوس ښوونځی مشر ګه لي شنګ وويل، عمر يو ډېر هوښيار او کوششي زده کوونکی دی ، له دې امله چې د چيني ژبې د پل په نامه تېرو دوو سياليو کې يې له ډېرو غښتلو سيالانو سره مخامخ شو ، نو په پايله کې يې لومړۍ جايزه وا نه خيستله. مشر ګه وويل:

(( عمر د چيني ژبې له څانګې څخه فارغ التحصيل نه دی ،هغه د MBA علمي درجه تر لاسه کړه او په ٢٠٠٨ کال کې يې د رخصتۍ په موده کې د چيني ژبې په ټولګي کې يوازی د يوې مياشتې لپاره د چيني ژبې تدريس وکړ او بيا يې د کنفوسيوس په ښوونځی کې شامل شو. هغه د چيني ژبې د زده کولو په برخه کې ډېر کوښښ کړی او ډيره ترقۍ يې ترلاسه کړې ده.))

عمر وايي چې د ده تر اغيزې لاندې خپلوانو يې هم د چيني ژبې په زده کولو پيل وکړ.عمر داسې وويل:

((پخوا مې د ژبو په تيره بيا د پيچلو ژبو له زده کولو سره علاقه درلوده ، زما په اند چيني ژبه ډېره ځانګړې ژبه ده ، نو د چيني ژبې په زده کولو مې پيل وکړ . په اول کې خپلوانو مې په ما ملنډی وهله، دوی ويلي چې ته څه خبرې کوې ، موږ نه پوهيږو. خو اوس د چيني ژبې له زده کولو سره ددوي علاقه زياته شوېده .زما چنغلې هم د چيني ژبې په زده کولو پيل وکړ ، ورور مې د کنفوسيوس په ښوونځي کې د لومړۍ ټولګي زده کوونکی دی.دوی چين ته سفر ته تمه لری.))

د راتلونکی کار په نسبت عمر وايي چې هغه غواړي د چيني ژبې او خپل تخصص ترمنځ د يو ځايښت له لارې د چين او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړيکو لپاره لاستر خدمتونه ترسره کړي. هغه په دې اړه داسې وويل:

(( غواړم په راتلونکي وخت کې داسی د قناعت وړ کار پيدا کړم چې چيني ژبه او د صنعتي او تجارتي ادارې په تخصص کې تر لاسه شوې پوهنې کارول کېږي. زما په نظر اوسنۍ پيړۍ په چين پورې اړه لری ځکه چې د چين پرمختګ ډېر ګړندی دی ، نو لازمه ده چې د چيني ژبې او کلتور په اړه معلومات ترلاسه کړو، اوس په پاکستان کې چيني شرکتونه ډېر دي ،نژدې په هر ښار کې چيني شرکت ليدل کيږي، نو زما په اند ، که تاسی چيني ژبه ښه ويلای شي، د دندې پېدا کول اسان کار دی.))

که څه هم عمر د چيني ژبې پل په تېرو دوو دورو سياليو کې لومړی جايزه نه ده ترلاسه کړې ، خو هغه لاهم خپلو کوششونو ته دوام ورکوي څو چې د روان کال په سيالۍ لپاره برياليتوب تر لاسه کړي. له دې امله چې عمر د پاکستان د سيمه ييزې سيالۍ په دوهم پړاو کې يې لومړی جايزه وګټله ، نو د وروستۍ سيالۍ په برياليتوب باندی پوره باور لری. د روانې مياشتې په لسمه نېټه په وروستۍ سيالی کې ، هغه يوه چيني سندره وويله چې نوم يې دی ، مخامخه نجلۍ زما پر خوا راروانه ده.

د چيني شعرونو د اورولو او د چين په باب معلوماتو په باب پوښتنو ته د ځواب ورکولو له کړۍ وروسته د عمر هيله ريښتنی شوه چې په پاکستان کې د لسمې دورې د چيني ژبې پل په سيالۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ. هغه وويل:

٦(( ډېر ډېر خوشاله يم چې د پاکستان د سيمه ييز سيالۍ لومړۍ جايزه مې وګټله، زما امېد ريښتنی شوی دی. هيله لرم چې په راتلونکی جولای کې چين ته لاړ شم او هلته په نړيواله سيالۍ کې ګډون وکړم. زه به په دې اړه لاهلې ځلې وکړم.

هيله من يو چې د عمر يوه بله هيله هم پوره شی يعنی د بيجينګ په نړيوالې سيالۍ کې لومړی لمبر وګټي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای