CRI Online

د شي ان د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې بهرنيان

cri     (GMT+08:00) 2011-09-07 10:53:15

ګرانو اوريدونکو ، د ٢٠١١ کال د باغوانۍ نړيوال نندارتون د تېر اپريل له ٢٨ مې نېټې څخه د چين د شان شي ولايت په شي ان ښار کې پرانيستل شو چې په ترڅ کې تراوسه څه باندې ٦ مليونه او ٦ لکه تنه سيلانيان راجلب شوي او په يوه ورځ کې يې د سيلانيانو شمېر يو لکو اتيا زرو ته رسيدلی دی . څو ورځې مخکې ما له دې نندارتون نه ليدنه وکړه ، د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به د دی نندارتون په هکله د بهرنيو سيلانيانو خاطرې او په دی نندراتون کې د بهرنيو کارکوونکو احساسات د خپرونې په ترڅ کې واورئ!

د شي ان د باغوانۍ نندارتون په بيلابيلو باغونو کې نړيوال باغ ډېر د توجه وړ دی چې پکې د ٢٨ هېوادونو او سيمو رنګارنګ باغچې او ودانۍ پرتې دي . کله چې دغه باغ ته ننوتم، يوې ځانګړې ودانۍ زما توجه راجلب کړه ، دغه ودانی د بانسونو دنې له لرګيو څخه جوړه شوې ده او د نيلوفر ګل ته ورته ده. د باغ له نقشې څخه ښکاري چې دا د هالنډ يو باغ دی.

يوه تورپوستي ځوان زما هرکلی وکړ، د ده په جاوګاټ باندې په انګليسي ژبه داسې ليکل شوي وو چې زه له هالنډ سره مينه لرم، څرګنده ده چې هغه هالنډي نه دی .

(( زما نوم موکش دی ، زه له هند نه راغلی يم، د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون يو ښه ځای دی.))

موکش وويل چې د چين دوه لوی ښارونه شي ان او شانګهای يې ليدلي دي .

(( شي ان يو لرغونی ښار او شانګهای يو عصري ښار دی،ډېر خوشاله يم چې د دغو دوو ښارونو سيل مې کړی ، ښايي راتلونکي کې به يوځل بيا دلته راشم ، ځکه دا ځای زما خوښ دی ، چينايان ميلمه پال وګړي دي.))

په هالنډي باغ کې د هالنډ د باغوانۍ ځانګړتياوې ليدل کيږي، خو د دی نندارون دننه په يوه برخه کې د هند لاسي اثار پلورل کيږي . يو بل هندي ځوان زما خوا ته راغی او په روانه چيني ژبه يې ما ته خپل ځان معرفي کړ.

(( زما نوم شان ليانګ دی او له هند نه راغلی يم ، درې کاله کيږي چې چيني ژبه مې زده کړه کړې.))

شان ليانګ وويل ، ده به د دی نندارتون له پای ته راسيدو وروسته بيرته هند ته ولاړ شي ، خو ژر به بېرته چين ته را شی څو چې په چين کې د سوداګرۍ په اړه يوه ښه دنده پيدا کړي.

کله چې له هالنډي باغ نه ووتم، نژدې غرمه وه ، له دوو اروپايي هلکانو سره مخامخ شوم چې يو يې جګه او بل يې لنډه ونه درلوده، له دوی سره له خبرو وروسته په دې پوه شوم چې جګ هلک ماهان نيګ نومېږي او له خپل ملګري سره يوځاي د سفر لپاره له جرمني څخه شي ان ته راغلی .ماهان نيګ د دی نندارتون په هکله داسې وويل،

(( منظرې يې ډېرې ښکلې دې ، ډېر ګلان لري، خو هوا لږڅه ګرمه ده ، ډېره ګرمي دمې کيږي. ))

يوهلک چې جک نومېږي ، ماته وويل چې دوی د امريکا د مسيحي ځوانانو ټولنې د ځوانانو د پلاوي غړي دي.

د شانګهای د نړيوال نندارتون په نسبت، د شي ان د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې بهرني سيلانيان لږ دي، خو هغه بهرنيان چې ورسره مخامخ شوې يم ، دغه نندارتون ډېر خوښوي . دوي وويل چې په نندارتون کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو باغونه ډېر ښکلي دي ، چينايان ډيرو خوشاله ميلمه پال وګړي دي. د نندارتون په باغونو کې له ګرځولو وروسته ما د ډير خنداکووکو سيلانيانو عکسونه واخيستل ، کله چې بېرته راغلم په لاره مې قدم وهلو ، هندي ځوان شانګ ليانګ مې بيا ياد کړ اوبې اختياره په مسکا شوم او د خپل زړه خبره مې وکړه : د خداي په امان، شانګ ليانګ!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای