CRI Online

د شاو لين ګونګفو او روسان

cri     (GMT+08:00) 2011-09-12 19:47:42

د شاوليک ګونګفو له شاولين معبدڅخه سرچينه اخلي او چيني ګونګفو يوه څانګه ده چې دغه معبد د چين په دننه او بهر کې ډېر شهرت لری. د سي ار اي راډيو خبريال په وروستيو ورځو کې د چين په منځنی برخه کې د هه نان ولايت په دنګ فنګ ښار کې چې د ګونګفو د ټاتوبي په توګه ګڼل کيږي ، له شاو لين معبد څخه ليدنه وکړه چې دغه معبد د سونشان غره په لمن کې پروت دی . خبريال په شاولين معبد کې د ګونګفو زيات شمېر بهرني مينوال وليدل چې د نړۍ د بيلابيلو هېوادونو په تيره بيا د چين له ګاونډي هېواد روسيې څخه راغلي دي.

د روسيې مشر پوټين لومړی بهرنی مشر و چې په ٢٠٠٦ کال کې يې له شاو لين معبد نه ليدنه وکړه ، د شاو لين معبد د راهبانو سر ښوونکی شي يان لو د ښاغلي پوټين د ليدنې په اړه داسې وويل:

((ښاغلي پوټين ته مو د شاو لين ګونګفو ننداره وړاندې کړه او دده ډيره ستاينه مو وګټله، په ياد مې دی چې هغه موږ ته داسې ويلي چې د شاو لين معبد راهبان چې د ګونګفو په روزنه بوخت دي ، ډېر کوښښي او سختې ستونزې ګاللی شی ، د شاو لين ګونګفو ښه زده کړه او ور ته پرمختيا ورکول نه يوازې د چينايانو بلکې د نړۍ د بيلابيلو وګړيو لپاره ډېر اهميت لري .))

له شاو لين معبد څخه د ښاغلي پوټين تر ليدنې وروسته د روسانو هرې کورنۍ ته د ګونګفو شهرت ښه دی او له ګونګفو څخه د روسانو په تېره بيا د روسي هلکانو د زده کړې توده څپه راپورته شوېده . د شمېرنې له مخې د ګونګفو د روزلو په مرکز کې چې د مسکو په نندارتون کې واقع دی، اوسمهال يو زر تنه غړي شته چې څلور سوه تنه يې هلکان او نجونې دي . برسيره پردې يوه اندازه روسان د ګونګفو د زده کړې لپاره شاو لين معبد ته تللي دي.

د ٢٠١١ کال د جون په مياشت کېد دريو روسي کورنيو په شمول يوې ډلې په شاوليک معبد کې يوه مياشت روزنه ومنله او د نوموړې ډلې تر ټولو زړه غړې يوه بوډۍ وه چې عمر يې درې اتيا کاله دی، تر ټولو وړوکی يو لس کلن هلک دی.

د روسيې له سانت پيتربورګ ښار څخه راغلي اليګ جيزاتولين چې په روسيه کې د ګونګفو يو روزونکی دی او د ګونفو د روزلو پنځلس کاله تجربې لري ، اوس د شاولين معبد د استاذ شي يي جوانګ شاګرد دی او د زياتو کلونو روزلو له برکته يې د ګونګفو په هکله داسې وويل

 ((غښتلی بدن د خوښو احساساتو بنسټ دی . د ګونګفو روزنه د غښتلي جسمي قوت د پياوړي کولو لامل دی او د شاولين ګونګفو د زده کولو له لارې ستاسی جسمي قوت اعلي حد ته پورته کېدای شی او د ځان د دفاع لپاره کارول کېدای شی.))

استاذ جن د بهرنيو زده کوونکو لخوا ډېر ښه استاذ بلل کېږي ځکه چې هغه د ګونګفو روزلو په برخه کې پنځوس کاله او په بهرنيو هېوادونو کې د ګونګفو د درزده کولو لس کاله تجربې لری .اوس په روزنيزه اډه کې پنځه روسان دده شاګردان دي. په دې باره کې چې لا زيات روسان له ګونګفو څخه زده کړه کوي ، استاذ جن وويل

((شاولين معبد ډير مشهور دی او دګونګفو روزنه د بدني غښتليتوب هدف دی . اوس دوي ته څو ډوله مهارتونه درزده کوم .))

ميهايل جالوکين چې د استاذ جن يو شاګرد دی او څو ځله د ګونګفو د زده کولو لپاره شاولين ته تللی دی ، وويل

((د ګونګفو فلمونو تر ليدو وروسته له ګونګفو سره زما مينه پېدا شوه او د شاولين معبد په باب د تبليغاتي البوم تر ليدو وروسته مې د پلار او مور موافقه ترلاسه کړه او شاولين ته راغی ، دا زما درېم ځل دی او په کال کې درې اوونۍ روزنه منم . څلور کاله مخکې مې دوه مياشتې روزنه منلې وه .))

شاولين ته د روسانو د ورتګ پرته د شاولين راهبان هم څو څو ځله روسيې ته تللي دي. راهب جو شياو بو چې يو پنځلس کلن هلک دی ، په ٢٠٠٦کال کې يې د ګونګفو په زده کړه پيل وکړ . په ٢٠٠٩ کال کې د شاولين راهباتو د پلاوي په مل د پوځي موسيقۍ په لومړي نړيوال جشن کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی او د شاولين ګونګفو ننداره يې وړاندې کړېده.

 ((ډېر خوشاله يم چې په روسيه کې د ګونګفو مهارت بهرنيانو ته وښيم او ډير وياړ هم يم چې ددوي تود هر کلی مو تر لاسه کړی دی.))

د شاولين ګونګفو او روسيې ترمنځ اړېکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړي ورکړي په ترڅ کې ټينګې شوې دي ،يقين دی چې دغه اړېکې ورځ په ورځ پياوړې شی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای