CRI Online

په چين کې د يوې امريکايي نجلۍ خوب

cri     (GMT+08:00) 2011-09-21 09:26:16

ګرانو اوريدونکيو، نيکې هېلې او سلامونه، د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ ته مو زه زرينه هرکلی کوم! په نن خپرونه کې به تاسو ته يوه امريکايي نجلۍ چې اوس په بېجينګ کې ژوند کوی، دروپېژنم، هغه خپل ځان داسې ځان معرفي کوي!

(( زما چيني نوم وې که شين او انګليسي نوم کاسي ويلسون دی . پنځه کال دمخه زه د امريکا له کليفورنيا ايالت څخه چين ته راغلم او تقريباً څلور نيم کاله دمخه مې د کوچنيو پورونو ورکولو په اړه يو خيريه سازمان جوړ کړ.))

کاسي ويلسون په روانه چيني ژبه خبرې کولی شی! پنځه کاله دمخه، دا بېجينګ ته راغلې او بيا يې د لږ کوچنيو پورونو د برابرولو لپاره يو خيريه سازمان جوړ کړ چې له دې لارې يې تراوسه د بې وزلۍ د له منځه وړولو په برخه کې د چين د غريبو سيمو له نژدې يو زر تنو بزګرانو سره مرستې کړې دې. يوه بهرنې نجلۍ له لېرې ځای نه چين ته راغلې او له بې وزليو چينايانو سره مرستې کوي، ولې ؟

(( دا ښايي زما له کورنۍ سره اړيکې ولري. زما پلار د يوې تصدۍ خاوند دی او وکيل هم دی . هغه د اوونۍ په رخصتۍ کې زموږ د ټاټوبي بې وزليو وګړيو ته په وړيا ډول حقوقي خدمتونه کوي . ورپسې يې خپل شرکت وپلوره او ترلاسه شوې پيسې يې په يو خيريه صندق کې واچولې څو چې د بې وزليو ماشومانو لپاره د ښوونيز لګښت په توګه وکارول شی. نو له کوچنيتوب څخه مې د خپلو چارو پرانيستلو او له ټولنې څخه د ملاتړ کولو اهميت ښه پېژندلی او درک کړی دی، دا سم هغه لامل دی چې ولې زه له خپلو اوسنيو کارونو سره مينه لرم.))

کاسي د امريکا په سانفرانسيسکو کې له ډېرو چيني الاصله امريکايانو سره اشنا شوې ده، د چين کلتور چې لرغونی تاريخ لري، پر دې امريکايي نجلۍ باندې قوي اغيزې لرلې دي، په ٢٠٠٥ کال کې له پوهنتونه تر فارغېدو وروسته د چين په چينګ هوا پوهنتون کې د زده کړې فرصت تر لاسه کړ، نو د کاسي خوب چې له چين نه به ليدنه کوي، رښتيا شو.

د چين ډېرو ځايونو ته د سفرونو وروسته کاسې په خپلو سترګو وليدل چې د چين لوی ښارونه ډېر ښه پرمختګ کوي، خو کليوالې سيمې لا هم ډېرې وروسته پاتې دې، په بې وزليو سيمو کې د بزګرانو ژوند دومره شتمن هم نه دی. له يوې چيني نجلۍ سره د کتنې له امله چې جانګ چون ميا نومېږي، کاسې نيت لري چې په چين کې خپلې د خير ښېګڼې چارې پراخې کړي.

(( کله چې زه چين ته تازه راغلې وم، کله کله به يو رستورانت ته تلم او بيا مې له يوې چيني خدمتګارې سره چې جانګ چون مياو نومېږي، اشنا شوم. په هغه وخت کې د جانګ چون مياو تنخوا څه ناڅه پنځه زره يوانه وه نو غوښتل مې چې دې ته انګليسي ژبه ور زده کړم څو چې له دې لارې د دې توان او استعداد په لوړولو سره د ښه کار موندنې لازيات فرصتونه تر لاسه کړي. خو د دريو مياشتو د زده کړې وروسته دې له زده کولو څخه لاس واخيست، ځکه چې دا مجوره وه چې خپلې تاټوبي ته ولاړه شي او هلته يې بيا واده وکړ . ددې په وينا واده کول بې چارې کار دی. ډېره د افسوس وړ خبره دا وه چې د راتلونکی ژوند د بدلولو په غرض له دې سره مې مرسته نه شوی ترسره کولای. نو پلان مې درلود چې د جانګ چون مياو په شان چينايانو د راتلونکي ژوند د بدلولو لپاره لارې چارې ولټوم.))

څومره ښه مهربانه نجلۍ ده چې غواړي په چين کې له هغو کسانو سره چې د جانګ چون مياو په شان له کليوالو سيمو نه د کار لپاره لويو ښارونو ته تللي دي، د ژوند د ښوالي په غرض مرسته وکړي . نو کاسې له خپلې يوې ملګرې سره د کوچنيو پورونو د برابرولو د يو سازمان په جوړولو پيل کړ. کوچنيو پورونو برابرول د پولي خدمت يو ډول مشکل کار دی چې موخه يې بې وزليو بزګرانو ته د لازياتو کار موندلو او ګومارلو فرصتونو د ورکولو په موخه د لږو پيسو پورونو برابرول دي. د دې سازمان د پرانيستلو په لومړيو وختونو کې کاسي همېشه هره ورځ څه دباندې لس ساعته کار کولو او د ښارونو او کليوالو سيمو ترمنځ په تګ راتګ بوخت ده چې پروخت يې د هغو بې وزليو کسانو حالت معلوم کړ چې پولي مرستو ته يې اړتيا درلوده. يوه چيني اصطلاح ده چې وايي چې فرصت تل هغو کسانو ته برابرېږي چې هر څه ته تيار وي، د کاسې له اټکل نه وتلې خبره دا وه چې دې د مشهور منيجر او د google د مرستيال ښاغلي لي کاي فو بشپړ ملاتړ يې ترلاسه کړ.

(( د يو فعاليت په ترڅ کې زه په يو بس کې له ښاغلي لي کای فو سره مخامخ شوم او بيا زما لخوا د جوړ شوي سازمان په اړه سره وغږېدو چې په ترڅ کې يې ډېرې تجربې را سره شريکې کړې، که له ښاغلي لي سره زما کتنه نه وای، زما لخوا پرانيستل شوی سازمان اوسنۍ پرمختګ نه شوای موندلی.))

تراوسه پورې ٧٤٥ بزګرانو د کاسي له سازمان څخه پورونه اخيستي چې له لارې يې خپل ژوند ښه کړی دی، ځينو برګرانو ټول پورونه بېرته ورکړي او بيا يې نورو ته هم د کار و بار کولو لار وښودله چې دغه بدلونونه ټول د يوې څه باندې شل کلنې امريکايي نجلۍ د کوښښونو نتيجه ده. کاسي وويل چې دا به په پرله پسې توګه کوښښونه وکړي او له لازياتو کسانو سره به مرستې وکړي چې د دوی ژوند ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای