CRI Online

کرواتيايي نيکولاس د وو شو يعنې ګونګ فو مينوال دی

cri     (GMT+08:00) 2011-11-07 18:35:43

کله چې د انټرنيټي لټون په ګوګل کې وو شو او کرواتيا دغه دوه لغات داخله شي، نيکولاس ماريکيک ولف په نوم به مو حتما سترګې ولګيږي، نيکولای څوک دی؟ ولې د چين له ووشو لوبو سره دومره نژدې اړيکې او مينه لري؟ د خپرونې په نننۍ کړې کې به تاسو ته د وو شو يعنې ګونګ فو په هکله دکرواتيا په سيمه ييزې سيالۍ کې د ګډون کوونکي نيکولاس ماريکيک ولف کيسه واورئ!

په کرواتيا کې چې له چين نه ډېر لېرې پروت هېواد دی او زيات واټن لري، سره له دې چې په تلويزيون او فلمونو کې يوازې د وو شو ځينې حرکتونه ليدل کيږي، خو وو شو دغه لوبې د کرواتيايانو له ژوند نه ډېر لېرې او هيڅ اړيکې نه لري، مګر نيکولای چې سږکال نژدې پنځوس کلن دی، ٢٦ کاله وړاندې دغه ورزش زده کړی او په خپل ژوند کې يې يوه مهمه برخه بللې ده.

(( په ١٧ کلنۍ کې مې د وو شو لوبو په زده کولو پيل وکړ او تراوسه مې ٢٦ کلونه دغې لوبې ته دوام ورکړی دی. په لومړي وخت کې مې د شاو لين کونګفو او بيا مې د چانګ چوان او نان چوان په نامه ووشو لوبې زده کړې، اوس د روغتيا غښتليتوب په غرض د تای جي نومي بوکس او چي ګونګ ډېر خوښوم او په دې برخه کې تکړه هم يم.))

نيکولاس پنځه ځله د ووشو لوبو له امله چين ته راغلي دي، د ده په اند، وو شو نه يوازې يو ډول سپورټي لوبې دي، بلکې کلتوري جذبات هم لري او د انسانانو ترمنځ د همغږۍ او ملګريتوب روحيه هم تر ښکاري چې دغه ټول پر ده باندې ډېرې ژورې اغېزې لري. دا سم هغه لامل دی چې ولې د نيکولاس په نظر چين ته د هغه د سفر ځله زيات هم نه دي، د نيکولاس هيله دا ده چې هر کال بايد د يو يا دوو مياشتو لپاره په چين کې اوسيږي څو چې د زياتو روزنو او تمرينونو د ترسره کولو له لارې خپل مهارتونه نور هم لوړ شي.

د کرواتيا پلازمينه زاګرب د يوه باغ په شان ښکلی ښار دی، لېدل کېږي چې ځايي وګړي چې چيني جامې اغوندي، په سهار يا په ماښام کې د يالون سيند پرغاړو د ووشو لوبو تمرين کوي، دوی ټول د وو شو لوبو د هغه ښوونځي زده کوونکي دي چې د نيکولاس لخوا جوړ شوی دی. له دې امله چې ووشو لوبې خپلو هېوادوالو ته ور زده کوي، نيکولاس په ٢٠٠٣ کال کې د خپلو کوښښونو له لارې په کرواتيا کې د ووشو لوبو لومړنی کلب جوړ کړ.

(( په لومړی وخت کې مې فکر نه کولو چې د ووشو داسې يو ښوونځی دې جوړ کړم، خو وروسته مې ګام پرګام د ووشو لوبو جذبات او ښيګڼې حس کړې او پيژندلې مې دي، خو زما په وطن کې دغه ډول سازمان نه و، نو د ووشو لوبو د نړيوالې ټولنې او داسې نورو سازمانونو د اجازه ليک تر ګټلو وروسته مې له ٢٠٠٣ کال نه په رسمي توګه زده کوونکيو ته د دغو لوبو په ور زده کولو پيل وکړ.))

اوس څه باندې پنځوس زده کوونکي له نيکولاس څخه وو شو لوبې زده کړه کوي. نيکولاس وويل چې د ده زده کوونکي ډېر کوښښي دي، که څه هم د وو شو لوبو زده کول اسانه کار نه دی، خو دوی له زده کړې وروسته نه يوازې له جسمي بلکې له روحياتي نظره د پخوا په نسبت نور هم غښتلي شوي دي چې له امله يې د دغو لوبو په زده کولو ټينګار کوي.

نيکولاس د خپلې راتلونکي په هکله وويل چې هغه غواړي د سيلانۍ له ټولنو سره همکاري وکړي چې له لارې به يې د چين او د وو شو لوبې مينوال چين ته وليږل شي او د وو شو له لارې د چين په هکله لا زيات معلومات ترلاسه کړي.

((د ډېرو کلونو لپاره د وو شو لوبو زده کولو له لارې، د دغو لوبو له روحيې څخه په دې پوه شوم چې انسان بايد د نورو احترام او درناوی وکړي چې نه يوازې استازيو او همکارانو ته، بلکې د نورو مليتونو کلتورونو ته هم بايد د درناوي په سترګه وګوري.))

ډېر کاله کيږي چې نيکولای وو شو لوبې زده کړې، هغه احساسوی چې خپل جسمي قوت لا هم د ځوانانو په شان قوی دی سره له دې چې عمر يې نژدې پنځوس کاله دی، هغه لاهم په ځينو سياليو کې ګډون کولای شي، نيکولای هيله لري چې ځوانان د وو شو لوبو د زده کولو په وسيله دغه شان احساسات هم درک کړی شي .

(( د وو شو لوبو زده کول ډېر زيار او وختونو ته اړتيا لري، د وو شو د زده کولو له لارې له چين او د دغو لوبو په زړه پورې کلتور سره زما خپلې اړيکې نژدې شوې دي، زه يو استاذ يم، زده کوونکی هم . وو شو لوبې دا ډول مهارت او فن دی چې د زده کولو وخت به يې د خپل ژوند تر پايه ادامه ولري، دا زما مينه، زما کار او د ټول عمر چارې دي. زه به په خپلو چارو ټينګار کوم. لنډه دا چې زه له وو شو لوبو سره ډېره مينه لرم!))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای