CRI Online

يتيمانو د کورنۍ مينه بيا تر لاسه کړه

cri     (GMT+08:00) 2011-11-08 18:07:31

يتيمتوب د هر چا لپاره تراژيدي ده ، خو د چين د شانګ دونګ ولايت د جي بو ښار په جي چوان سيمه کې يتيمانو د پالونکو پلرونو او ميندو د لټولو پروګرام له کبله د کورنۍ مينه بيا تر لاسه کړه .

 د زيږېدنې ورځ دې مبارک شه .

د ٢٠١١ کال د سپتمبر په اوومه نېټه د شانګ دونګ ولايت د جي بو ښار په يو راسټورانټ کې د زيږېدنې ورځې د لمانځنې يوه مېلمستيا جوړه شوه او د خوشحاليو په فضا کې د سون شياو تونګ پالونکي پلار هغې ته نيکې هيلې وويلې :تونګ تونګ ، ته بايدپه زده کړه کې کوشش وکړئ، په ټولنه کې ډير مهربانه وګړي زما په شان ستا د زده کړې ملاتړ وکړي تر څو ستا د ژوند هدف رېښتيا شي .

١٥ کلنه سو شياو تونګ يوه داسې نجلۍ ده چې په ٣ کلنۍ کې يې مور له لاسه ور کړه او ورپسې يې په ١٣ کلنۍ کې پلار مړ شو چې له امله يې يتيمه شوه.هغې وويل  ژوند مې له ناهيلۍ څخه ډک و او احساس مې کاوه چې ټول مې له لاسه ور کړي و .

د ښاغلي جياو تيان بياو تر لارښود لاندې سون شياو تونګ د ژوند له سيوري څخه وتلې ده ،د ياد شوي پروګرام له لارې ښاغلي جياو د نجلۍ سون شياو تونګ پالونکي پلار ګرځېدلی دی چې له امله يې يې له نيکمرغه او خوشحاله ژوند څخه برخمنه شوه .

د سو شياو تونګ په شان يتيمان چې د خپل پالونکي پلار و مور په مټ له سيوري څخه وتلی ، په جي چوان سيمه کې ډېر دي .يوه بله ١٦ کلنه نجلۍ جانګ پو جي همغسې نجلۍ ده چې دری کاله دمخه يې پلار و مور په نيم کال کې د ناروغۍ له امله له دنيا څخه لاړل .جانګ پو جي وويل ( ډيره غمجنه ومه چې له همټولګۍ سره په لفظي شخړه کې راته ويلی چې ته له پلار او مور يتيمه شوې يې.

د جي چوان سيمې د کورنۍ پلان د جوړولو ادارې مشرې ميرمن وانګ لي جون تر اوسه پورې هغه حالت ددې له ذهنه نه دی وتلی چې د جانګ پو جي په کور کې مې لېدلی دی چې کور يې تور تياره و او سپين سری يې غمجين او سترګې اوښلنې ښکارېدې او ١٣ کلنه نجلۍ جانګ پو په بې روحه د مړه شويو پلار ومور عکسونه ليدل. وانګ لي جون وويل د نجلۍ جانګ له کور څخه تر وتلو وروسته مې خوب نه شوم کولی او په پر له پسې دوه دريو ورځو کې په غمونو کې ډوبه شوم .

تر هغه وروسته ميرمن وانګ په ګرده سيمه کې د يتيمانو په باب هغه معلومات تر لاسه کړل چې په دغه سيمه کې د جانګ پو جي په شان د يتيمانو شمېر څه باندې سل تنه دي چې تر ټولو کشر يې يوازی يو کلن دی .د کورنۍ پلان تګلارې په مروجولو سره اوس زياتره يتيمان څوک يې حتی سرپرست هم نه لری چې له امله يې د ميرمن وانګ په زړه کې هغه خيال رامنځته شو: اوس مهال دغه يتيمان له ستونزو سره مخامخ دي . د دغه حالت په وړاندې زموږ حکومتي څانګې نشی کولی چې لاس په زنې ور ته کيني، نو فکر مې وکړ چې د دوي لپاره پالونکي پلار و مور پيدا کړي.

په همدې وجه د ٢٠٠٨ کال د جولاۍ په يوولسمه نېټه د شانګ دونګ ولايت د جي بو ښار د جي چوان سيمه د کورنۍ پلان ادارې د هېواد تر نورو سيمو مخکی نوموړي پروګرام پيل کړ چې په ښاريانو کې مثبت غبرګون ښودل شوی او ښاغلی جياو تيان باو پر لومړنی وخت د نجلۍسو شياو تونګ پالونکي پلار ګرځېدلی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای