CRI Online

د تبتي ړندو ماشومانو هيله

cri     (GMT+08:00) 2011-11-15 08:25:10

تبت د نړۍ بام دی او هلته اسمان ابی دی او واورينې څوکې تک سپينې دي ، نو ويل کېږي چې تبت بېلا بېل رنګونه لری او ښکلا يې د خلکو له ياده نه ځي ، خو ځيني تبتيان د سترګو ديد د له لاسه ور کولو له امله دغه ښايسته رنګونه نه شی ليدلی .ځکه چې په لوړه کې د سختې لمريزې رڼا له امله په تبت کې د سترګو په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېری دی او د تېرې پيړۍ تر پايه پورې په تبت کې چي نفوس يې يوازی دوه مليونه او څلور لکه تنه وو، نژدې څه باندې لس زره تنه ځايي وګړي د سترګو په ناروغۍ اخته وو.

٢٣ کلنه جي لا د ژي کا ځه سيمې په لا جي علاقه دارۍ کې اوسيږي چې د ماشومتوب په موده کې يې بدمرغه ژوند تېراوه . ځکه سترګې يې په ناروغۍ اخته شوې ،دغه راز دده دوه مشرو وروڼه او پلار هم ړانده شوي دي ، نو ددې کورنۍ ټول څلور تنه نابينايان دي چې له امله يې ډېره غمجنه وه.هغې وويل : زما په کورنۍ کې څلور تنه ټول ړانده دي او د ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. .له دی امله چې پلار و مور مې ويره درلوده چې موږ ټپي شوی وای يا د نورو ماشومانو له خوا ظلم شوی وای ،نو مونږ ته يې اجازه را نه کوله چې له خپل کور څخه ليری ځای ته تللی شو ، نو ځکه زموږ د ماشومتوب موده له غمونو څخه ډکه وه.

په ١٩٩٩ کال کې د تبت د ړندو ماشومانو لپاره لومړنی ښوونځی د لاسا ښار د يوې کوڅې په يو انګړ کې د يوې جرمني اغلې سابوليا لخوا د خپل ميړه په مټ جوړ شو چې په تبت کې يې لسګونه کلونه ژوند تېر کړی دی . د دوي تر لارښود لاندې ړانده ماشومان د لومړني ځل لپاره خپل ځان پيژندلی او پر راتلونکي يې باور ټينګ کړی دی. ددې ترڅنګ دوی په تبتي ژبه د ړندو وګړيو لپاره خاص برجسته خطونه ابتکار کړی چې له دې امله يې لکه د ړندو ماشومانو په زړونو کې رڼايي راوستلې ده .اغلې سابوليا وويل  د زياتو وګړيو په أند د ړندو کسانو نړۍ تورتياره ده ، خو له حقايقو څخه څرګنديږي چې د هغوي نړۍ رنګارنګ ده .د زياتو دوستانو او اړوندو څانګو په مرسته لازيات وګړي زمونږ ښوونځي ته ډېره پاملرنه اړوي . مونږ ور څخه ډېره مننه کوو او په دې خوښ يو چې لازيات دوستان د ړندو ماشومانو د ژوند په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره زمونږ ښوونځي ته راځي .

خبر يال چې دغه ښوونځي ته ننوت ، و يې ليدل چې ړندو ماشومانو په شوق او ذوق سره لوبې کولې .که څه هم زياتره ماشومان پر ځان لوړ باور نه لري او نه غواړي چې له نورو ماشومانو سره د نظريو تبادله وکړي، خو ورو ورو يې ځينې پوهې او فني توان خپل کړی دی.

د دغه ښوونځي د جوړېدو په لومړيو ورځو کې د زده کوونکيو شمېر ډېر لږ و .خو بختوره خبره دا ده چې د جي لا ترور د ښوونځي د جوړېدو خبر واورېد ،پر وخت يې جي لا ته خبر ور کړ چې له دې کبله جي لا او خپل وروڼه په ښوونځي کې شامل شول او جي لا په ښوونځي کې د څو کلونو زده کړې له برکته پرته د چين د ملي ژبې نه انګليسي ژبه يې هم فصيحه او حتی د کلي داسې يوازنۍ نجلۍ ګرځېدلی ده چې په په انګليسي ژبه له بهرنيانو سره خبرې کولی شي . اوس مهال جي لا د خپل ښوونځي د يوې اداري کارکوونکې په توګه ګمارل شوې او د انګليسي ژبې او اداري تجربو د زده کړې لپاره يې له امريکا، بريټانيا او هند څخه ليدنې کړې دي. هغه پر دې وياړي :  نورو هېوادونو ته له تګ مخکې د پاسپورت اخيستلو لپاره د ولسوالۍ د عام امنيت ادارې ته تللی وم، پوليس په دې شکمن و چې يوه ړنده نجلۍ څنګه بهرني هېواد کې سفر وکړي .

ړندو ماشومانو ته د پاملرنې له امله په نوموړي ښوونځي کې د زده کوونکيو شمېر د ښوونځي د جوړېدو په پيل کې له شپږو تنو څخه څه باندې اويا تنو ته زيات شوی او تر اوسه پورې لازيات همدغسې ماشومان راجلبيږي .اوس مهال د لومړنې ډلې زده کوونکي د ژوند فني توان خپل کړی او په خپلو لاسونو يې نيکمرغه ژوند جوړ کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای