CRI Online

ړنده پروفېسره يانګ جيا

cri     (GMT+08:00) 2011-11-18 16:19:10

د سترګو ديد له لاسه ور کول د هر چا لپاره تراژيدي ده . خو زيات نابينايان په خپلې ټينګې ادارې له تيارې څخه وتلي دي .د چين د جيو سان ټولنې غړې او د علمي اکاډمي د فوق ليسانس انسټيټيوټ ړندې پروفېسرې يانګ جيا چې په ٢٩ کلنۍ کې يې د سترګو ديد له لاسه ور کړی ،د خپلو ډېرو هڅو او کوښښونو له لارې نه يوازې خپلو تعليمي چارو ته دوام ور کړی بلکې د امريکا د ډېر مشهور پوهنتون هاواد د جوړېدو له دريو سوو کلونو راهيسې يوه داسې بهرني زده کوونکې ګرځېدلې چې د عامې ادارې تخصص د ماستري درجه يې تر لاسه کړې ده.د دې ترڅنګ هغه د دوو ځلو لپاره د م م د معيوبينو د حقونو د کميټې د مرستيالې په توګه وټاکل شوه.

پروفېسره يانګ جيا چې په ١٩٦٣ کال کې د چين د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې زيږېدلې ، د ماشومتوب په موده کې دا خوب درلود چې يوه عالمه وګرځوي .په پنځلس کلنۍ کې په پوهنتون کې ومنل شوه او په ٢٤ کلنۍ کې يې د چين د علمي اکاډمۍ د فوق ليسانس په انستيټيوت کې د يوې ډېرې ځوانې ښوونکې په توګه هم وګمارل شوه ، خو له بده مرغه په ٢٩ کلنۍ کې يانګ جيا د بينايي عصب د خرابوالي له امله ړنده شوه . په همدې وخت کې يادې شوې ټولنې چې د چين له ديموکراتيکو ګوندونو څخه يو دی او د عالي رتبه وو علمي او تخنيکي پرسونلو لخوا جوړېږي، له روحيې لحاظه د يانګ جيا زيات ملاتړ کړی چې په پايله کې يې خپلو تعليمي چارو ته دوام ور کړی دی.هغې وويل د سترګو ديد له لاسه ور کولو وروسته ډېره خپه شوم ،خو د جيو سان په نوم علمی ټولنه لکه يوه لارښوونکی څلی دی ، نو زما اوستاذ ته مې ويلی کولی شم چې په دغه ټولنه کې ګډون وکړم ؟ استاذ هوکړه ځواب راکړ: .بختوره خبره دا وه چې ژر په دغه ټولنه کې شامل شوم او مرسته مې تر لاسه کړه.

په دغه ټولنه کې تر شاملېدو وروسته يانګ جيا د خپل استاذ او نورو غړو په مرسته خپل ژوند او کار بيا تنظيم کړی دی. دې د ړندو وګړيو لپاره د برجسته خطونو په زده کړې پيل وکړ او په خپلو تعليمي چارو کې دومره سخت ګير وه چې ټولې دندې په لا ښه توګه سر ته ورسوي .هغې وويل  هېڅکله مې زده کوونکيو ته نه دی ويلی چې زه پوره ړنده شوي يم.د پخوا په پرتله تعليمي کيفيت او سويې ته په نوره درنه سترګه ګورم او د درس هر جز ته پام کوم .په عين وخت کې د کمپيوټر په وسيله د زده کوونکيو تکاليف سموم .

په ٢٠٠٠ کال کې يانګ جيا بيا د خپلو هلو ځلو له لارې د امريکا د مشهور هاوارد پوهنتون له خوا ومنل شوه چې د عامې ادارې تخصص په نړۍ کې لومړنی ځای لري او ددې استاذ په دې تخصص کې ډير مشهور استاذ دی ، درسي پروګرامونه يې ډېر په زړه پوري وو او کله کله د تصويرونو او عکسونو له لارې خپلې نظريې څرګندولې چې دا د ړندې يانګ جيا لپاره يو ستونزمن کار و .هغې وويل درسونه مې زيات وو او لوستي اندازه مې هم ډېره وه چې هر درسي کتاب پنځه سوو پاڼې لری .د زده کړې وخت حتی د زياتو ټولګيوالو لپاره کافی نه و .د هغوي په پرتله زما هېڅې ډېرې وې.

يانګ جيا د څو کالو نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې په بريالۍ توګه د زده کړې دنده تر سره کړه او له ټاکلي موخې څخه زيات درسونه زده کړل چې له امله يې له پوهنتون څخه د فارغېدو په مراسمو کې د پوهنتون د مشر له خوا وستايل شوه او حتی څو زرو تنو ښوونکيو او زده کوونکيو د دغې ړندې بهرنې زده کوونکې لپاره په اوږدو چکچکو سره د خوشحالۍ نارې ووهلې .يانګ جيا په خپلو عملياتو هغه حقيقت ثابت کړی چې چينايان ډېر غوره دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای