٢٠١١ کال د هنګري فقيد نامتو د کلاسيکې موسيقۍ پوه فرانز ليسزت د زېږېدنې له ٢٠٠ کاليزې سره برابر ده، استراليايي پيانو وهونکی ليسلي هوارد چې د موسيقي پوه ليسزت لخوا کمپوز شوی اثار په ښه توګه غږولای شي ، په وروستيو ورځو کې د چين په ملي لوی تياترکې د ليسزت چيني مينوالو ته يوه په زړه پورې سولو اجرا کړ.
ښاغلي ليستلي هوارد په ١٩٤٨ کال کې د استراليا په Melbourne کې زېږيدلی او د وړکتوب په موده کې يې د موسيقۍ په برخه کې له نورو کوچنيان څخه لوړ ذاتي استعداد درلود. د هغه د وړکتون ښوونکې د پيانو وهلو ترڅنګ ماشومانو ته سندرې ورزده کړې ، خو د هوارد په اند، په کيڼ لاس د ښوونکې لخوا وهل شوې همنوايي د ښي لاس په وسيله له وهل شوي اهنګ سره همغږي نه وه، نو يوازې دوه کلن هوارد خپله ښوونکې يوې خوا ته ټېلوهله او پر ځای يې پيانو ووهله .
(( زما په اند، دې د پيانو په وهلو هيڅ بلديت نه درلود، خو که سم اهنګونه واورئ، که تاسې په غور فکر وکړئ ، باور لرم چې زياتره کسان دا توان به ولري چې د خپلو غوږونو له لارې همغږي په قالب برابر اهنګونه په سمه توګه تشخيص کړی شي.))
په ١٩٧٢ کال کې ښاغلي هوارد د دايمي استوګنې لپاره لندن ته په کډه تللی او له ١٩٨٨ کال څخه راپدې خوا يې د بريټانيا د ليسزت ټولنې د مشرۍ دنده په غاړه لري چې دغه ټولنه د ليسزت ډېره قديمي ټولنه بلل کېږي . نو ښاغلي هوارد د ليسزت اثارو د غږولو، د موسيقۍ نوټونو د راغونډولو او څېړلو په برخه کې ډېر شهرت لري . په روان سولو کې ټولې غږول شوې نغمې د هوارد لخوا په غور وټاکلې شوې. هوارد د هسپانوي ولسي سندرې د يادونې په ترڅ کې چې له نوموړو نغمو څخه شمېرل کيږي، داسې وويل:
(( د هسپانوي ولسي سندرې نوټ نه دي چاپ شوي، ليسزت د دی نوټ او نورو نسخو په وړلو سره د جرمني وېما ښار ته تللی او هلته يې د يوه کند کتور په توګه دنده ترسره کړه ، خو دغه اثار يې نه دي منظم کړي . ترڅو چې په ٢٠٠٩ کال کې دغه اثار د لندن د ليسزت ټولنې لخوا چاپ شوي دي. د دې ټولنې د مشر په توګه مې د دغو اثارو د چاپولو د بهير په اړه ليکنې هم وکړلې.
ښاغلي هوارد د ليسزت هغه په زړه پورې اثار د چيني نندارچيانو لپاره وغږول چې دده لخوا په دقيق ډول ترتيب او تيار شوي و.
ښاغلي هوارد وويل ( اواز) زما په اټکل فيګارو او دون ګيواني په نامه نغمه په چين کې نه ده ښودل شوې . ليسزت په خپل ټول عمر کې د پيانو يو زرو څلور سوه نغمې ليکلې وې ، خو معمولي پيانو وهونکي ډېر تر ډېره دده شل نغمې غږولی شي. له دې امله چې د پيانو په اړه دومره زياتې نغمې موجودې دي، نو هيله من يم چې لا زيات مينوال د ليسزت له لا زياتو خوږو او ښکليو نغمو له اورېدو څخه خوند واخلي . ښاغلي هوارد يو بل ستر برياليتوب هم ترلاسه کړ . هغه د ١٤ کلونو په موده کې ٩٩ ريکارډونه ثبت کړي چې عمومي وخت يې ٧٢٢٥ دقيقو ته رسيږي او پکې پيانو وهلو په هکله د ليسزت لخوا ليکل شوي ټول اثار شامل دي چې د دغې کارنامې له امله ښاغلي هوارد د جينيس نړيوال ريکارډ ټينګ کړ.د هنګري ولسمشر هوارد ته د هنګري کلتور د ملاتړ په نامه د وياړ ميډال ورکړ .
د ښاغلي هوارد په نظر، په وروستيو کلونو کې، په هنګري کې د دې هېواد د موسيقۍ اثارو د ساتلو په برخه کې ډېر ارزښتناک کارونه ترسره شوي دي. په تيره بيا په تيرو ٤٠ کلونو کې په دی هېواد کې د ليسزت د اثارونو د راټولېدو کارونه ترسره شوي دي.
(( هرکله چې په تاريخ کې د هر تمدن نوم ياديږي، موږ د هغه وخت اقتصادي حالت يا د وګړيو د ژوند سويه له ياده نه باسو.په تيره بيا تر هر څه لومړی د هغې زمانې د هنر يادونه کوو چې د لاسونو په وسيله ابتکار شويدي لکه انځورونه، ودانۍ او د موسيقۍ الې او نغمې .))
هوارد د چين د لرغونې موسيقۍ د ساتنې په اړه هم داسې وويل، ((زما په اند چين بايد د خپلې موسيقۍ ساتنې ته لازياته پاملرنه وکړي ، نه دا چې په پټو سترګو لويديځي موسيقۍ وغږول شي او خپلې موسيقۍ له پامه وغورځول شي. د دوديزې چيني موسيقۍ ساتنه يو ارزښتناک کولتوري کار دی.))
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |