CRI Online

د يوه لاوسي زده کوونکي خوب

cri     (GMT+08:00) 2011-11-23 13:18:49

ګرانو دوستانو! مشهور سندرغاړی ليو ده هوا د هانکانګ له څلورو لويو ستوريو څخه شمېرل کيږي ، خو په بېجينګ کې د چين د خبري رسنيو په پوهنتون کې د ليو ده هوا نومی يو لاوسي زده کوونکی هم شته چې دده چيني ژبه ډيره فصيحه ده خبرې کولای شي او په ښه ډول سندرې ويلای او نڅا کولای شي ، دغه راز د چيني ژبې پل په نامه په چيني ژبه د وينا کولو په سيالۍ کې د درېيم درجې جايزه ګټونکی هم و ، هغه خپل ځان داسې معرفي کړ:

(( سلامونه ، زما چيني نوم ليو ده هو دی چې له لاوس نه راغلم، خندا مه کوه! زما چيني نوم له سندرغاړي ليو ده هوا سره يو شان دی ، ځکه چې زما مور دده وفاداره مينواله ده.))

د ليو ده هوا لاوسي نوم بوياون تيپاپن دی او د لاوس له شاوان نه راغلی دی . هغه په لاوس کې له لېسې نه تر فارغېدو وروسته د لاوس د ملي پوهنتون د چيني ژبې په څانګه کې شامل شو او هلته يې د چيني ژبې د زده کړې په موده کې د چيني ژبې پل په نامه د محصلينو د وينا کولو په نړيوالې سيالۍ کې چې د چين د کنفوسيوس پوهنځي لخوا جوړه شوې ،دوه ځله ګډون کړی او لاس ته راوړنې يې ګټلې دي. هغه وويل:

(( ډېر غواړم چين ته لاړ شم، که په لاوس کې د لومړنۍ درجې په جايزه ووياړل شم ، د لاوس په استازيتوب به د وروستې سيالۍ د ګډون لپاره چين ته تلی شم.))

د ليو ده هوا مور او پلار د چين له کلتور سره ډېره مينه لري، نو له کوچينيتوب نه يې خپل زوی د چيني ژبې ښوونځي ته وليږه. د وروستيو کلونو راهيسې، د چين او لاوس د اقتصادی او سوداګريزی همکارۍ په لانژديوالي سره د چيني ژبې د زده کولو توده څپه د لاوسي ځوانانو ترمنځ راپورته شوې ده. ليو ده هوا په دې اړه داسې وويل:

(( په وروستيو کلونو کې ، نه يوازې په ملي پوهنتون کې، بلکې په وينتيان ښار کې ، ان چې په ګرد لاوس کې د چيني ژبې د زده کولو مينه وال زيات شوي دي . حکومت د دې لپاره بيلابيلې سيالۍ جوړې کړې دي ، مثلا د چيني سندرو ويلو سيالي او داسې نورې چې ډېر چيني ژبه مينه وال يې راجلب کړي دي. په دغو سياليو کې مې د ګډون له لارې څه ناڅه تجربې هم ترلاسه کړې دي.))

د ٢٠٠٨ کا ل د مې په ٧ مه نېټه د چيني ژبې پل په نامه د محصلينو د وينا کولو د اوومې دورې نړيوالې سيالۍ د لاوس سيمه ييزې سيالۍ لومړنی پړاو د لاوس په ملي پوهنتون کې ترسره شو. ليو ده هوا د دغې سيالۍ د ګډون په هکله داسې وويل:

(( په هغه سيالۍ کې ټول ګډون کوونکي د ملي پوهنتون زده کوونکي وو، د استعداد د څرګندولو په کړۍ کې مې چيني سندره وويله چې د نندارچيانو لخوا په چکچکو بدرګه کېده.))

د ليو ده هوا په نظر ،په چيني ژبه د وينا کولو سيالی نه يوازې سيالي ده ، بلکې د نورو هېوادونو او چين ترمنځ د نښلولو يو پل په توګه بلل کيږي چې له لارې يې د نړۍ په بيلابيلو ځايونو کې د چيني ژبې مينه والو ترمنځ دوستي نور هم پياوړې شي.

((د چيني ژبې پل په نامه سيالۍ کې د چين او نورو هېوادونو د ډېرو ملګرو پيژندنه زما لپاره په سيالۍ کې د جايزې له ګټلو نه مهم کار دی .))

له دې امله چې ليو ده هوا په نوموړي سيالۍ کې برياليتوب ترلاسه کړی، په ٢٠٠٩ کال کې يې د بېجينګ د ژبو په پوهنتون کې د چيني ژبې د يو کال زده کړې فرصت لاس ته راوړ. له هغه نه وروسته ليو ده هوا د خپلو کوښښونو له لارې د چين د خبري رسنيو پوهنتون د چيني ژبې د نړيوالې ښوونې په تخصص کې د فوق ليسانس درجې د لاس ته راوړلو لپاره شامل شو. ليو ده هوا وويل چې ده غواړي د په خپل مورنی پوهنتون يعنی د لاوس ملي پوهنتون کې د چيني ژبې د يو ښوونکې دنده په غاړه ولري.

(( د ډېرو کلونو لپاره د چيني ژبې د زده کړې او د چيني کلتور د پيژندنې له لارې دا نظر لرم چې د چيني ملت کلتور ډېر لرغونی او غني دی. زما خوب چې چين ته لاړ شم، ريښتنی شو، غواړم د دغه هېواد لا زيات مالومات لاس ته راوړم او هم هيله من يم چې د چين او لاوس ترمنځ د دوستۍ د نژدې والی لپاره خپل لازم خدمت ترسره کړم)).

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای