CRI Online

ډاکټر لي جن شي د قزاقي مالدارانو لپاره بې غرضه خدمت کوي

cri     (GMT+08:00) 2011-11-25 19:31:41

ډاکټر لي جن شي چې د چين د شينجيانګ د اويغوري قوم د خپلواکې سيمې د ارومچي ولسوالۍ په تيان شان دره کې اوسيږي ، د دغې ولسوالۍ د تولي علاقه دارۍ د کلينيک مشر دی او په تېرو دېرسو کلونو کې يې د قزاقي مالدارانو لپاره خپل بې غرضه خدمتونه تر سره کړي چې له امله يې د سيمه ييزو وګړيو له خوا ستايل کيږي.

دری پنځوس کلن لي جن شي چې ونه يې ټيټه ده ، په تېرو زياتو کلونو کې يې له قزاقي مالدارانو سره هميشني تماسونه نيولي، نو قزاقي ژبه يې ډيره فصيحه ده حتی په مورنۍ ژبې يعنی د چين په ملي ژبه د خبرې کولو په وخت کې قزاقي تلفظ لري .

څه موده دمخه لي جن شي چې د نوبتي تشخص لپاره مالداري سيمې ته ورغلی ، په بای جيان کلي کې له خپل دوست بېشان بيک سره مخامخ شو او د خپلوانو په شان يې په خوشحاليو سره يو بل ته سلامونه وويل  وروره څنګه يې، جوړ يې ، په خير يې .کار دې بوخت دی ؟

د دوو ملګرو ترمنځ دوستي د تېرې پېړۍ له اوومې لسيزې څخه ټينګه شوه چې پرهغه مهال لي جن شي د يوه کليوال ډاکټر په توګه له ګان سو ولايت څخه د شينجيانګ بای جيان کلي ته ورغی . له دې امله چې بېشان بېک د نوموړي کلي د ګوندي کميټې منشي و او د کلي له هغو څو تنو څخه يو و چې د چين په ملي ژبه پوهيږي .لي جن شي ورو ورو ور سره اشنا شو او ژوره دوستي يې هم ټينګه شوه.

د توري علاقه دارۍ چې له سيمه ييزې ولسوالۍ څخه په اووه دېرش کيلو مترۍ کې پرته ده، څلور زره مالداران او بزګران لري چې د خرابو ترانسپورتي شرايطو له امله د ناروغيو د درملنې له ستونزو سره مخامخ وو . نو ځکه په ١٩٩٢ کال کې ډاکټر لي جن شي يو ګرځنده تليفون واخيست که ناروغانو ور سره تليفون کړی وی، نو دی به حتمأ د درملونو بکس په وړلو سره د دوي کورونو ته تلی وای . بېشان بېک په متاثره توګه وويل  که هر وخت څه وي، څو چې تليقون مو ور سره کړی وی، هغه به سمدستي د ناروغانو د تشخص لپاره له کوره وتلی وای .

په توري علاقه دارۍ کې له کاري وخت څخه تر اوسه پورې ډاکټر لي جين شي د دوو لکو سيمه ييزو وګړيو لپاره د ناروغيو تشخيص کړي دي او کلينيک دده کور ته ورته دی . قزاقي مالدارانو ته د ناروغيو د پروخت درلمنې لپاره هغه هميشه په کلينيک کې اوسېږي .د ٢٠٠١ کال په ژمي کې د يانګ چون ګوو په کلي کې چې د ده له کلينيک څخه اويا کيلو متره لېرې دی ، يوه قزاقي حامله ښځه د زياتې وينې د بهيدو له امله له خطر سره مخامخ وه، خو په هغه وخت کې په کلينيک کې د جراحۍ عملياتو د تر سره کولو شرط نه و، ډاکټر لي جن شي په داسې حال کې چې د هوا د تودوخې درجه له صفر څخه دېرش ټيټه وه ، پر وخت دغه ښځه د اورومچي د دوستۍ روغتون ته ليږدولې چې ښځه په اخر کې د مرګ له پولې څخه وژغورل شوه.

قزاقي مالداران هغه عادت لري چې د ډوډۍ پخولو په ترڅ کې ډېرمالګي اچوي او زياتې غوښې او لږ سابه خوري چې له امله يې د وينې فشار پر ناروغۍ د اخته شويو قزاقيانو شمېر ډېر دی .څرنګه چې لي جن شي د دغې ناروغۍ د درملنې په برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. نو هغه تل پر وخت دغه ناروغان له خطر څخه ژغورلي دي . اويغوري ښځه انور ګولي وويل د ٢٠٠٦ کال په اګيست کې مې پر مځکه وغورځوله چې له امله مې زړه ضربان پرې شول .ډاکټر لي جن شي ما ته ويلی چې ته د زړه په ناروغۍ اخته شوی او پر وخت يې ژغورلی وم ، ور پسې کله نا کله زما د حال احوال پوښتنې لپاره زما کور ته راځي ، نورور څخه ډېره مننه کوم.

سربېره پردې ډاکټر لي جن شي تل تر خپلې وسې پورې له بې وزلو ناروغانو سره مرسته کړي او کوي يې چې له امله د سيمه ييزو وګړيو په زړونو کې محبوبيت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای