CRI Online

د يون نان د پوعر نومي چای ښه نړيوال بازار لري

cri     (GMT+08:00) 2011-12-05 14:52:58

ګرانو اوريدونکيو، کله چې د چای په هکله خبرې کېږي، د چين په هکله ډول ډول خاطرې ژوندی کېږي.د تاريخي سندونو له مخې تر نورو هېوادونو مخکی چينايانو څو زره کاله دمخه چای وروزل او و يې څښل .د چای له زياتو ډولونو څخه د پوعر نومي چای د اوږد تاريخ، د چای جوړولو د ځانګړي تکنالوژۍ، ښه بوي او د روغتيا ساتنې د ښه رول له امله ډير شهرت لری.

د پوعر چای د چين د يون نان ولايت په پوعر کې له شين چای څخه د تخمير له لارې چمتو شوی يو ډول تور چای دی او د چين د چای په کلتور کې مهم ځای نيسي.خو د پر له پسې کلونو د جګړو او ناروغيو د خپرېدا له کبله سل کاله مخکې د دغه چای توليد ورو شوی و او تر ١٩٩٣ کاله پورې د پوعر چای د لومړي فېستوال او هغه فعاليت د ترسره کولو له لارې دغه چاي بيا د خلکو پام راجلب کړی دې چې په ٢٠٠٥کال کې د سلو اسونو يو کاروان له يون نان ولايت څخه بېجينګ ته پوعر چاي راليږلي دي . د يون نان ولايت د پوعر ښار د چای ټولنې سر منشي جو جي ان د دغه ډول چای د تاريخ د يادونې پر مهال وويل :سل کاله مخکې د جګړو او ناروغۍ د خپرېدا له امله د پوعر چای توليد وځنډول شو .د چين د ولسي جمهوريت له جوړېدو وروسته د خلکو بنسټيزې اړتياوې په اوږده موده کې نه شوای پوره کيدای ، نو د پوعر چای د څښلو عادت هم د خلکو له ياده لاړ شو او تر ١٩٩٣ کال پورې د پوعر چای د مروجولو په غرض د اړوندو فعاليتونو د تر سره کولو په برکته دغه ډول چای بيا د خلکو پام راجلب کړي او کوي يي.

د پوعر چای معاملې لرغونی تاريخ لري او د چای د حمل و نقل په اثر د چا ما په نوم لرغونی لار چې په چيني ژبه چا د چاي او ما د اس مانا لری ، رامنځته شوه او په دی توګه د پوعرچای د چين نورو سيمو او حی د نيپال،جاپان او هند په شمول ډېرو هېوادونو ته پلورل کيدل او نړيوال مهارت يې هم تر لاسه شو.خو د چين په جديد زمان کې د دغه چای د توليد درېدلو له امله په نړۍ کې د پوعر اغيزمن ځواک هم کمزوری شو.سر منشي جو جي ان وويل :په وروستيو کلونو کې دننه په هېواد کې د پوعر چای د بيا سمسورتيا سره سره په نړۍ کې اغيزمن ځواک يې هم غښتلی شوی په تېره بيا په جنوب ختيځه اسيا کې ،خو دغه اغيزه لاهم لږه ده .د پوعر چای په عمده توګه ماليزيا او سينګاپور ته صادريږي ، خو اغيزمن ځواک يې په پوره توګه نه دی اعاده شوی او عمده مشتريان يې په ماليزيا کې اوسيدونکي چينايان دي .که څه هم دغه ډول چای هم نورو پرمختللو هېوادونو ته پلورل کيږي ، خو د پلورنې اندازه يې ډېره لږه ده.

د ښاغلي جو جي ان د معلوماتو له مخې اوس مهال د پوعر چای صادراتي اندازه کال په کال په ثابته توګه زياتېږي،خو د زياتوالي انډول يې هم ورو دی .د پوعر چای چې پخوا يې د هاضمي قوې د قوي والي لپاره د يوه ډول درمل په توګه اروپايي او امريکايي بازارونو ته ننوتل ، اوس د مشروب په توګه څښل کيږي .ريښتيا ده چې د چای په تېره بيا د پوعر چای بايد د ٢١ مې پېړۍ د يوه داسي مشروب په توګه وګڼل شي چې د خلکو روغتيا ته ګټه رسوي.ځکه د پوعر چای له دې امله چې د ودې چاپيريال يې ککړ نه دی ، نو د نورو ډولو چای په پرتله خپلې ځانګړتياوې لري.

د پوعر چای په نوم د مجلې مرستيال هوانګ يان وويل :. زما په اند په نړيوال بازار کې د پوعر چای د خپرېدا امکانان زيات دي ، ځکه چې دغه چای د روغتيا ساتنې لپاره خپل ځانګړی رول او ايکولوژيکي کاري توان لري .په دی وجه زما نظر دا دی چې د پوعر چای به هرو مرو د نړيوالو لخوا د پاملرنې وړ چای وګرځي .

په وروستيو کلونو کې د يونان ولايت په تېره بيا د پوعر ښار د دغه ډول چای د مروجولو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي او کوي يې .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای