CRI Online

د څانګ جو د وو شو لوبو له ښوونځی نه د سي ار اي راډيو د خبريالانو ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-05 19:47:48

د چين د هه بی ولايت څانګ جو سيمې وګړي له لرغونې زمانې راهيسې د خالصو، ساده ، زحمتکښو او زړه ورو وګړيو په نامه شهرت لري او هلته د وو شو ٥٢ ډوله لوبې مروجې شوېدي چې له امله يې د چين د وو شو لوبو د سرچينې په توګه بلل کيږي. د يادولو ده چې وو شو يا ګونګ فو د وسلو او سوک په وسيله يو ډول ورزش دی . په وروستيو ورځو کې د سي ار اي راډيو خبريالانو ثانګ جو سيمې ته تللی او هلته يې د چينګ ولسوالۍ د پانګو وو شو لوبو له ښوونځي څخه او دغه راز هم د منګ څون ولسوالۍ د با جي چياون له نړيوال روزنيز مرکز نه ليدنه وکړه. د خپرونې په نننې کړۍ کې به تاسو ته د روانې ليدنې په هکله معلومات وړاندې کړم.

د چينګ ولسوالۍ د پان ګو د وو شو لوبو په ښوونځی کې خبريال د دي ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو په زړه پورې نندارې ولېدلې چې د ښوونځي مشر ددې نندارې مشرۍ وکړه . په ننداره کې يو بهرنی چې ونه يې ډيره جګه ده ، د نندارچيانو سترګې ور ته اوښتی دی.که څه هم هغه اته څلويښت کلن دی ، خو د غټ شمشير ننداره يې ډېر معياري ده. هغه ډنمارکي دی او چيني نوم يې شي من دی او د تيان جين ښار د يو شرکت کارکوونکی دی او په فارغ وخت کې يې د وو شو لوبو د زده کولو لپاره د پان ګو د ووشو لوبو ښوونځی ته راځي او دلته يې ډير ملګري پيژندلي دي. هغه وويل:

(( د وو شو لوبو زده کول نه يوازی د ځوانانو يا سپين ږيرو ، ډنګرو يا غټو کسانو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي ، د ځوانيتوب په موده کې مې له باسکټبال او فوټبال سره مينه درلوده، خو اوس مې د وو شو لوبو په زده کولو پيل وکړ او يقين دی چې وو شو ما ته بدني روغتيا او د چينايانو دوستي رسولی شی .ښاغلي ليو ليان جون د پان ګو د وو شو لوبو ښوونځي بنسټ ايښودونکي او رييس دی ، هغه د دغه ښوونځی د جوړولو په هکله داسې وويل:

((زما موخه وو شو لوبې زياتو مينوالو ته ورزده کول دي . اوس په دې ډېر خوښ يم چې ډير زيات ماشومان دغه لوبې ښه زده کوي .))

د چينګ ولسوالۍ د پان ګو وو شو لوبو له ښوونځي نه د ليدنې وروسته موږ د منګ څون ولسوالۍ د با جي په نامه سوک وهلو نړيوال ښوونيز مرکز ته تللی وو.د منګ څون ولسوالۍ د سوک وهلو ټولنې د ٣٠ مليونو يوانو په لګولو سره د باجي سوک وهلو د زده کولو يو مرکز جوړ کړ چې پکې عصری روزنځی، دفترونه ، دوکانونه او داسې نور تاسيسات، دغه راز انټرنيت، تلويزيون په شمول د ژوندانه او ښوونې تاسيسات هم شته چې يو وار٢٠٠تنه زده کوونکی پکې منل کېږي .

ښوونکي دينګ د څانګ جو د وو شو ټولنې مرستيال دی او دده نيکه ګان د وو شو مشهور استاذان وو. هغه وايي چې د دغو لوبو ټول روزونکو يوه ګډه هيله دا ده چې د چين دغه هنر په ښه توګه مروج شي او زيات کسان د توماس په شان له وو شو لوبو سره مينه ولري او د دغو لوبو د زده کولو لپاره چين ته راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای