CRI Online

د سپين سرې جانګ شو لي په اړه کيسه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-21 16:13:14

نژدې اتيا کلنه سپين سری جانګ شو لي د چين په منځ د هه نان ولايت د جنګ جو ښار د جي جينګ شان د استوګنې په سيمه کې اوسېدنکې ده چې د انټرنټي شبکې د کارولو اووه کلنه تجربه لري او د QQ په نوم د خبرې کولو سوفت د ١٨ لمبرونو په وسيله له يو لکو دېرشو زرو تنو انټرنټي کارونکيو سره اړيکې ټينګې کړې دي. هغې د نوموړي سوفت له لارې د زده کړې ستونزو د ليرې کولو لپاره له ماشومانو سره مرسته کړې او کوي يې . په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغې سپين سرې په باب کيسه را کړم.

هره ورځ د شپې په اتو بجو جانګ شيو لي پر وخت په انټرنټ کې د دغه سوفت په وسيله له ماشومانو او د دوی له پلرونو او مېندو سره د نظريو تبادله کوي.هغې وويل :ماشومان عموما د زده کړې په ترڅ کې د راپېدا شويو ستونزو په باب خبرې کوي ، واوره ، دغه هلک وايي چې د منځني ښوونځي په ثانوي دوره کې خپل سبق پرېښود ، ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ته له کومې ستونزې سره مخامخ يې؟ .

سپين سری جانګ شيو لي يوه ښوونکې وه او په ١٩٩٥ کال کې تقاعده شوه .خو فکر يي کاوه چې بايد د خپلې پوهې په کارولو سره د نورو وګړيو لپاره خدمتونه وکړي. نو لږه موده وروسته يې د سيمې د هلکانو او نجونو مرکز د يوې لارښوونکې په توګه خپله دنده پيل کړه او په وړيا توګه يې د ښووځيو له تعطيل څخه وروسته د زده کوونکو لارښوونه وکړه ، خو و يې لېدل چې د لومړني ښوونځي يو شمېر زده کوونکي د ورځنۍ دندې تر ترسره کولو وروسته کورونو ته بيرته نه تلل ، بلکې د لوبې کولو لپاره انټرنټي کلب ته ننوتل. جانګ شيو لی په دې پوه شوه چې د هلکانو د پېژندلو لپاره بايد لومړي انټرنيټي مالومات خپل کړي. نو د لسو ورځو لپاره د دغه سوفت په وسيله د خبرې کولو مهارت زده کړی دی.هغې وويل : د انټرنټ کارولو د لومړيو مالوماتو تر ګوتو کولو وروسته مې د نورو په مرسته د qqلمبر تر لاسه کړ او پکې مې وليکل چې زه يوه ښوونکې يم او انټرنيټي نوم می له نورو سره مرسته کول د خوښۍ وړ کار دی . خو هېڅ ماشوم جرات نه درلود چې را سره خبرې وکړي.وروسته مې د کيوکيو نوم بدل کړ او ځان مې داسی معرفی کړ چې زما عمر اوولس کاله دي او يوه مزدوره نجلۍ يمه چې په پايله کې زياتو هلکانو په خبرو اترو کې ګډون کړی دی .

ريښتيا ده چې په لومړيو وختونو کې د انټرنيټ په وسيله د هلکانو پر نظريو ښه پوهېدل د اغلې جانګ اول هدف و .خو ورو ورو ځينو هلکانو په انټرنټي نړۍ کې له دغه سپين سرې سره خبرې کړې او د نظريو تبادله يې کړې ده.د دوی په نظر دغه مشره خور د دوی په غمونو او ستونزو ښه پوه شوه.

يو وار يوه هلک په انټرنټ کې جانګ شيو لي ته ويلی چې خپل پلار تل له مور سره جګړه کوله چې له امله يې ډېر خپه شو.نو سپين سرې جانګ شيو لی له هغې ورځې څخه هره ورځ دqq سوفت په وسيله ور سره خبرې کولې او ور ته يې مرسته برابروله. نيمه مياشتې وروسته د دغه هلک د پلار و مور ترمنځ اړيکې بيا ښې شوې هغې وويل : د ورته اختلافاتو د حل لپاره بايد زيات وختونه ولګول شي .خو تر هر څه لومړی بايد د دوي له پلرونو او ميندو سره خبرې وکړم څو چې د دوي لپاره د کورنۍ ښه فضا جوړه شی .ځکه چې زما په أند هر چا ته هوسا او ارامه کورنۍ اړينه ده.

خو د حيرانتيا وړ خبره دا وه چې نوموړي هلک په خوشحاليو سره له جانګ شيو لي څخه د مننې څرګندولو پرمهال په ويډيو کې يوه سپين سرې ليدلې ده ، نه مشره نجلۍ. تر هغه وروسته د جانګ شيو لي په اړه کيسه لازياتو وګړيو ته خپره شوه او جانګ شيو لي هم د انټرنټي سپين سرې په نوم شهرت موندلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای