CRI Online

د مينې يوه کيسه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-21 16:30:40

ګرانو اويدونکيو،د دغې ښکلې سندرې په اوريدو سره تاسې هرو مرو فکر کوئ چې ننني پروګرام پر يوې عاشقانه کيسې پورې اړه لري .سمه ده ، په ننني پروګرام کې د مينې يوه کيسه کوم .

څه موده دمخه ،د چين په شمال ختيځ د لياو نيګ ولايت د شن يانګ ښار جيا شياو دونګ له هم ولايتۍ لي ياو سره واده وکړ چې مينه يې د چين د سه چوان ولايت له يوې بې وزلې نجلۍ سره د ګډې پاملرنې له امله راپيدا شوه .

٣٢کلن جيا شياو دونک چې په بن شي ښار کې د يوې پوځي ادارې افسر دی، کله چې په ٢٠٠٨ کال کې د مې په دوولسمه نيټه د سچوان ولايت په ون چوان کې سخته زلزله وشوه ، جيا شياو دونګ سمدلاسه دوه زره يوانه پيسې حواله زلزله ځپلې سيمې ته وليږله .ور پسې هغه په دې خبر شو چې د چين د پوستي پس انداز بانک زلزله ځپلو ماشومانو ته د زده کړې د لوازمو د برابرولو فعاليت پيل کړ ، نو سمدستي يې په دغه فعاليت کې ګډون وکړ .

د دغه فعاليت تر ختمېدو وروسته جيا شياو دونګ د مرسته منلي ماشوم د ادريس او نوم سره سم هره مياشت دغه نجلۍ ته سل يوانه پيسې لېږلې .هغه وويل په لومړي وخت کې مې و نه غوښتل چې د خپلې مرستې په باب تفصيلات ور ته ووايم. زړه مې کيږي چې له يوې بې وزلې نجلۍ سره مرسته وکړم.خو توان مې ډېر کمزوری و .د هرې مياشتې په پای کې مې پر وخت دغه زلزله ځپلي ماشوم ته د حوالې ليږولو لپاره پوځي کمپ ته نژدې د پوستي زيرمې بانک يوې فرعی څانګې ته لاړم.

په دې وجه بانکي کارکوونکي هم له دغه ځوان عسکر سره اشنا شول چې ٢٥ کلنه لي ياو هم څو څو ځله دده لپاره خدمتونه کړل .جيا شياو دونک وويل دې دا پوښتنه راکړه : حواله ستا خپلوان ته ليږئ ؟ځواب مې ور کړ چې يوې نجلۍ ته يې ليږم .دا ډيره اغيزمنه وه .د هغې په أند زه يو مهربان عسکر دی .

جيا شياو دونګ وويل له دی امله چې د يوه افسر په توګه هميشه بهر ته دندې اجرا کولې، نو دوه ځله يې پر وخت خپله حواله نه شوای ليږلې ، خو د خپلې دندې د ختمېدو وروسته يې هغه حالت کشف کړی چې بل چا دده لپاره هغې نجلۍ ته حواله ليږلې وه.

هغه چا چې د جيا شياو دونک پر ځای نوموړي ماشوم ته حواله ليږلې وه، د نوموړي بانک کارکوونکې لي ياو وه . لي ياو وويل د ده غوره سلوک پر ما ډېره اغيزه کړې ، ور پسې مې د ده په اړه ځينې معلومات لاس ته راوړلي چې بهر ته يې کله کله پوځی دندې تر سره کولې او يا له ځانګړي حالت سره مخامخ و .که زمونږ بانک ته نه وی تللی ، هرو مرو به بيړنی دندې پر غاړه اخيستې وې، نو ځکه د ده پر ځای مې دغه خيراتي عمل ته دوام ور کړ .

د دغې مهربانې نجلۍ د غوره عمل په برکته د دواړو ترمنځ اړيکې نژدې شوې او د مينه يې هم له دغې زلزله ځپلې نجلۍ سره د مرستې په ترڅ کې ژوره شوې ده چې په پايله کې د دغه خيراتي عمل له امله يې واده وکړ .

د روان کال په مني کې دوي دواړو په شن يانګ ښار کې د واده ساده مراسم تر سره کړل او له خپلوانو او دوستانو څخه يې له بې وزليو زده کوونکو سره د مرستې بسپنې راغونډې کړې ،خو له بې وزليو زده کوونکو سره د مرستې کيسه به دوام ولري ، جيا شياو دونک خبريال ته وويل چې د واده په مراسمو کې راغونډې شوي ټولې پيسې به يادې شوې نجلۍ ته وليږي څو چې ددې د زده کړې دندې بشپړې شی. .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای