CRI Online

په چين کې د يوې محلي اوپرا امريکايي زده کوونکې

cri     (GMT+08:00) 2011-12-21 19:02:43


امريکايي پغلی با لي


امريکايي پغلی بالي او د دې چيني ښوونکې

ګرانو اوريدونکو، د چين د محلي اوپرا يوه قطعه د هوانګ مې اوپرا نوميږي چې د چين له پنځو ډوله مشهورو اوپراګانو څخه شمېرل کيږي او د يوې امريکايي نجلۍ لخوا ويل شوې، ايا حيرانه نه يی!! که څه هم څو مياشتې کيږي چې هغه چين ته راغلې ده، خو اوس د چين د هوانګ می اوپرا د مشهورې هنرمندې هان زای فن ښه او تکړه شاګرده ده. د خپرونې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې امريکايۍ نجلۍ چې چيني نوم يې بای لي دی او د هوانګ می اوپرا د زده کولو لپاره چين ته راغلې ده، دروپېژنم.

بای لي چې انګليسي نوم يې Olivia Bran دی، د امريکا د مريلنډ (maryland) پوهنتون د تياتر پوهنځي د دوهم ټولګي زده کوونکې ده. د ماشوموالي په موده کې مور يې کله نا کله د بيلابيلو هېوادونو د کلتورونو په هکله ورسره خبرې کولې او د بيلابيلو هېوادونو دوديزې او قومي نغمو په هکله به يې مالومات ورکول، په هغه وخت کې، بای لي د چين له ولسي موسيقۍ سره ډېره مينه پيدا کړه، په تيره بيا د هوانګ می اوپرا له هغې نه وروسته يې له ختيځ کلتور سره علاقه زياته شوه . هغې په دې دې هلکه داسې وويل:

((په ماشومتوب کې مې هوانګ می اوپرا اورېدلې وه، زما مور د بيلابيل کلتورونو په هلکه په زړه پورې مالومات را کول، مثلا د هسپانيا انځورونه، د چين د هوانګ می اوپرا او خطاطۍ هنر، له همغه وخته زما په زړه کې د هوانګ می اوپرا ډېره ځانګړې وه.

په پوهنتون کې له شامليدو وروسته، بای لي د چيني تاريخ او ژبې زده کول انتخاب کړل او په ترڅ کې يې له يوه چيني الاصله امريکايي ښوونکي هوانګ سره اشنا شوه. ښوونکي هونګ بای لي ته د چين د بېجينګ او هوانګ می اوپېرا ګانو په اړه مالومات ورکړل چې له لارې يې په هراړخيز ډول د چيني اوپېراګانو په هکله معلومات ترلاسه کړي دي. د څو کلونو وروسته، بای لي د هوانګ می اوپرا ډېرې سي ډيګان واوريدلې چې په پايله کې يې د هوانګ می اوپرا ډېرې نغمې زده کړې.

د ٢٠١٠ کال په نومبر کې د هوانګ می اوپرا هنرمندې هان زای فن د يوه هنري پلاوي په مشرۍ د نمايش لپاره امريکا ته لاړه. بای لي په ډېرې خوشالۍ سره ننداره وکتله او په دې هکله يې داسې وويل:

((د هغې نندارې له کتلو وروسته زما په اند، هوانګ می اوپرا ډېره زړه وړونکې ده، ځکه چې د اوپرا لوبغاړيو هر حرکت او د سترګو هره نښه ځانګړې معنی لري، په امريکايي نندارو کې لاسونه او سترګې کوم ځانګړی رول او معنی نه لري، خو په هوانګ می اوپرا کې دغه ډول حرکات ډير جدي او دقيق دي.))

له نندارې وروسته، هان زای فن پريکړه وکړه چې خپلې تياتر هنري جامې ماريلنډ پوهنتون ته د ډالۍ په توګه ورکړي او يوه نجلۍ يې ور وغوښتله چې دغه جامې د ازموينې په توګه يو ځل واغوندي. هان زای فن د نندارچيانو تالار ته ننوتله او يوې نجلۍ ته يې په لاس اشاره وکړه چې دغه نجلۍOlivia نومېدله او هم نننۍ بای لی. هان زای فن څو حرکتونه ترسره کړل او له Olivia يي وغوښتل چې ددې د عمل تکرار وکړي. له لنډو خبرو اترو وروسته هان زای فن هيله څرګنده کړه چې دغې امريکايي نجلۍ ته هوانګ می اوپرا ور زده کړي. د هان زای فن صندق او د امريکا د اړوندو ادارو د يو کال کوښښ له لارې بای لی په روان کال کې د زای فن د هوانګ می اوپرا په هنري انسټيټوټ کې شامله شوه چې له هنرمندې هان زای فن څخه د هوانګ می اوپرا زده کړه وکړي.

حقيقت دا ثابته کړې چې د هنرمندې هان زای فن انتخاب ډېر سم و، بای لی د هوانګ مې اوپېرا په زده کولو کې ډېره کوښښي وه او د دې اوپېر ډېر اصلي نکات يې ژر خپل کړل

څلور مياشتې وروسته به بای لي په چين کې د هوانګ مې اوپرا زده کړه پای ته ورسوله او بېرته امريکا ته ستنه شوله. کله چې موږ ورڅخه پوښتنه وکړه چې وروسته څه پلان لري؟ هغې را ته وويل چې غواړي چې په همدې هکله يوه اوږده ليکنه وکړي چې خپلو ملګرو ته هوانګ مې اوپرا معرفي کړي.

(( غواړم چې هوانګ مې اوپرا امريکا ته ورسوم او خپلو ملګرو ته يې ور وپېژنم. زما په اند چين او امريکا ترمنځ ډېرې هنري اړيکې شته چې نه يوازې د اقتصاد په برخه کې، د هنر په ساحه کې هم د دغو اړيکو ټينګښت ته اړتيا ليدل کيږي. هوانګ مې اوپرا ډېره په زړه پورې او لرغونې هنري بڼه ده، نو امريکايانو ته د دې اوپرا معرفي کول ډېر ارزښتناک کار دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای