CRI Online

له چنګ داو ښار څخه د ملي دوستۍ په نامه د جايزه ګټونکو ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-27 09:26:58


د ملي دوستۍ په نامه جايزه ګټونکو د سي ار اي په ترتيب د چينګ دو ښار د پانډاګانو د تکثير او روزنې له مرکز نه ليدنه وکړه

درنو دوستانو، په دې نسبت چې سږ کال د چين نړيوالې راډيو د جوړيدو له ٧٠ مې کاليزې سره او هم بهرنيو هېوادونو ته د چيني خلکو د راډيو خپرونو چارو د پيل له ٧٠مې کاليزې سره برابر دی ، د چين نړيوالې راډيو هغو بهرنيو ژبو پوهان د ملي دوستۍ په نامه جايزه ووياړل شول، چين ته د سفر بلنه ورکړل شوه څو چې د وروستيو کلونو په ترڅ کې د چين په نړيواله راډيو او ګرد چين کې رامنځته شوي ستر بدلونونه له نژدې وګوري.

د روانې مياشتې له څلو رمې نېټې نه تر اتمې نېټې پورې دغه پلاوي چې د جرمني، روسيې، ناروې ، هند ، پاکستان، بنګله دېش او ډيموکراټيکې کوريا له ١١ تنو پوهانو څخه جوړ شوی و، د چين په جنوب د سېچوان ولايت له مرکز چنګ داو ښار څخه څو ورځنۍ ليدنه وکړه.

څلور شپېته کلن غوديګاچالم د دغه پلاوي تر نورو غړيو ډېر کلونه په چين کې کار کړی و. د هغو ١٢ کلونو په موده کې چې په چين کې يې کار کړی، د چين په نړيواله راډيو کې، ان په ګرد چين کې ډېر ستر بدلونونه رامنتځته شوي وليدل. اووه کلونه وروسته ښاغلي غوديګاچالم چين ته يو ځل بيا راغی او ويې ويل:

(( په تېرو اوو کلونو کې په چين کې ډېر تغيرات رامنځته شوي دي. کله چې له الوتکې نه کښته شوم، د پلازمينې هوايي ډګر ښکلې ودانۍ مې ولېدله ، ډېر حيران شوم چې دغه ودانۍ د تېرو اوو کلونو په نسبت ډېره عصري ده، شک نشته چې دا په نړۍ کې ډېر عصري هوايي ميدان دی! له ١٩٨٣ کال تر ٢٠٠٤ کال پورې د چين په نړيواله راډيو کې مې کار کولو چې په ١٢ کلونو کې مې له ٨٠ مې لسيزې نه تر ٢١ مې پېړۍ پورې په بېجينګ کې رامتځته شوي لوی بدلونونه په خپلو سترګو وليدل. نو ډېر خوشاله يم چې د نړيوالې راډيو د جوړيدو د ٧٠ مې کاليزې په مهال کې ما ته چين ته د بيا سفر بلنه راکړل شوې ده.

چين ته د روان سفر له لارې د ښاغلي غوديګاچالم نه يوازې دلته نوې بڼه احساس کړې ، بلکې هم يې له پخوانيو همکارانو او ښو دوستانو پاکستاني کارپوه برکت ،او کوريايي کارپوه کيم سوتحېنګ سره بيا کتنه وکړه. د تېرې پېړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې، دوی د نړيوالې راډيو په ترتيب سره د مرکې لپاره د چين يو شمېر ښارونو او کليو ته سفرونه وکړل. ويل کيږي چې دوی نه يوازې د ژبې پوهان دي ، بلکې هم د چين په اړه ډېر معلومات لري ، دا سم هغه لامل دی چې په ١٩٩١ کال کې د ملي دوستۍ په نامه جايزې له ټاکلو راپدې خوا د سي ار ای راډيو ١٥ بهرنيو متخصصانو دغه جايزه ګټلې وه.

په څلورو ورځو کې نوموړي پلاوي د چنګ داو د پنډاګانو د تکثير او روزنې له مرکز او نورو تاريخي ځايونو څخه ليدنې وکړې، خو يي جه سيمې دوی ته ډېرې ژورې خاطرې په زړونو پريښې دي . دغه سيمه د دو جيانګ يان ښار دوهم مرکز دی او پکې استوګنځي د سېچوان ولايت د لويې زلزلې ځپلو وګړيو لپاره جوړ شوي دي چې له زلزلې وروسته د بيا رغونې په برخه کې يو نمونوي ښارګوټی ګڼل کيږي. خو درې کاله دمخه دلته ٩٥٪ استوګنځي ويجاړ شوي وو.

د پلاوي توکي غړي بوزی چې د سږکال د دوستۍ جايزه ګټونکی دی، وويل چې له يي جه سيمې څخه د ليدنې له امله هغه سختې زلزلې غمجنې شېبې د ده په ياد کې راغلې دي چې څه موده مخکې د ترکيې په وان ولايت کې شوې وه.

(( دلته مې دوه ټکي ښه پيژندلي دي چې لومړی د چين حکومت او دوهم د چينايانو ترمنځ د يووالي روحيه د زده کولو وړ ده . هيڅ شک نشته چې زلزله يو لوی مصيبت دی ، هره کورنی ښايي غمجنه کيسه ولري، خو له دی زلزلې نه د چيني ملت ځواک په پوره توګه څرګند شوی دی .))

د پلاوي غړي هم د چنګ داو له مشاهيرو، پوهانو سره د نظريو تبادلې په غونډه کې هم برخه واخيستله چې په ترڅ کې د چنګ داو ښار په هکله د دوی د خاطراتو او د دې ښار د راتلونکي پرمختګ په هکله وغږيدل. ښاغلي بوزي داسې وويل:

(( په پای کې غواړم چې د يوه مشهور سياستپوه يو مشهور قول نقل کړم. د نورو زياتو چيني او بهرنيو سياستوالو په شان موږ پرون د چين د مشهور شاعر دو فو قديمي استوګنځي هم وليد، ټولو ته معلومه ده چې د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير ډاکټر کيسينجر داسي ويلي چې: ((که يو هېواد ځلاند تاريخ لري، هغه به ښه راتلونکي هم ولري.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای