CRI Online

د امريکايي نجلۍ بای لي په اړه کيسه

cri     (GMT+08:00) 2011-12-29 16:10:22

 ګرانو اوريدونکيو، همدا اوس مو د هوانګ مې په نامه د اوپرا يوه برخه چې د چين د ان هوي په ولايت کې مروجه ده، واورېده چې زيات چينايان ور سره اشنا دي.خو تاسې ښايي ډېره حيرانتيا وښيئ چې نوموړي برخه د يوې امريکايي نجلۍ باې لي له خوا ويل شوې ده .که څه هم هغه په چين کې د څو مياشتو لپاره اوسېده، خو د چين د هونګ مې اوپرا د مشهورې هنرمندې هان ځای فن د يوې ډېرې ښې شاګردې په توګه بلل کيږي.په ننني پروګرام کې به دغه امريکايي نجلۍ له نژدې وګورو.

کله چې خبريال د چين په ختيځ د ان هوي ولايت د ان چينګ ښار د ځای فن د هوانګ می اوپرا هنري مرکز ته ننوت ،هغه حالت يې ليدلی چې په ميدان کې لوبغاړي د اوپرا مهارت په زده کړې بوخت وو. د دغو لوبغاړيو په منځ کې امريکايي نجلی باې لي د پام وړ ده. او د زده کړې په فارغ وخت کې باې لي د هوانګ مې اوپرا سره د مينې کيسه وکړه.

باې لي چې انګليسي نوم يې اوليويا بران دی، د امريکا د ماليلند پوهنتون د اوپراګانو پوهنځي د دوهم ټولګي زده کوونکې ده چې مور يې د ماشومتوب په موده کې هميشه د بېلا بېلو هېوادونو کلتورونه ، موسيقي او اوپراګانې ور ته معرفی کول چې له دې جملې څخه چينی موسيقي د هغې پام ډېر ګرځېدلې ده په تېره بيا د هوانګ مې اوپرا د هغې لپار زړه ورونکې ده.له هغه وخت څخه هغې له ختيځ کلتور سره ډېره علاقه پيدا کړې ده. هغې وويل  له ماشومتوب څخه مې د هوانګ مې په نامه د اوپرا موسيقي اورېدلې او مور مې تل د بېلا بېلو کلتورونو په اړه معلومات را کړل مثلأ د هسپانيا انځورونه ، د چين د هوانګ می اوپرا او ځانګړي خطاطي. زما په أند د هوانګ می اوپرا ځانګړتياوې لري .

په پوهنتون کې تر منل کېدو وروسته باې لي د چيني تاريخ او ژبې په اړه درسونه غوره کړی او په ترڅ کې يې د يوې داسې چيني الاصله امريکايي ښوونکې هوانګ سره اشنا شوه چې نه يوازې يې د چين د بېجينګ اوپرا بلکې د هوانګ مې اوپرا ور ته معرفي کړې تر څو چې بې لي په پوره توګه د چيني اوپراګانو د خوږه اهنګ په مست کې ډوب شوه .

د ٢٠١٠ کال په نومبر کې د چين د هوانګ مې اوپرا هنرمندې هان ځای فن په مشرۍ يوه هنري پلاوي د نندارې کولو لپاره امريکا ته تللی چې په ترڅ کې يې د امريکا د له ماليلند پوهنتون څخه ليدنه وکړه. بې لي د همدې ورځې د نندارې د يادونې په ترڅ کې وويل چې که څه هم له دې نه مخکې يې د هوانګ مې اوپرا په اړه ډېر ويډيوئې کسټونه اورېدلې او ليدلي ئی ، خو د ښوونکې هان نندارې لاهم پر ما ژوره اغيزه کړې وه.هغې وويل  د هغوي د نندارې تر کتلو وروسته مې د هوانګ می اوپرا جذابيت احساس کړی چې د لاسونو او سترګو هر حرکت يې ډېر زړه ورونکی دی .د امريکا د اوپراګانو په ننداره کې هېڅ دغسي حرکتونه نه ليدل کيږي .زما په أند د هوانګ می اوپرا ډېره ښکلې ده.

تر ليدنې وروسته ميرمنې هان ځای فن پرېکړه وکړه چې د اوپرا يو لباس د ډالۍ په توګه د دغه پوهنتون د اوپراګانو پوهنځي ته ور کړ. د لباس د ازمويښتي اغوښتنې لپاره بالی انتخابه شوه .هغې خبريال ته وويل چې هغه شپه نه هېرېدونکې وه او پر دې ووياړل شوه چې د اوپرا لباس مې واغوست.

څلور مياشتې وروسته به بای لي په چين کې د هوانګ می اوپرا زده کړه پای ته رسوله او بېرته امريکا ته ستنه شوه. کله چې مونږ ورڅخه پوښتنه وکړه چې وروسته څه پلان لري؟ هغې را ته وويل چې غواړي په همدې هکله يوه اوږده ليکنه وکړي چې خپلو ملګرو ته هوانګ مې اوپرا معرفي کړي. هغې وويل چې غواړم چې هوانګ مې اوپرا امريکا ته ورسوم او خپلو ملګرو ته يې ور وپېژنم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای