CRI Online

شانګريلا

cri     (GMT+08:00) 2012-01-04 09:09:14

شانګريلا د ورک شوی افق په نامه هغه ناول کې چې په ١٩٣٣ کې د امريکايي ليکوال جمس هيلټن لخوا ليکل شوی، له سولې او ارامۍ څخه د ډکې ځمکې په توګه انځور شوې سيمه ده. له ډېرو کلونو وروسته خلکو د چين په جنوب لويديځ د يون نان ولايت په شمال کې د دي چينګ د تبتي قوم په خپلواک ايالت کې هر څه چې دي، ټول او ټول په ياد ناول کې ليکل شوي دي، موندلي دي، له دې وروسته په دغه لوړه کې جونګ ديان ښارګوټی د شانګريلا په نامه ونومول شو.

په شانګريلا کې د دوکه زونګ په نامه يو لرغونی ښارګوټی د غره په لمن کې جوړ شوی او ډبرين واټونه يې مقعر او محدب شکله دي چې د اسونو د پښو نښې په ښکاره ډول پکې ليدل کيږي. دوکه زونګ په تبتي ژبه کې د سپوږمۍ رڼا د ښارګوټي معنی لري چې څه باندې ١٣٠٠ کلن تاريخ لري او ګڼ شمير تبتي ولسي کورونه پکې ښه ساتل شوي دي، نو د سيمې سيلانيز ځای په توګه مشهور او ډېر سيلانيان راجلبوي.

د دې لرغوني ښارګوټي په لارو کوڅو کې کله کله بهرنيان ليدل کيږي چې ځينې يې سيلانيان دي او ځينې يې ډېر کلونه مخکې د دايمي استوګنې لپاره دلته راغلي دي. په ښارګوټي کې تر ١٠ زيات هغه قهوه خانې، بارونه او شخصي هوټلونه دي چې هم ددوی لخوا خلاص شويدي. کاناډايي کيرکلانډ او د ده مېرمن له خپلو ملګرو سره په دې ښارګوټي کې د تاشيانګ په نامه يوه قهره خانه خلاصه کړه چې تاشيانګ په چيني ژبه کې د بهرني ټاټوبي مانا لري. نېل کيرکلانډ په ٢٠٠٢ کال کې د چين وو هان ښار ته راغی او هلته د انګليسي ژبې ښوونکي په توګه وګمارل شوه، بيا شي ان ښار ته تللې او وروسته يې د دايمي هستوګنې لپاره شانګريلا ته راغله.

(( ډېره حيرانه يم چې دومره ښکلی ځای په چين کې شته، زه له شي ان سره ډېره مينه لرم او وو هان ښار زما په خاطره کې هم ښه ځای دی، خو دواړه ډېر لوی او ګڼه ګوڼه پکې زياته ده، ککړتيا يې هم سخته ده. که څه هم شي ان ښار د چينلينګ غرونو ترڅنګ موقعيت لري، خو زياتره وخت پکې غرونه نه لېدل کېږي ځکه چې ښار يې ډير لوی دی. نو کله چې موږ دلته راغلو، پاکه هوا او ښکلی محيط يې زموږ ډېر خوښ شو .))

په شانګريلا کې د دوی په شان بهرنيان ډير دي چې ډېر کلونه دلته اوسيږي، امريکايي الن برتي د شانګريلا د جذباتو په هکله داسې وويل:

(( شپږ کلونه مې دلته ژوند کړی دی، دلته ښکلې منظرې زما ډېرې خوښې دې، دغه راز دلته د ترافيک سهولتونه هم ښه دي، ځايي وګړي يې هم زما ډېر خوښ دي چې زما وطنوالو ته ورته دي.

کله چې خبريال له الن برتي څخه پوښتنه وکړه چې د شانګريلا په باب کومه خاطره د ده په زړه کې تر نورو ډيره ژوره ده؟

الن يو په يوه انګليسي کلمه دې پوښتنې ته ځواب ور کړ چې په پښتو ژبه يعنې تنوع ده. د پودا څو په نامه ملي بار د موجوداتو پر تنوع ښه سمبال شوی دی، چې تر ډېره پکې د ليدونکيو فکرونه بوخت له ځان سره ساتي، د شانګهای سيلاني زانګ چنګ چي په اند، د پوداڅو د سيل په مهال کې خالص طبيعت رنګا رنګي پکې تر سترګو کېږي.

(( څنګه چې زه تل په لوی ښار کې اوسېدلې يم، نو کله چې دا دومره ښکلې منظرې مې ناڅاپه وليدلې، زما په نظر دا کټ مټ طبيعت دی. زما ډيرې خوښې شوې چې انسانان او غويانو او پسونو په طبيعت کې ګډه ژوند کوي. دلته طبيعي چاپيريال ښه ساتل شوی، د لارو پر غاړو ډېر وړوکي ژوي ليدل کيږي چې دا زما لپاره يوه ځانګړې مخينه ده.))

د ژوندي موجوداتو له تنوع پرته په شانګريلا کې رنګارنګ قومي کلتورونه هم ليدل کيږي.

د سونګ زان لين په نامه بودايي معبد چې په يوان ولايت کې لومړی لوی بودايي معبد دی، د شانګريلا د ديني کلتور مهمه څرګندونه کوي، زانګ چنګ چي په ځانګړي ډول له دې معبد نه د ليدنې لپاره راغلی وايي .

(( په حقيقت کې شانګريلا ته زما د روان سفر عمده موخه له سونګ زان لين معبد نه ليدنه ده، ځکه چې سږکال تبت ته تللی وم، تېر کال مې د چينګ های سيل کړی و، غواړم له ټولو معبدونو نه ليدنه وکړم.

څرنګه چې د سونګ زان لين معبد ساختماني بڼه د بودا لانما ماڼۍ ته ورته ده، نو سونګ زان لين معبد ته کوچنی بودالانما ماڼۍ هم ويل کيږي، پيغلې هوان شيو دان په يون نان ولايت کې د يو پوهنتون محصله ده، هغې له خپلو همټولګيوالو سره يوځای په طبيعت کې د انځورګرۍ ليدلو لپاره شانګريلا ته راغلې چې په تر څ کې يې له سونګ زان لين معبد نه هم ليدنه وکړه. دې وويل چې د دې معبد ګڼ شمېر ودانۍ ډيرې لويې، عجيبې او ښکلې دي .

په حقيقت کې دوک زونګ لرغونې ښارګوټی يا پوداڅو ملي باغ او يا سونګ زان لين معبد يوازې د شانګريلا يوه کوچنې برخه ده، يوازې له نژدې يې وګورئ، د دغې ځمکې بې حده جذبات احساسولای شئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای