CRI Online

په منګ لا کې د چيني ژبې لاؤسي زده کوونکيو ټولکی

cri     (GMT+08:00) 2012-01-10 09:56:51

ګرانو دوستانو! د چين په جنوب لويديځ د يونان ولايت د سي شوانګ بان نا خپلواکې ناحيې د منګ لا په ولسوالۍ کې يو مسلکي عالي منځنی ښوونځی شته چې د لاؤس هېواد لپاره لسګونه ژباړونکي پکې د ژبې په زده کړه بوخت دي. ((بهرنيان په چين کې)) پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دې ښوونځي يو ځانګړی ټولګی چې ټول زده کوونکي يې لاؤسيان دي، په هکله خبرې وکړم .

((په لاؤس کې مې چيني ژبه لږ څه زده کړې وه، ټولو ملګرو مې ويل چې په دې ښوونځي کې د چيني ژبې ښوونه ښه ده، نو دلته راغلم.))

په يوه لمريزه غرمه کې د منګ لا ولسوالۍ د مسلکي عالي منځنی ښوونځي د يوې ښوونيزې ودانۍ په وړاندې مو له لاؤسي ځوان خام اوتح مانيپاو(Khan Auth Manypao) سره وکتل چې د همدې ورځ په سهار د خپل کاکا بونيوک انفونګ (Bounyok Inphavong) په ملګرتيا د چيني ژبې د زده کولو لپاره له لاؤس نه دې ښوونځي ته راغلی.

ښاغلي بونيوک انفونګ د لاؤس د وو چياو ولايت د سيلانۍ وزارت يو چارواکی دی، هغه وويل چې اوس زياتره چينايان د سيل لپاره لاؤس ته ځي، نو هغه په ځانګړي توګه خپل وراره د چيني ژبې د زده کولو لپاره دې ښوونځي ته وليږه.

(( د چين اقتصاد اوس ډېر پرمختللی دی، د چين او لاؤس ترمنځ همکارۍ ډېرې نژدې دي، که پر چيني ژبه ښې او روانې خبرې ونشي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا نژدېوالي له چاپيريال په را منځته کولو کې به يوه تشه موجوده وي. ښايي چې په راتلونکي کې دا ماشوم د چيني ژبې په وسيله د خپل ټاټوبي د سيلانيزو چارو د پرمختګ په برخه کې ښه رول ولوبوي.))

مېرمن جانګ يو چينګ د دې ټولګي د لومړنۍ سرښوونکې ده، د دې ښه په ياد دي چې د دې ټولګي د جوړيدو په وخت کې د لاؤس د لانګ پرا بانګ ولايت (LangPrabang) د تشکيلاتي څانګې مشر او د فونګسالي ولايت (Phôngsali) د ښوونې څانګې مشر له دې ښوونځي څخه ليدنه وکړه. چيني او لاؤسي دواړه خواوې دې ټولګي ارزښت ته په درنه سترګه ګوري.

ښوونځي د چيني ژبې د زده کولو په هکله د لاؤسي زده کوونکيو د غوښتنې له مخې درسونه وټاکل چې له مخې يې په دې هکله د زده کوونکو زياتې علاقې راجلب کړي. ښوونکې جانګ يو چينګ وويل :

((په لومړني تحصيلي کال کې زده کوونکو د چين د لومړي ښوونځي د درسي کتابونو له مخې لومړی د چيني ژبې د ليکدو نښې زده کوي، بيا يې د ٣ زرو چيني کلمو له زده کولو وروسته يو بل درسي کتاب انتخاب شو. په بله خبره لومړی کال د ژبې بنسټ ټينګول او ورسره اشنا کېدل و، بيا زده کوونکو ته د قاموس د کارولو لارو چارو ورزده کول و، په درېيم کال کې زده کوونکي کولی شی چې د چيني ژبې د سويې په ازموينه کې ګډون وکړي چې ځينې يې له ٦ تر ٧ مې درجې پورې سويې ته رسيدلای شي او ځينې لږ تر لږه له ٣ مې تر ٤ مې درجې پورې سويې ته رسيدلای شي.))

لاؤسي زده کوونکي انوسون خامفاسي (Anousone Khamvasy) دوه کاله دمخه د چيني ژبې د لسمې دورې په دې ټولګي کې شامل شو، هغه د ښوونځي د ښوونې او چاپيريال په هکله داسې وويل:

((دلته ښوونکي د ښوونې په برخه کې ډېرې تجربې لري او موږ ته د زده کړې پر مهال ډيره پاملرنه کوي. زه همېشه په ښوونځي کې په بيلابيلو فعاليتونو کې ګډون کوم چې په ترڅ کې له ډېرو چيني زده کوونکو سره ښه ملګری او اشنا شوی يم.))

په ٢٠٠١کال کې د لاؤسي ټولګي له جوړيدو راپدې خوا، ښوونکې جانګ يو چينګ ٣٢٧ لاؤسي زده کوونکيو ته درس ورکړی دی. هغې د خپلې قيمتي ځوانۍ انرژي د لاؤسي زده کوونکيو د ښوونې په خدمت کې ډالۍ کړې ده.

د معلوماتو له مخې، هغه لاؤسي ځوانان چې له دغه ټولګي څخه فارغ شوي، اوس د خپل هېواد په بيلابيلو ساحو کې کار کوي، ځينې د لاؤس په دولتی پوهنتون کې د چيني ژبې د ښوونکيو په توګه ګمارل شوي، ځينې د چين او لاؤس ترمنځ په سوداګرۍ بوخت دي او ځينې نور د سيلانۍ د لارښوونکيو دندې په غاړه لري. دوی د منګ لا له مسلکي منځني ښوونځي څخه د خپل ژوند لومړی ګام پورته کړی او د خپلو هيلو او ارمانونو د پوره کولو لپاره هاند او کوښښ کوي.

ګرانو دوستانو زموږ د نننۍ خپرونې را ټول شوي مطالب همدومره ول، تر بيا چې زه زرينه ستاسو په خدمت کې حاضريږم اجازه را کړئ، درته د ښه او نيکمرغه ژوند هيله کوم، د الله پامان، کاميابي مو په ژوند کې!!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای