CRI Online

د جونګ نان په نوم د کلاسيک هنرښوونځي په باب څه معلومات

cri     (GMT+08:00) 2012-01-11 19:41:58

د ساز ،شطرنج، خطاطۍ او انځورګرۍ استعدادونه د چين په لرغونی زمانه کې د پوهانو لپاره اړين وو او په اوسنې زمانه کې دوديز کلتور بيا د خلکو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی. د چين د شان شي ولايت د شي ان ښار د چانګ ان واټ په غاړه د جونګ نان په نوم د کلاسيک هنر ښوونځی پروت دی چې زده کوونکي نه يوازی د دوديز فرهنګ څخه ګټه اخيستی ، بلکې په فارغ وخت کې يې ژوند هم خوندور شی .

 همدا اوس مو هغه ښکلی اهنګ واوريد چې د چين د لرغوني ساز په وسيله چې اوه تارونه لری ، د دغه ښوونځي د پروفېسر له خوا غږول کېده . د کلاسيک هنر ښوونځي چې د چين د تانګ او سونګ له امپراطورۍ څخه د مينګ او چينګ تر امپراطورۍ پورې رامنځته شوې يوه خپلواکه ښوونيزه موسسه وه، زده کوونکيو ته د درس ور کولو او د مطالعې او څېړنې لپاره يو ښه ځای و .خو اوس مهال په ياد ولايت کې دغه ډول ښوونځي هم سمسور شوی چې شاګردانو ته د چين دوديز کلتوري معلومات ورکوي . د جونګ نان ښوونځي همداسې يو ښوونځی دی چې د اوونۍ په پای کې هلته د دوديز کلتور زيات مينه وال راغونډيږي.

وانګ لو چې د شي ان ښار د کور او ځمکې د يوه شرکت کارکوونکی دی او د چين له دوديز کلتور سره ډېره علاقه لري ، د لرغوني پوهانو ژوند ته اشتياق لری. او غواړي چې يو مهارت لاس ته راوړي. کله چې په انټرنټ کې يې د نوموړي ښوونځي د لرغوني موسيقي ساز د زده کړې کورس د پرانستلو خبر وليد ، سمدلاسه يې خپل نوم ثابت کړ. هغه وويل پخوا زما د کورنۍ غړي زما پرېکړه ونه منله ، خو د اوو تارونو لرونکي ساز د غږولو لومړي لارې چارې مې خپلې کړې ، د کورنۍ غړو ملاتړ می تر لاسه کړ .زمونږ ټولنه د ګړندی پرمختګ پړاو ته داخله شوېده ، خو د موسيقۍ ساز د غږولو لارې چارې تر زده کړې وروسته زما زړه له ارامتيا څخه ډک دی او ټولې پرېشانې او خپګانې مې ورکې شوې .

له دی امله چې وانګ لو په ياد کورس کې برخمن دی ، نو هيله لري چې خپل ماشوم هم د دغې موسيقي الې د غږولو مهارت خپل کړي او د دوديز کلتور له زده کړې څخه ګټه واخلي. هغه وويل هيله من يم چې د خپل ګفتار او کردار له لارې زما زوي ته د دغې موسيقي الې پوهې ور زده کړي . اوس هغه هم کله نا کله د اوو تارونو لرونکي ساز وهي.

په دغه ښوونځي کې زده کوونکي نه يوازې د لرغوني موسيقي الې د غږولو مهارت زده کوي، بلکې د خطاطۍ په اړه معلومات لاس ته راوړي. د خطاطۍ هنر د چين يو ځانګړی ليکدود دی او د دوديز کلتور يوه مهمه برخه نيسي. د خطاطۍ استاذ چيو خبريال ته وويل چې د خطاطۍ زده کوونکي بايد تر هر څه لومړی په سيستماتيک ډول د چين په تصويري خطونو او دوديز کلتور پوه شی . پې لين جون چې د شي ان د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون يوه ښوونکې ده، که وخت ولري، د خطاطۍ د زده کړې لپاره ښوونځي ته ځي. هغې وويل په دغه ښوونځي کې فضا ډېره ښه ده چې زده کوونکو ته ارامتيا او سوله رسوي .نو د خطاطۍ زده کړه ګام په ګام ددې د ژوند يوه نه جلاکېدونکی برخه ګرځېدلې او د خپل ژوند او زړه د ارامولو لپاره ډېره ګټوره هم ده.

رېښتيا ده چې د هر تن لپاره د موسيقي الې ، خطاطۍ او نورو دوديزو کلتوري شکلونو زده کول نه يوازی د يو ډول مهارت تر لاسه کول دي ، بلکې په دوديز کلتور د پوهېدو له لارې ځان ته يوه کړکۍ خلاصېدای شی تر څو خپل ژوند له هنري ښکلا څخه ډک وي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای