CRI Online

د يوه کوڼ او ګونګي ليک رسونکي کيسه

cri     (GMT+08:00) 2012-01-11 19:55:12

د چين په شمال ختيځ د لياو نينګ ولايت په لويديزه غرنۍ سيمه کې يو کوڼ او ګونګي ليک رسونکي چې نوم يې هوانګ وي دی، هره ورځ د يوه زوړ موټرسايکل په سپرلي پر وخت د پنځو زرو کورنيو لپاره پنډکۍ او ليکونه ليږي چې هر کال د حرکت منځني اوږدوالي يې پنځه وېشت کيلو مترو ته او د ليږدول شويو ليکونو او پوستي پټيو شمېر يې لس زرو ته رسېږي.خو په دغه بهير کې يې هېڅ تېروتنه نه ده رامنځته شوې، نو ځکه هغه د کليوالو له خوا د يوه ګران ليک رسونکي په توګه ګڼل کيږي.

د چين د لياو نيګ ولايت په لويديزه غرنۍ سيمه کې چې د سمندر له سطحې څخه يې اته سوه متره جګوالي لري او شاوخوا مساحت يې دری سوه کيلو متره دی ، د بې پياو ښار د پنځه زرو کورنيو په شملو څه باندې يو سل او شل کوچنيي کلي خواره واره پراته دي .د خرابو ترانسپورتي شرايطو له امله په وروستيو لسګونو کلونو کې په ګرده علاقه دارۍ کې يوازنې يو پوسته رسونکی هوانګ وي د کليوالو لپاره خدمتونه کړي او کوي يي.

په غرنۍ سيمه کې لارې کږي وږي دي ، نو هر ځل هوانګ وي د موټرسايکل په وسيله د شلو کيلو مترو تر تېرېدو وروسته يو کلي ته رسيدای شي .د دغه کلي په ختيځ د يوه کور د دروازې په وړاندې د هارن په وهلو سره سپين سری وانګ شين ژونګ چې ميړه يې تل له پوستې ادارې څخه ورځپاڼې او مجلې اشتراک کوي، سمدلاسه له کور څخه ووته او د هوانګ وي د راتګ هر کلی يې وکړ.هغې وويل هغه هميشه پر وخت ليکونه ، ورځپاڼې او مجلې مونږ ته را ليږی.

د ٢٠٠٠ کال په جنورۍ کې هوانګ وي چې د پوستي ټکټونو له راغونډولو سره علاقه لري،د نوموړي ولايت په اړونده سيالۍ کې نقرايي جايزه تر لاسه کړه چې د دغه ښار د پوستي ادارې د مشرانو پاملرنه يې ورجلب کړې ده .په همدې وخت کې د دغه ښار د لونګ تان علاقه دارۍ فرعی ډاګخانې يو ليک رسوونکي ته اړتيا درلوده.کوڼ او ګونګي هوانګ وي د خپلو کوښښونو له لارې د دوي له خوا وګمارل شو او د همدې کال له مې څخه يې د ليک رسوونکي دنده پيل کړه .هغه خپل کار ته ډېر ارزښت ور کوي او هره ورځ پر دې ټينګار کوي چې په مستقيمه توګه ليکونه يا پاکيټونه اخيستونکو ته ورکړي .په دی اړه د لونګ تان علاقه دارۍ د فرعي ډاګخانې مشر ما شياو بو وويل دلته د ده له راتګ مخکې ليک رسوونکيو ليکونه او پاکيټونه د کليو کميسونونو ته ليږدول، خو زموږ ډاګخانې ته د ده تر رسيدو وروسته هغه په مستقيمه توګه پوستي شيان اخيستونکو ته ليږي.

په غرنۍ سيمه کې ليک رسوونکي نه يوازې د ليکونو او ورځپاڼو د ليږدولو دنده په غاړه لری ،بلکي کليوالو ته يې د ژوند او کرنې د اړتيا وړ ډول ډول توکي هم رسوي . هره ورځ سهار هوانګ وي له ډاګخانې څخه ليکونه ، مجلې او د اړتياوړ شيان اخلي او بيا يې د خپل موټرسايکل په وسيله کليوالو ته ليږي .د هوانګ وي مور وانګ شه شيا وويل وګورې ، په دوو پوستي بوجونو کې د ژوند د اړتيا وړ ډول ډول شيانو مثلا د مينځلو پوډر ، صابون ، شيانپو او داسې نورو څخه ډک دي چې ډير درانده دي .

که څه هم په غرنۍ سيمه کې ترافيکي شرايط خراب او بوجونه يې ډېر درانه دي ، خو هوانګ وي لا هم تر وسې پورې د کليوالو لپاره خدمت کوي، خو هغه يوه کوڼ او ګونګي دی ، د کار د ستونزو د لېرې کولو ځانګړې لارې چارې لری.د ده مور وانګ شه شيا وويلڅرنګه چې زوي می خبرې نشی کولی ، نو ور ته مې ښودلی چې د شپيلۍ په وهلو سره د ليک رسولی خبر اخيستونکو ته ورکولی شی .

تر هغه وروسته د هوانګ وي د شپيلۍ وهلو غږونه هره ورځ د لونګ تان علاقه په کليو کې اورېدل کېږي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای