CRI Online

د معيوبينو د موسيقۍ خوب

cri     (GMT+08:00) 2012-01-16 10:25:15

موږ هميشه په سپورټي سياليو کې د معيوبو لوبغاړو د هڅې له امله اغيزمن يو .رېښتيا ده چې زمونږ په شاوخوا همدغسي هوډمن معيوبين شته دي چې د خلکو پاملرنه ورجلبوي .په ننني پروګرام کې به تاسو ته د چين د جه جيانګ د معيوبينو په ګډون د يوې ارکسترا په باب معلومات وړاندې کړو.

 ګرانو اوريدونکيو، همدا اوس مو ولسي موسيقي واوريده چې د جه جيانګ ولايت د جين يون ولسوالۍ د دينګ هو غره په منظره لرونکي ځای کې د ٢٦ تنو معيوبينو لخوا د جوړې شوې ارکسترا له خوا غږول کيده چې د دوو تار ساز غږونکی يې د يانګ وای په نوم يو معيوب دی .هغه وويل

 ډاکټر را ته ويلي چې د سترګۍ په مورزادي ناروغۍ اخته شوې وم .

١٩ کلن يانګ وای د شان شي ولايت په يو کوچنی کلي کې زيږيدلی او عمر يې د نوموړې ډلې تر ټولو کشر غړی دی او شږ اوه کاله مخکې يې د موسيقي الې په پيل وکړ .که څه هم پخوا نورو کليوالو ور ته ويلی و چې ميعوبين د مساژ د زده کړې له لارې خپل معيشت برابرولی شي ، خو د دوتار ساز د ښکليو اهنګونو تر لومړي ځل اورېدو وروسته ددې ساز غږولو د زده کړې علاقه يې زياته شوه .

هغه زياته کړه چې د ساز وهلو تر زده کړې مخکې يې له ژوندڅخه مزه نه وه اخيستې ، خو اوس نيکمرغه ژوند تيروي او مهم علت يې دا دی چې د دوتارو ساز له غږولو څخه خوند اخيستل کېږي.هغه وويل

زما له خوا د غږول شوی لومړنی نغمې نوم کوچنی ستوری و.زما په أند که څه هم اهنګ يې ډېر ساده و، خو زيات خوند مې ترې اخيستی و . ته بايد د يوې مقالې او کيسې د لوستلو په شان هر موسيقي نوټ ښه درک کړې .د دې ترڅنګ د دومره زياتو نغمو د غږولو له لارې مې زياتې پوهې هم رازده کړې دي .

البته ،د خوښۍ د ساتلو مخکني شرط د ژوند ضمانت دی ،خو د يانګ واي کورنۍلپاره د يانګ واي راتلونکې لاره معلومه نه ده. څو کلونه وروسته يانګ وای د بېجينګ د ساينس او تخنيک مسلکي پوهنځي په اړه د معيوبينو يو هنري ټولګي ته واخل شو او هلته له اوسني همکار او د يادې ډلې له مشر جونګ هوي سره اشنا شو.

جونګ هوي له د يانګ وای ښوونکي دی او د سترګۍ ديد يې کمزوری دی . د ٢٠٠٨ کال په سپتمبر کې ټول ټولګيوالان فارغ شول ، خو د کار د پيدا کولو ستونزې ددوي په وړاندی موجودې وې .هغه وويل

 په ښوونځي کې مې له نورو ټولګيوالو سره يوه موسيقي ډله جوړه او ور سره مې ښه همکاري کړې ده، نو هيله مې درلوده چې تر فراغت وروسته ور سره همکارۍ ته دوام ور کړم.

د نمايش د تمرين لپاره دوی د نورو مهربانو وګړيو په مرسته د خپل ولايت مرکز شي ان ښار ته نژدې د ځنګلونو په يو فارم کې استوګنځاي پيدا کړ او هيله يې لرله چې د ښه او نيکمرغه ژوند د لټولو لپاره خپله لار ومومي.

هغه وويل

پخلنځای يې ډېر خراب و او موږ پخپله ډوډۍ پخولې ، انګړ يې له وښو څخه ډک و ،خو زمونږ د هڅو له امله ورو ورو ښه شو.

د زياتو هڅو او زيارونو په برکته دوي يو فرصت تر لاسه کړ.د جه جيانګ ولايت د جين يون ولسوالۍ د دينګ هو په غره کې چې وايی د چين ملت لومړی نيکه شون يوان دلته وفات شو ، په وروستيو کلونو کې د سيمه ييز حکومت او نورو پانګه اچوونکيو په په مټ دده د يادونې معبد ترميم شوی او هلته د شون يوان د نمانځنې درانه مراسم هم اعاده شوي دي . په همدې وخت کې هغه اهنګ جوړونکي چې د قربانۍ کولو په وخت کې د موسيقي جوړولو دنده پر غاړه لرله، پانګه اچوونکيو ته دغه موسيقي ډله معرفي کړه چې په پايله کې دغو معيوبو سازوهونکو ته د نندارې او ګټې اخيستنې فرصت ورکړ شو او ددوي د موسيقۍ ارمان يې هم پوره شو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای