CRI Online

د چين د ګوي جو ولايت په ماو لان کې د باڼسي هنر همکاريزه ټولنه

cri     (GMT+08:00) 2012-01-19 15:48:17

د يو غټ بانس بيه يوازی لس يوانه دی چې د يو نيم ډالر سره برابر دی ، خو د هغه انځور بيه څلور پنځه زرو يوانو ته رسېږي چې د باڼس له پوستکو څخه د جوړ شويو پلالو په وسيله اوبدل شوی دی.په ننني پروګرام کې زمونږ له خبريال سره د چين د ګوي جو ولايت د لي بو ماو لان سيمې ته ځئ او د باڼسي هنر د همکارۍ ټولنه له نژدې وګورئ.

د ګوي جو ولايت په جنوب د لي بو سيمه په ٢٠٠٧ کال کې د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې شامل شوې ده چې هلته يې د ماو لان د طبيعت ساتنې سيمې په استازيتوب د کارست توپوګرافي په ښه توګه ساتل شوېده . د دغې سيمې د ادارې مشر رنګ جينګ چنګ زموږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې د باڼسي هنر پرمختګ ياد کړ او و يي وويل

زموږ د طبيعت ساتنې سيمه پر بېلابېلو کوچينو ځايونو ويشل کيږي . که څه هم په ځينو ځانګړيو ځايونو کې توليدي فعاليتونه منع دي ، خو په ټوله سيمه کې لاهم زياتې سرچينې په مساعده توګه کارول کېږي لکه باڼس. زمونږ په سيمه کې شلګونه ډوله باڼسونه لېدل کېږي . د باڼس د کارولو لپاره مونږ ځينی نجونې چې د باڼسي پوستکو څخه د جوړ شويو پلالو د اوبدلو له مهارت سره علاقه لري ، غوره کړې او د دغه مهارت د وړيا زده کړې لپاره سه چوان ولايت ته ليږلې دي.

د بو ايي قوم نجلۍ ياو يون فنګ د ماو لان د طبيعت ساتنې سيمې د ادارې له خوا ليږل شوې يوه زده کوونکې وه چې کور يې په همدې سيمه کې دی او هلته تر اوسه څه باندې دوه سوه تنه کليوالان اوسيږي .د سيمې د مقرراتو له مخې د سيمې هر بوټي او ونه بايد ښه وساتل شي ، نو کليوال ځوانان عمومأ د اعاشې لپاره په مزدورۍ پسې نورو ځايونو ته ځي . نجلۍ ياو يون فنګ چې په غريبه کورنۍ کې زېږېدلې، له منځني ښوونځي څخه تر فراغت وروسته هم فکر کولو چې د خپل قوت په اتکا پيسې اخلي . هغې وويل

په ٢٠٠٨ کال کې له منځني ښوونځي څخه فارغ شوم او دغه خبر مې اورېدلی چې د طبيعت ساتنې سيمې د ادارې مشرد باڼسي هنر د تبليغ لپاره زموږ کلي ته راغی او ويل يې يو کورس به پرانستل شی ، ورپسې مې خپل نوم ثبت کړی دی.

دغسې زده کوونکيو د پنځه څلويښتو ورځو لپاره د باڼسي انځور د اوبدلو لارو چارو زده کړه وکړه او بيرته خپل ټاټوبي لي بو ته راستنې شوې . دوي د سيمې د مشر په شان هم دا نظر درلود چې د باڼسي هنر ښه اينده لري .ياو يون فنګ وويل

مونږ له بزګرانو څخه باڼسونه اخلو چې يو باڼس لس يوانه دي، خو د دغه باڼس په وسيله اوبدل شوي انځورونه زرګونه يوانه خرڅېږي.

البته ، دغه مهارت نه د ټولو وګړيو له خوا خپل کيدای شی ، نجلۍ ياو يون فنګ وويل چې د باڼس چمتو کولو لپاره ځانګړي عمليات ترسره کېږي او د انځور د اوبدلو لارې چارې پيچلي او تخنيکي غوښتنې يې هم جدي دي .

خو ياو يون فنګ له نورو نجونو سره پرې قانع نه وه چې د خپل ژوند لپاره يوازی معاش اخلي، او ويې غوښتل چې خپلې چارې پراخې کړي .هغې وويل (اواز...........) په هغه وخت کې زمونږ اند دا و چې باڼسي هنر ته پرمختګ ور کړو.نو ځکه د سيمې مشر را ته ويلي چې بايد په ښه توګه د هيواد د امتيازي تګلارې په رڼا کې خپلې چارې پراخې کړئ . که همکاريزه ټولنه جوړه شی ، ماليات به معاف وي ، نو مونږ دغه ټولنه ثبته کړې ده.

نيکمرغه خبره دا ده چې د ماو لان د طبيعت ساتنې ادارې د دغې ټولنې د پرمختګ د ډير ملاتړ کړی او کوي يي . د ياو يون فنګ او خپلو نورو خويندو په ګډون بانسي هنر همکاريزه ټولنه د سيمې د ادارې په يوه ودانۍ کې پرته ده او مشره يې ياو يون فنګ ده. هره ورځ ياو يون فنګ له خپلو خويندو سره د باڼسي توليداتو پر توليد سربېره هميشه بېلا بېل کورسونه هم جوړوي څو چې لازيات وګړي ترې ګټه واخلي.

دغه ٢٠ کلنه نجلۍ ډېره هوښياره نجلۍ ده . موږ باور لرو چې د دوي باڼسي هنر همکاريزه ټولنه لازيات پرمختګونه ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای