CRI Online

د چين د تای جي چوان نومي لوبې يو مينوال کرواتيايي ځوان دامينګ نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-01-29 08:59:50

ګرانو اوريدونکيو، السلام عليکم ، د بهرنيان په چين کې پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته يو کرواتيايي محصل دروپېژنم، هغه په روانه چيني ژبه خبرې کولای شي او د چين له کلتور سره ډېره او له نژدې اشنايي لري، هغه دغه راز د چين د تای جي چوان لوبې يو وفاداره مينوال هم دی چې دامير فيرست نوميږي او چيني نوم يې دا مينګ دی. دامينګ اوس د چين په جنوب کې په شيا من پوهنتون کې د چيني کلتور په څانګه کې د ډاکټرۍ درجې بشپړولو بوخت دی. لږده موده مخکې دامينګ په چين کې د وو شو لوبې په يوه سيالۍ کې ګډون وکړ چې په پايله کې يې د اتل په توګه د ځايي خبري رسنيو پاملرنه راجلب کړه.

چين ته له رسيدو مخکې، دامينګ په خپل هېواد کې درې کاله د جاپاني ژبې او د جاپاني کلتور زده کړه وکړه او په توکيو کې يې د يو کال ښوونه ومنله. له اسيايانو او د اسيا له کلتور سره د تماس نيولو په ژورتيا سره دامينګ پوه شو چې که غواړي د اسيايي کلتور په هکله ژوره مطالعه وکړي، نو د چيني کلتور او د چين پيژندنې څېړنه ورته تر هر څه مخکې مهم او لازمه ده.

د چيني کلتور د څېړنيز پلان په لرلو سره دامينګ چين ته راغلی دی.

((اوريدلي مې دي چې شيا من يو ښکلی ښار دی، نو غواړم چې دا ښار له نژدې وګورم. له دې ښار سره ژوره مينه لرم او پريکړه مې وکړه چې د يوې مودې لپاره دلته واوسيږم او د لا زياتو شيانو زده کول غواړم.))

د دامينګ په قول د تای جي چوان ورزش دده د زده کړې وړ زياتو شيانو څخه يو دی. د ډېرو اروپايانو په شان دا مينګ د چيني لوبغاړيو لي شياو لونګ او چنګ لونګ د ګون فو فلمونو له کتلو وروسته لومړی ځل چين وپيژانده او د تای جي چوان لوبه يې له نژدې وليدله، نو شيا من ښار ته له رسيدو وروسته هغه د تای جي بوکس په زده کړه پيل وکړ. سږکال درېيم کال دی چې دا مينګ په اسيايي هېواد کې اوسيږي، چې ددې ځای چاپيريال ورته د تای جي بوکس زده کولو په برخه کې ډېرې انسانتياوې برابرې کړي دي. برسير ه پردې، د ختيځ په کلتور باندې د پوهېدو سره د همدې لوبې زده کول د ده لپاره نور هم ساده شوي دي. دای مينګ د تای جي بوکس د زده کولو په هکله داسې وويل:

((دا نه يوازې يو ډول سپورټي لوبه ده، بلکې د ژوند ډول هم بلل کيږي. هره ورځ زه له بيلابيلو تای جي بوکس زده کوونکو سره يو ځای تمرين کوم، دوی ډېر تاوده احساسات لري ، له اوسني ژوند څخه مې ډېر خوند اخيستی دی. ))

په راتلونکي جون کې دامينګ به ډاکټرۍ درجې زده کړې پای ته ورسوي، هغه به په ژوند باندې د ووشو لوبې د اغېزو په هکله يو تېزس وليکي. هغه وويل چې د تای جي بوکس پخواني ښوونکي هه نان ته بېرته ستانه شوي، هه نان د وو شو لوبې د سرچينې په توګه شهرت لري، دی هيله لري چې د راتلونکو څو مياشتو لپاره هه ان ته لاړ شي او هلته د ووشو لوبې زده کړه وکړي. برسيره پردې، دی يوه بله هيله هم لري چې د چيني ژبې زده کولو په هکله هغه کنفوسيوس په ښوونځي کې چې په بلګراد ښار کې به ژر پرانيستل شي، د د چيني ژبې د يو ښوونکي په توګه دنده ترسره کړي ترڅو چې لا زياتو کرواتيايانو ته د چين په اړه معلومات ورکړي .

(( زه لا هم غواړم په پرله پسې توګه هغه کار وکړم چې له چين سره نژدې اړيکې ولري، مثلا د چين د کلتور، ټولنې او داسې نورو په هکله څېړنه کول، ځکه چې دا به د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ګټور کار وي. زه فکر کوم چې زما په شان هغه کسان چې چين ته تللي و، کولای شي چې له هغو کسانو سره مرستې وکړي چې هيڅکله چين ته نه دي تللي، دوی ته د چين په هکله معلومات ورکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای