CRI Online

د داخلي مغولستان په څړځای کې د مالدارانو او بزګرانو نوی ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-02-03 18:27:18

په ٢٠١٠کال کې د سه چوان،يون نان ،ګوي جو ،نينګ شيا او داخلي مغولستان په شمول ولايتونو يا خپلواکو سيمو کې د چين د حکومت يوه داسې ازمويښتي پروژه پيل شوه چې هغه بې وزلي وګړي چې د ژوند او توليد په خرابو شرايطو کې اوسيږي، د برېسنا او د څښلو اوبو لرونکو ځايونو ته انتقال شی .

بزګر تيان لان جو چې تازه د نوان شيوي لوي کلي ته انتقال شوی ، سهار وختي د غره په لمن له مشر وانګ سره مخامخ شو چې د نيالګيو په کېښودلو بوخت و، او ور ته يې وويل مشر وانګ ، بايد دلته نيالګي وکينئ .مشر وانګ ځواب ور کړ: هېڅ ستونزه نه شته.تيان لان جو بيا ترې تپوس وکړ : د نيالګيو کيفيت څنګه دی؟ مشر وانګ ځواب دا دی :ډېر ښه دی .

شګلنه ډبره د مځکې د سرطان په توګه بلل کيږي چې ور باندې حتی واښه هم نه وده کېږي او د باران او باد له امله په اسانه توګه د اوبو او ځمکو د ښوئېدلو او ورکېدو سبب کيږي.ياد لوی کلی چې په ګوټ ګوټ کې شګلنې ډبرې ليدل کيږي، له خرابو طبيعي شرايطو څخه ځان نه شی ژغورلی او توليد او ژوند يې هم اغيزمن دی.

د داخلي مغولستان د عردوس ښار د جونګر سيمې د اوبو او ځمکو د ساتنې ادارې مشر په وينا د نوان شيوي لوي کلي نيمه برخه داسی شګلنې ډبرې دي چې د کرنې او مالدارۍ لپاره مناسب نه دي ، نو ددي ځاي د بزګرو او مالدارانو عايدات د نورو سيمو په پرتله ډير لږ دي . په دې وجه د سيمې حکومت د دغه لوي کلي د اوسېدونکيو د انتقال پلان جوړ کړی څو چې ښه ايکولوژيکي چاپيريال تر لاسه شي .

بزګر تيان لان جو خبريال ته وويل چې دری کاله دمخه دوي د شګلنو ډبرو د موجوديت له امله مجبورأ له خپل ټاټوبي څخه وتلي وو، خو خپل کورونه يې پرې نه ښودل او اوسمهال د شګلنو ډبرو د ليری کولو لپاره هڅه کوي يعنی يو ډول بوټي پکې وکري

بزګر وانګ های چينګ خبريال ته وويل چې دغه بوټي چې د وچکالي ضد قابليت لري او پر شګلنو ډبرو باندې ښه وده کېږي څو چې په اغيزمنه توګه د اوبو او ځمکو د ښوئېدلو مخه ونيول شی .

ريښتيا ده چې له دغه ځای څخه ليری په څو کيلو مترۍ کې ګڼ شمېر همدغه شان اوسېدونکو له دغو بوټو څخه ګټه اخيستې ده ځکه چې سور رنګ ميوې يې د مشروباتو او شرابو او نورو درملو د جوړولو ښه اومه مواد دي . ما فو شياو يو چې بل ځاي ته انتقال شوی ،د ميوو په شکولو لګيا و او خبريال ته يې وويل  موږ دواړه هره ورځ د شکول شويو ميوو له پلورلو څخه کم تر کمه دوه سوه يوانه ګټه اخيستی شو .

ما فو شياو زياته کړه چې د سيمې حکومت د نوموړي ازموېښتي پروژې تر پلي کولو وروسته کليوالو ته بلنه ورکوي چې خپل ټاټوبي ته لاړ شی او ياد بوټي وکري ، خو نيالګي د حکومت لخوا برابريږي او معاش هم د حکومت لخوا ادا کېږي څو چې ددوي عايدات لوړ شی .

د يادې ادارې مشر وو ده له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې اوس مهال کډوال د دغه ډول بوټو له کرکيلې سره ډېر شوق او ذوق لري چې د دوي د کوښښونو او هڅو له امله په بوټو د پوښل شويو ځمکو مساحت نژدې دېرش زره هېکتارو ته رسيدلی چې انډول يي په سلو کې ٢٥ څخه په سلو کې پنځه اتياوو ته زيات شوی دی .په دی وجه د تېر کال د اکتوبر په نهمه نېټه د عردوس ښار د جونګير سيمه په ګرد هېواد کې د اوبو او ځمکو د ساتلو په چارو کې د يوې نموني په توګه وټاکل شوه .

په نوان شيوي لوي کلي کې د نويو کډوالو ژوند يوازی د داخلي مغولستان د زياتو بزګري او مالداري سيمو يوه نښه ده .بزګران او مالداران تمه لري چې د استوګنې په نوی سيمه کې نيکمرغه او شتمن ژوند واوسي او هم هيله من دي چې په خپلو ټاټوبيو کې ژر تر ژره ښکلی منظرې بيا وليدل شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای