CRI Online

له تبت سره د سلاونيايي ډاکټرې ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-02-08 19:22:48

ګرانو اوريدونکيو، السلام عليکم، د بهرنيان په چين کې نننۍ کړۍ ته مو زه زرينه هرکلی کوم! د ډېرو لويديځيانو په نظر، تبتي دارو درمل ډېر معجزناک شفا ورکوونکي دي، خو په تبت کې يوه اروپايي ډاکټره د تبتي دارو په وسيله د کليوالو ناروغانو درملنه کوي چې له امله يې د کليوالو احترام او درناوی حاصل کړی او د دوستۍ په نامه د چين د حکومت او د جومالانما په نامه د تبت د خپلواکې سيمې حکومت لخوا جايزې يې ګټلي. دغه ډاکټره ماريا يرسولا ريچبچ (Marija Ursula Rechbach) نومېږي او له سلاونيا څخه راغلې ده .

١٥ کاله کيږي چې يرسولا د چين د تبت په لوړه کې کار او ژوند کوي. کله چې په ١٩٩٥کال کې چين ته ددې د لومړي سفر په ترڅ کې د نړۍ بام لاسا ته ورسيدله، د لوړې د اقليم له امله ناروغه شوه .دې وويل ( اواز١)

(( چين ته تلل زما له ماشومتوب څخه يوه هيله وه. زما پلار له چين سره ډېره علاقه لرله، زما په کور کې د چين د تاريخ او کلتور په هکله ډېر کتابونه شته و.

يو کال وروسته يرسولا بيا لاسا ته راغله او فکر يې وکړ چې په دايمي توګه په تبت کې و اوسيږي. دې په دوو کلونو کې په تبت پوهنتون کې د تبتي ژبې او دارو درملو زده کړه وکړه چې په ترڅ کې پوه شوه چې تبتي طب يو بشپړ طبي سيسټم دی او تبتي دارو درمل د ناروغيو د علاج په برخه کې ځانګړې اغيزې لري. نو د تبتي ډاکټرانو د روزلو خيال يې په زړه کې پيدا شو.

د تبت له اړوندو څانګو سره د يرسولا د هماهنګۍ همکارۍ له امله د تبت د سره صليب ټولنې په وارسره د سويس، بلژيک او نورو هېوادونود سره صليب له ټولنو سره هغه تړونونه لاسليک کړل چې له مخې به يې د تبت په ځينوسيمو کې نړيوالې طبي همکاري په رڼا کې خدمتونه ترسره شي. يرسورا د دې پروژې د مسئولې په توګه نه يوازې د پيسو د راغونډولو دنده په غاړه واخيسته، بلکې همېشه يې له خپلو ملګرو سره يوځای کليو ته تللې او په وړيا ډول يې د ناروغانو درملنه کوله، دغه راز يې هم د تبتيانو د روغتيا د ښه والي لپاره دوی ته د سبو کرلو لارې چارې ور زده کړې.

(( موږ هلته په دې پوه شولو چې په تبت کې ډېرې ناروغۍ د نا بشپړې تغذيې له امله رامنځته کېږي. نو ددوی لپاره مو پلاستيکي څپرې يعنې شنې خونې جوړې کړې او کليوالو ته مو د سبو کرلو لارې چارې ور زده کړې. د چاپيريال د ساتنې لپاره مو د کثافاتو د ښخولو ميدانونه هم جوړ کړل. دغه راز موږ هم تبتي ډاکټران و روزل. حکومت هم د يو شمېر پروژو لپاره پولي مرستې برابرې کړې.))

د يرسولا او د دې ډلې د کوښښونو له کبله په ٢٠٠٤ کال کې يو طبي ښوونځی جوړ شو چې پکې ښوونکي يې يرسولا او د دې ډلې غړي دي، ټول زده کوونکي د بې وزليو کورنيو ماشومان دي. په ښوونځي کې د دوی ٤ کلنه ښوونه وړيا ده.

له دې امله چې يرسولا ډېر کلونه په تبت کې د بزګرانو او مالدارانو د روغتيا لپاره خدمتونه کړي، د ځايي وګړيو احترام يې تر لاسه دی. د تبت د سره صليب ټولنې مشر تسيرينګ وانګدو په دې هکله داسې وويل:

((هرکله چې يرسولا د طبي پروژې ځای ته ورشي، ځايي وګړي هغې ته ډالۍ وړاندې کوي او د تبت ځانګړي شراب او چای ورکوي .))

يرسولا تراوسه ١٥کلونه په تبت کې کار کړی او له ځايي وګړيو سره يې ښه دوستي ټينګه کړې ده، برسيره پردې په تبت کې رامنځته شوي ستر تغيرات يې هم، له نژدې کتلي دي.

((پخوا لاسا ډېره کوچنۍ سيمه وه، خو اوس د اروپا لوی ښار ته ورته ده او هر شی پکې اخيستل کېږي . پخوا مې په لين جو ولسوالۍ کې کار کولو او لين جو له لاسا څخه د موټر په وسيله اووه ساعته واټن درلود، خو اوس د لارو د ښه والي له امله دا واټن يوازې درې ساعته ته لنډ شوی دی. برسيره پردې، اوس په لاسا کې روغتونونه ډير دي او د خدمت کيفيت يې نور هم ښه شوی دی. دغه راز د ټولنيز تضمين نظام په لابشپړتيا سره د بزګرانو او مالدارانو د درملنې هغه لګښتونه چې پخپله غاړه درلودل هغه ډول لګښتونه کم شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای