CRI Online

د چيني سندرو يو مينوال جاپاني ځوان

cri     (GMT+08:00) 2012-02-08 19:32:16

ګرانو دوستانو، لږه موده مخکې د چين د داليان ښار د چيني او چاپاني سندرو ويلو په سيالۍ کې جاپاني ځوان اوکاوايوهی د پسرلی په نوم يوه ښلکې چيني سندره وويله چې په پايله کې يې د سيالۍ دوهمه درجه جايزه وګټله .

د داليان ښار د چيني او جاپاني سندرو ويلو سيالي هرکال يوځل ترسره کيږي او يوه ټاکنه ده چې ګډون کوونکي چينايان جاپاني سندرې او ګډون کوونکي جاپانيان چيني سندرې وايي. ډېرو برخوالو جاپانيانو د سيالۍ د ګډون له لارې نه يوازې ګلان، چکچکې او وياړونه ګټلي دي، بلکې يې د چيني سندرو د ويلو له امله د چيني ژبې سويه هم لوړه کړې ده. جاپاني ځوان اوکاوايوهی په دې هکله وويل:

(( په اول کې زما چيني ژبه خرابه وه، خو د چيني سندرو ويلو په وسيله مې تلفظ سم شوی دی .))

اوکاوايوهی يو نيم کال مخکې له توکيو نه چين ته راغلی او اوس په داليان کې د ديلل (dell) په شرکت کې کار کوي، له چيني سندرو او کلتور سره له مينې پرته چين ته د ده د راتګ يو بل لامل هم شته.

((په جاپان کې مې د املاکو د معاملې دنده په غاړه درلوده، خود ٣٠ کلونو په عمر مې د دې دندې محدوديت احساس کړ، نو و مې غوښتل چې نور شيانو زده کړه هم وکړم. مثلا ژبې، که مې نورې ژبې هم زده وي، د ګمارلو لپاره به لازيات فرصتونه په لاس راشي، نو د انګليسي او چيني ژبو د زده کولو خيال مې په زړه کې پيدا شو ځکه چې د چين اقتصاد ډېر پرمختګ کوي، په نړۍ کې د چيني ژبې ويونکي ډېر شوي دي. برسيره پردې، د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د راتلونکي پرمختګ له نظره د چيني ژبې د ژباړونکو اړتيا به هم زياتيږي.))

په داليان ښار کې هغه جاپاني ځوانان چې د اوکاوايوهی په شان له چيني سندرو سره مينه لري، ډېر دي، د بهرنيان په چين کې پروګرام په پخوانيو کړيو کې مو چاپاني ځوان سندرغاړي شي دو کوان او تين جونګ هه دوبين در معرفي کړي وو. دوی د اوکاوايوهی نژدې ملګري دي او ٦نيم کاله يې په چين کې ژوند او کار کړی دی. دوی کله کله سره راغونډيږي او د چيني سندرو د ويلو په اړه د نظريو او تجربو تبادله کوي. تېر کال د داليان ښار د چيني او جاپاني سندرو ويلو د ٦مې دورې په سيالۍ کې شي دو کوان د اتل په توګه شهرت خپل کړ، شي دوکوان ډېرې چيني سندرې ويلای شي، دی په تېره بيا هغه چيني ولسي سندره چې نوم يې نان ني وان دی، په خپل خوږ اواز ښه ويلای شي.

((سندره))

يوه اصطلاح ده چې وايي په موسيقۍ کې پوله نه شته، موسيقي هم له ژوند څخه کمپوز کيږي. دغه جاپاني مينوال چې چيني سندرې خوښوي، اوس د سندرو په کمپوز بوخت دي، دوی غواړي هغې سندرې کمپوز کړي چې د چيني او جاپاني کلتور ترمنځ يوځايښت ورڅخه څرګند کړي.

کله چې د سندرو ويل نه يوازې اهنګ ويل، بلکې د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو د يو پل په توګه ګرځيږي، له سندرو څخه به د موسيقۍ ريښتني اخلاق څرګنديږي، لکه د دغو جاپاني ځوانانو لخوا په دې چيني سندره کې داسې ويل شوي ___ زه غواړم په خيالي کيسه کې د پرښتې په توګه وګرځيدم او د سندرو اوازونو د وزرونو په وسيله د چين او جاپان د وګړيو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ ښکلی شنه زرغونه وساتم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای