CRI Online

له لين جو سره د يوې امريکايي سپين سرې ځانګړي احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-02-14 10:03:15


اوسنی لين جو                                                              پخوانی لينجو

د هه نان ولايت لين جو ښار د چين په ختيځ د تای هانګ په غرنۍ سيمه کې دی، د سپتمبر مياشتې د مني په زړه پورې موسم کې ښکلی وخت دی. څلور شپېته کلنه نانسي يوه امريکايي سپين سرې ده او يو وار بيا د ارام سمندر له بلې غاړې څخه لين جو ښار ته راغلې .هغه قوي حافظه لري او د سفر ملګري ته يې وويل چې دا لين جو ته ددې لسم سفر دی او د عادت سره سم يې په روان سفر کې لا هم د خپل زاړه دوست شي څون جي کور ته ورغله.

((له اتمې لسيزې څخه په لين جو کې ډېر بدلونونه رامنځته شوي دي پخوا ستا کور يوازې يو پوړيز و او د نل اوبه يې هم نه لرلې خو اوس ستا کور دوه پوړيزه شوی او هم په کور کې د نل پاکې اوبه استعمالولی شئ غواړم له دوی سره په دې هکله وغږيږم څو چې لازيات نوي معلومات ترلاسه کړم.))

په ١٩٧٢ کال کې د امريکا ولسمشر ريچارد نکسن له چين نه بريالۍ ليدنه وکړه او په دې وجه د چين او امريکا ترمنځ په اړيکو کې ښې نښې رامنځته شوې او بيا د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ سپورټي او کلتوري تګ راتګ ورځ پر ورځ زيات شو. نانسي په همدې کال کې د سره بيرغ په نامه د کانال د ليدو لپاره لومړي ځل د لينجو ښار ته سفر وکړ او په هغه وخت کې يې دنده د اسيا په هکله د امريکا د پوهانو کمېټې استازې وه.له لين جو نه د ليدنې په ترڅ کې يې غوښتل چې د يو بزګر په کور کې واوسيږي او د دوی د کورنۍ له غړو سره يوځای ډوډۍ وخوري، نو د چين د مربوطې څانګې په ترتيب نانسي د دا څای يوان کلي د شي څون جي په نوم بزګر په کور کې اوسيده او له دوی سره يې ژوره دوستي ټينګه کړه. تراوسه نژدې ٤٠ کاله تېر شوي دي، هر کله چې نانسي لينجو ته راغلې، د شي څون جي کور ته حتماً ورځي څون جي او د ده کورنۍ لا هم دا امريکايي بوډۍ د خپلوانې په توګه بولي. بزګر شي څون جي وويل :

((که څه هم هغه بهرنۍ ده، خو زموږ سره ډېره ښه راشه درشه لري، له موږ څخه يې هيڅ ځانګړې غوښتنه نه ده کړې نو موږ يې د خپلوانې په توګه بولو.))

د نانسي په اند لينجو په اوومه لسيزه کې ډير غريب ځای و.که څه هم وګړي يې ډېر زحمتکښ وو، خو په خټينو کورونو کې اوسيدل او برېښنا هم نه وه او لارې کوچې يې خاورېنې وې.سره له دې چې د ژوند شرايط خراب و، خو شه څون جي نانسي ته د چايو او ډوډۍ ښه ست وکړ.

له ١٩٨١ کال څخه تر ١٩٨٥ کاله پورې نانسي د بېجينګ د بهرنيو ژبو په پوهنځي کې د انګليسي ژبې د ښوونکې دنده په غاړه درلوده او هر کال د رخصتيو په ورځو کې د ټولنيزو تحقيقاتو او څيړنو لپاره لينجو ته تلله او هر ځل به د شه څون جي په کور کې اوسيده. په همدغو کلونو کې نانسي د خپلوانې په توګه له لينجو سره يو شان د بزګر شه څون جي ته پاملرنه کوله نانسي له دې امله ډيره خوښه وه چې د بزګر شه کورنۍ ژوند ښه شوی دی. حتی د ١٩٨١ کال د پسرلني جشن په موده کې نانسي په خوشحاليو سره د شه څون جي په کور کې د چينايانو دغه بختور اختر تېر کړ. په همدې کال کې د بزګر شه زوی واده وکړ او نانسي هم دده د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

پخوا بزګر شه څون جي د ليرې امريکا په باره کې هيڅ مالومات نه درلودل او د نانسي له خولې څخه يې د امريکا د وګړيو عادتونه پيژندلي دي.

((په هغه وخت کې موږ د امريکا په باب هيڅ مالومات نه درلودل ځکه چې د چين ټولنه تړل شوې او حتی په کور کې مو تلويزيون هم نه و د مثال په توګه په امريکا کې ځوانان چې له اتلس کلنۍ څخه عمر زيات شي، له پلار و مور څخه جلا ژوند کوي.دا عادت له چينايان سره بيا توپير لري . ))

نن ورځ نانسي د يوې بې ګټې ښوونيز سازمان مرستياله ده، ددې موسسې مرام دا دی چې لا زيات امريکايان د چين د تاريخ او کولتور په هکله مالومات حاصل کړي او له اوسني چين سره د امريکايانو پېژندنه زياتوي د نانسي په وينا هغه ځکه په دغه کار لګيا ده، عمده علت يې دا دی چې د سره بيرغ کانال له لارې يې چينايان ښه پيژندلي ده، نو دا خپله دنده بولي چې لا زيات امريکايان له چين او چيني وګړو سره په ښه شان أشنا شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای