CRI Online

د اوږد عمر لرونکي ځای چنګ مای

cri     (GMT+08:00) 2012-02-15 20:04:19

د روغتيا ساتنه او د عمر اوږدوالي د انسانانو د ژوند يو ارمان دی . د زمانې د پرمختګ سره سم د ژوند له کيفيت څخه د خلکو غوښتنه لوړه شوې او روغتيايي ژوند هم د چينايانو ګډه نظريه ده . د چين د زړو کسانو علمي ټولنې له ٢٠٠٥ کال څخه د اوږد عمر لرونکيو ځايونو د ټاکلو فعاليت پيل کړی چې د ٢٠١٠ کال تر پايه پورې د چين د شپارلس ولسوالۍ ، ښارونه او سيمې د اوږد عمر لرونکيو ځايونو په توګه ونومول شوې چې پکې د چين د های نان ولايت د چنګ مای ولسوالی شامله ده.په ننني پروګرام کې به دې ولسوالۍ ته لاړ شو څو چې د خلکو د عمر د اوږدوالي رازونه معلوم کړو .

د چنګ مای ولسوالی د چين د های نان ولايت په شمال کې پرته ده او يو سلو اتلس تنه سپين ږيري يا سپين سرې پکې اوسيږي چې عمرونه يې له سلو کلونو څخه زيات دي په بله ژبه له يو لک تنو څخه د دوه ويشتو تنو عمرونه له سلو کلونو څخه اوښتي دي چې دغه شمېر د چين او م م له خوا له ټاکل شوي معيار څخه وتلی دی او په عين وخت کې دغه د ډير عمر سپين ږيري او سپين سرې لا هم په پر له پسې توګه زياتيږی. نو په دی وجه د ٢٠٠٩ کال په جولاۍ کې د چنګ مای ولسوالی د چين د اوږدعمر لرونکي ځاي په توګه د چين د زړو کسانو د علمي ټولنې له خوا وټاکل شوه او په های نان ولايت کې لومړنی ولسوالی ده چې دغه افتخاري لقب يې تر لاسه کړ. پوښتنه ده چې ولی دلته د ډير عمر زاړه کسان ليدل کېږي ؟ د چين د زړو کسانو د علمي ټولنې مرستيال جاو باو هوا وويل چنګ مای په نيمه توده سيمه کې واقع ده او ځانګړی جغرافيايي چاپيريال او ښه اقليمي شرايط د ځايي وګړيو د ارام ژوند لپاره ګټور دي

چنګ مای ځکه د اوږد عمر لرونکي ځاي په توګه بلل کيږي لامل يې له ځانګړی طبيعي چاپيريال سره اړيکې لري ، پراقليمي شرايطو سربېره په دغه ولسوالۍ کې په ونو د پوښل شويو ځمکو مساحت په سلو کې ٤٩ برخه نيسي او د ولسوالۍ په مرکز کې دغه انډول په سلو کې اته دېرش اعشاريه دوه دی په بله ژبه د هر تن په سر لس مربع متره چمن لري ، د دې ترڅګ د هوا کيفيت هم د هېواد له خوا ټاکل شوې لومړنې درجې ته رسيدلی دی . سربېره پردې د چنګ مای په ځمکه او اوبو کې غني سيلنيم عنصر زيرمه کېږي چې دغه ډول عنصرد سرطان پرضد او د عمر د اوږدوالي قابليت لري . دغه راز ددې ولسوالۍ د سيندونو اوبه ، غلې دانې، سابه او ميوې هېڅ ککړې نه دي چې له امله چنګ مای د ډېرو زراعتي او صنعتي محصولاتو مثلا قهوه ، چاي او نارنج د توليدولو له امله ډيرشهرت موندلی دی.د دغې ولسوالۍ د زړو کسانو د چارو دفتر څېړونکي ښاغلي هوانګ د فوشان په نوم د قهوې د يادونې په ترڅ کې وويل  ځمکه مو سره ده چې د قهوې ونو د کرلو لپاره ډېره مساعده ده .دغه ډول قهوه د وينو د دوران لپاره ګټوره ده او د مغزي سکتې د مخنيوي په برخه کې اغيزه لری .

له طبيعي چاپيريال نه پرته د ځايي وګړيو د عمر اوږدوالی له ځانګړو ځايي دودونو سره اړيکی لري .ځايي وګړي ډير ساده او زحمتکښ دي چې نه يوازې يې د ژوند غوره عادتونه لري بلکې د زړو کسانو ډېر درناوی هم کوي.سربېره پردې ځايي حکومت د دغو غوره دودونو د هڅولو په عين وخت کې هم له زړو کسانو سره نغدي مرسته کوي ، د استوګنې چاپيريال د ښه والي ، د طبي او روغتيايي شرايطو د غوره والي او د ژوند کيفيت د لوړوالي لپاره لازم تدبيرونه غوره کوي او کړي يي دي تر څو وګړي نيکمرغه او روغتيايي ژوند اوسي . په دې اړه د ولسوالۍ د ګوندي کميټې منشي يانګ سه تاو وويل هر کال موږ له اتيا کالو څخه زيات عمر لرونکو سپين ږيرو او سپين سرو سره د مرستې لپاره څه باندې ١٧ مليونه يوانه لګوو

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای