CRI Online

د هو نان ولايت د جو جوو ښارالی د چاپيريال ساتنې لپاره هڅه کوي

cri     (GMT+08:00) 2012-02-15 20:06:09

د کرنيزې جنترۍ له مخې د چينايانو پسرلني اختر تازه پای ته رسيدلی دی ، خو د هو نان ولايت په جو جوو ښار کې د ډېرو کورونو د دروازو په دواړو خواوو سره کاغذونه ، فانوسونه او پټاکۍ لاهم ځوړندې دي ، خو دغه پټاکۍچې په پلاستيک جوړېږي ، د برېښنا په وسيله ځليږي او غټ اواز او د نوي کال د مبارکۍ سندره هم پورته کېږي .

د پټاکيو د چاودنې له امله هوا ته ککړتيا رسېږي ، خو د دغه ډول پلاستيکي پټاکيو کارول د هوا د ککړتيا د کمښت لپاره د نوموړي ښاروالي له خوا نيول شوی يو نوی تدبير دی .. په ننني پروګرام کې به د چاپېريال ساتنې په هکله د دغه صنعتي ښار هڅې واورئ

څو کلونه کېږي چې جو جوو ښار ته راستون نه شوم،خو دا وار ما تر په ښار کې زيات بدلونه ليدلي چې ښار يې پاک شوی او خځلې يې لږ او عام بايسکلونه ډېر دي. ښاروالي د وګړيو ژوند او تګ راتګ ته زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي. ډېر خوښ يم چې دغه نوي بدلونونه مې ولېدل .

ښاغلي يان لي چې په جو جوو ښار کې زيږيدلی ، د داکټري درجې د تر لاسه کولو وروسته د سوو جو د يوه پوهنتون له خوا وګمارل شو. د روان کال د پسرلني اختر په موده کې هغه له نورو کورنيو غړيو سره خپل ټاټوبي ته راستون شو او د خوښۍ وړ بدلونونه يې ليدلي دي . خو پخوا په جو جوو کې نه يوازې هوا بلکې د ونو پاڼې او سيندونه هم ککړ شوي وو ، نو دغه ښار د هيواد له لسو ککړ شويو ښارونو څخه وشمېرل شو.

د جو جوو ښار چې د هو نان ولايت دوهم لوی ښار دی ، په اقتصاد کې د صنعتي چارو انډول يې په سلو کې شپږ پنځوس برخه نيسي چې له دې جملې څخه پنځه اتيا برخه يې درانه صنايع دي .د هغه وخت د ژوند چاپيريال د يادونې په ترڅ کې اغلې وانګ ون لينګ چې د ياد ښار د فولادو د ويلي کولو په ډله ييز شرکت کې کار کوي، وويل د ښار په شمال کې اوسېږم چې زياتره برخه يې صنعتي سيمه ده . مثلا د چينګ شيوي تان سيمه نسبتأ سخته ککړه سيمه وه . په شپه کې زموږ کړکۍ حتی بندې وې .

وانګ ون لينګ له ماشومتوب څخه د نوموړي ښار په شمال د شه فنګ په سيمه کې اوسيږي او له وروستيو کلونو راهيسې يې هغه هيله درلوده چې تازه هوا تنفس وکړي،پاکې اوبه وڅښي او له خپل سپي سره يې په چمن کې لوبې وکړي.

له ٢٠٠٥ کال څخه د هغې هيله ريښتينی شوه.ځکه چې سيمه ييز حکومت د چاپيريال ساتنې لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي چې له امله يې په دغه ښار کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. يوازې په تير يو کال کې د جو جوو ښاروالي د پنځه دېرش دودکښونو د له منځه وړلو، د درې دېرش ودانيو د ښکلا کېدو او د شپېتو لارو او کوڅو د ترميمولو په عين وخت کې د چاپيريال ښه والي او ساتنې لپاره ډېره هڅه کړې چې په اثر يې په ونو د پوښل شويو ځمکو مساحت يې په سلو کې پنځوس برخه نيولې ده . اوس مهال وانګ ون لينګ کولی شی چې په ازاده توګه له خپل سپي سره د شيانګ جيانګ سيند پر غاړه سيل وکړي . د خپل ټاټوبي د خوښۍ وړ بدلونونه ډيره اغيزمنه ده .هغې وويل په وروستيو يو يا دوو کلونو کې د ښاروالۍ په هڅو او کوښښونو سره په ښاري سيمه کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي . اوس نژدې هره ورځ هوا صافه ده او زموږ کړکۍ هم خلاصې دي .په تېره بيا په وروستيو دوو کلونو کې نه يوازې د ښار لوي واټونه پراخ شوي بلکې ځينی کوڅې هم تنظيمې شوې دي . نو زما په أند ښاروالي د خلکو لپاره د ژوند يو ډېر ښه چاپيريال برابر کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای