بېجينګ يو لوي ښار دی چې نفوس يې شل مليونه تنه دي او هره ورځ نژدې اتلس زره او دری سوه ټنه خځلې او خاشاک رامنځته کېږي .اوس په بېجينګ کې خځلې او خاشاک عموما تر ځمکو لاندې ښخيږي ، خو که دا حالت دوام ولري، په څه کم څلورو کلونو کې به د بيجينګ ښار د خځلو ټول ميدانونه ډک وي . نو ځکه د دغه حالت په وړاندې ښاروالی له ٢٠١٠ کال څخه پر بېلابېلو برخو د کثافاتو د ويشلو کار ته چټکتيا ور کړې چې له پخلنځي څخه پاتې شوي کثافات د يو ډول سرې په توګه استعماليږي .
له روان کال څخه نوموړې سيمه د دغه کار د پيل د يوې ازمويښتي سيمې په توګه بلل کيږي چې کارکوونکو نه يوازي اوسيدونکيو ته اړونده مالومات معرفی کړي بلکې د ويشل شويو خځلو لپاره يې د اوسيدونکو لارښوونه او اوسيدونکو ته د خځلو صندوقونه او کڅوړې ورکړې دي. د دغې سيمې مشرې ګوو لينګ وويل اوس مهال زمونږ تر ادارې لاندې په څلورو سيمو کې له څلور زره او څلور اوياوو کورنيو څخه اتيا سلنو کورنيو د کَثافاتو صندوقونه او کڅوړې اخيستي دي .
د هغې ښې فضا د جوړولو لپاره چې د استوګنې په سيمه کې هر تن د چاپيريال ساتنې په چارو کې برخه لری ، د استوګنې سيمې په وړاندې تبليغاتي شعارونه او انځورونه ځړېدلي او پر اوسيدونکيو اړونده تبليغاتي مواد ويشل شوي دي ،سربېره پردې د رخصتۍ په موده کې د ماشومانو په منځ کې د اړوندې پوهنې په باب معلوماتي سيالۍ هم جوړې شوې دي ..مېرمن وانګ چې د دغه کار مسئوله ده، وويل چې دوه مياشتې دمخه زمونږ د استوګنې په سيمه کې تبليغاتي کارونه له ټاکلي وخت نه مخکې بشپړ شوي دي چې د هرې سيمې پر ديوالونو باندې تبليغاتي تختې ځړېدلې او هرې کورنۍ ته تبليغاتي مواد ور کړ شوي دي .په تبليغاتي فعاليتونو کې نه يوازې زياتو ماشومانو برخه اخيستې بلکې پلرونه او ميندې يې هم ورسره مل وو.
اغلې ليو يو شيون په بانک کې کار کوي او د خځلې او خاشاک د ويشلو فعاله ملاتړ کوونکې ده . هغې وويل چې که څه هم د نورو پرمختللو هېوادونو په نسبت په چين کې دغه چارې تازه پيل شوې ، خو دا يو ښه پيل دی. دې وويل ( اواز ) زما په نظر د خځلې ويشلو عادت په لنډه موده کې مل نه دی او په دې برخه کې هر تن بايد لا زيات مالومات ښه زده وکړي .
د مالوماتو له مخې تر ٢٠١٥ کاله به په بيجينګ کې د استوګنې په ٣٢٠٠ ازمويښتي سيمو کې د خځلې او خاشاک وېشلو کارونه پيل شی په بله ژبه د بيجينګ ښار په اتياوو اوسيدونکو سيمو کې دغه کارونه ښه تطبيق شی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |