CRI Online

په چين کې د جرمني سوداګر جنس کريستيان اوبير ١٠ کاله

cri     (GMT+08:00) 2012-02-21 16:06:16

د ٢٠١٢ کال د مارچ ١ مه نېټه چې ژر به ورسيږي ، د جرمني جنس کريستيان اوبير لپاره به يوه ځانګړې ورځ وي. ځکه چې لس کاله مخکې هغه په همدې ورځ لومړی ځل چين ته راغی او د انديکس داليان د ماشين تول شرکت د منيجر په توګه وګمارل شو د لسو کلونو راهيسې دده تصدۍ په چين کې ستر پرمختګ موندلی دی.جنس وويل چې که تاسې دا احساسوئ چې وخت ژر ژر تېرېږي، نو ويل کيږي چې دې ځای ته ستاسو د راتګ انتخاب سم دی او پدې ځای کې ښه ژوند تېروئ.

په حقيقت کې چين ته د راتګ مخکې، جنس د ډېرو بهرنيانو په شان د چين په باره کې لږمالومات درلودل ، خو نن جنس خبريال ته داسې ويلي چې لس کلنې تجربې يې دا ښيي چې د يو هېواد د معلوماتو او پېژندلو مخکې، هر څوک توانېدای نه شی په تر څو په رښتني ډول دغه هېواد په سمه وپېژني.

نو لس کاله پخوا د مارچ په لومړۍ ورځ جنس چې يوازې جرمني ژبه خبرې کولای شوې او چيني ژبه يې بيخي نه وه زده أن تر دې چې انګليسي ژبه يې هم نه وه زده ، د چين په لور الوتکې ته پورته شو. جنس په خپلو سترګو په تېرو لسو کلونو کې د داليان ښار ستر بدلونونه وکتل مثلا داليان ته د تازه رسيدو په وخت کې هغه په ليليه کې اوسيده او يوازې په اشارې به يې له بزګرانو سابه اخيستل او ورپسې په داليان ښار کې سوپرمارکيټونه په پرله پسې توګه خلاص شول نن ورځ په دغه ښار کې دنګ دنګ اپارتمانونه جوړ شوي او ميترو يا د ځمکې لاندې اورګاډی د ښار ګوټ ګوټ ته غځېدلي دي

جنس هرکال درې څلور ځله د جرمني او چين ترمنځ تګ را تګ کوي ، دده په وينا د سفر په ترڅ کې تر ټولو ستر بدلون دا دی چی پنډوکی يې اوس په لاسي ښکلي سپک بکس بدل شوی او لاپسې کوچنی کيږي. لس کاله دمخه ان تر دې چې يو کوچ يې هم له جرمني نه راوړ،خو اوس په داليان ښار کې په لويو سوپر مارکېټونو کې خالص جرمني خوارکونه پيدا کيږي.او خلک يې اخلي دغه شان بدلونونه نه يوازې د جنس په ژوند کې،بلکې د ده په تصدۍ کې هم ښکاري.

((پخوا ټولې دقيقې پرزې له جرمني نه واردېدې، ځکه په چين کې دغه شيان پرزې نه پيدا کېدلې، خو اوس په چين کې په ډېرو فابريکو کې دغه شان پرزې توليدېږي ))

جنس وويل چې له لسو کلونو راهيسې، په چين کې د د ه تصدۍ تل په ګړندي توګه پرمختګ کوي، داليان ښار ته د رسيدو په لومړي کال کې د ده شرکت يوازې شپږ کارکوونکي درلودل او درې ماشينونه يې توليدولای شوای، خو اوس تر ٦٠ تنو زيات کارګران لري او هرکال څه باندې سل ماشينونه توليدوي چې يو علت يې په چين کې بهرنيو تصديو ته د پانګونې د چاپيريال ښه فرصتونه دي.

د جين جو په نوم د داليان ښار صنعتي سيمه چې د جنس تصدۍ پکې ده، د چين د حکومت لخوا د دولت په کچه جوړه شوې لومړۍ صنعتي سيمه ده چې اوس د ٤٨ هېوادونو اوسيمو څه باندې ٣٥٠٠ تصديو پکې فابريکې جوړې کړې دي.

د بهرنۍ پانګې جلبول د چين د ورخلاصي اقتصاد يوه مهمه برخه ده ، د ٢٠٠١ کال د جنوري په ٢مه نېټه چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې ومنل شو او په دوهم کال کې د جنس تصدۍ په شمول ډيرو بهرنيو تصديو په چين کې پانګې واچولې. د مالوماتو له مخې په ٢٠٠٢ کال کې چين پنځوس ميليارده ډالره بهرنۍ پانګې کارولې او لس کاله وروسته په ٢٠١١ کال کې دغه اندازه ١١٦ ملياردو ډالرو ته ورسېده چې د لس کلونو د پخوا په مقايسه سل په سلو کې زياته شوېده. اوسمهال چين په نړۍ کې د بهرنيو پانګو د جلبولو له نظره دوهم لوی هېواد دی .

د لسو کلونو خاطرې د جنس په ذهن کې ډيرې ژورې او نه هېرېدونکې دي . هغه وويل چې چيني کولتور ډېر ژور پراخ جزيات لري او د هوږې غوندې پوستکي او پټونه يې ډير دي ، مثلا چيني ژبه ، د ښامار پرستي ، پراخې ځمکې او لرغونی تاريخ او داسې نور. نن جنس په روانه چيني ژبه له چينايانو سره د نظريو تبادله کولی شی او حتی د تايخي ورزش هم کولی شی. د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په چين کې له کار او ژوند څخه يې خوند اخيستی دی او له خپل ژوند او کار و بار څخه دلته خوښ دی، جنس داسې وويل چې که مې له چين سره مينه نه لرلی ، ولې به مې دلته لس کالونه تېرول!!!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای