CRI Online

له شيان شي سره د يو بهرني ځانګړی احساسات

cri     (GMT+08:00) 2012-03-03 19:19:41

ګرانو اوريدونکو، په نننۍ کړۍ کې به د چين په شان شي ولايت کې يو جرمنی چې udo muller نومېږي او د هغه چيني نوم يی مي وو دو دی، تاسو ته د خپرونې په ترڅ کې دروپېژنم. هغه د شان شي ولايت ځانګړی دوديز أش او ځايي اوپرا ډېره خوښوي او په شان شي کې له ژوند نه ډېر خوند اخلي، دغه راز هغه هم هيله لري چې په دې ځای کې خپله هيله ترسره کړي.

مي وو دو اوس د چين د شان شي ولايت د شي ان ښار د بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د جرمني ژبې ښوونکی دی، په ٢٠٠٤ کال کې د ولايت مرکز شي ان ښار ته راغی او له دې نه وروسته هېڅکله له دې ځای نه د وتلو نيت نه لري، ځکه چې له يوې ځايي ښکلې نجلۍ سره يې مينه پيدا کړه او واده يې وکړ، اوس د دوی زوی نژدې دوه کلن دی د ده مېرمن چې جو دان نومېږي او يوه روغتياپاله ده، له مي وو دو سره د خپلې مينې د يادونې په وخت کې وويل چې له دې سره ددې د ميړه مينه خالصه او رښتينې ده .

(( ولې يې له يو بهرني سره واده کړئ؟ دا حتماً زما د ټولو ملګرو پوښتنه ده .خو واده د بوټانو پښو کول نه ته ورته دي چې بوټان مناسب دي که نه ؟ يوازې پخپله همغه شخص د دې خبرې احساس په سمه توګه کولی شي، زما په اند هغه زما لپاره يو ښه او وړ سړی و، او نور فکر مې و نه کړ.))

مي وو دو خبريال ته وويل هغه کتاب چې ده لومړی ولوستلو، د تاريخ يادداشت په نامه کتاب دی او د چيني تاريخ پوه او اديب سه ما چيان لخوا ليکل شوی. سه ما چيان د جو دان د ټاټوبي و . د شان شي وګړيو ځانګړتياوې چې له جو دان څخه هم ښکاري، له جو دان سره د مي وو دو د مينې يو لامل هم و .

(( شيان شي وګړي چې هم سړي او هم ښځې ټولټال رښتيني راستکاره خلک دي، جرمنيان هم داسې دي ))

د شان شي خلک راستکاره او ميلمه پاله خلک دي چې دا دود د مي وو دو ډېر خوښيږي، برسيره پردې، په شان شي کې ډېر خوندور دوديز خوراکونه شته دي، دغه راز د لرغوني تاريخ او ښارونو د عصري کېدو له امله له شان شي سره د ده مينه نوره هم زياته شوې ده.اوس دغه جرمنی په دې خوښيو کې ډوب شوی دی چې د ژمني لمر تر تودو وړانګو لاندې د پخواني ديوال په څنګ کې له ګڼ شمير سپين ږيرو او سپين سرو سره يو ځاي ځايي اوپرا اوري. هغه وويل چې که څه هم هغه د اوپرا په ټولو شعرونو په سلو کې سل نپوهيږي، خو ښکلي اهنګونه يې د ده ډېر خوښ دي.

اوس مي وو دو د شي ان د بهرنيو ژبو پوهنتون د ګه ده ژبو ښوونځي يو پروفسر دی، د ده په اند، يوازې دا چې د يو هېواد پر کلتور ښه پوه شي، د دې هېواد ژبه يې بايد زده وي. نو هغه په درسونو کې همېشه د شان شي او جرمني ترمنځ کلتوري توپيرونه زده کوونکو ته معرفي کوي څو چې زده کوونکي د ژبني پوهاوي پرته نور په زړه پورې کلتوري جزيياتو باندې پوه شي. د مي وو دو يوه زده کوونکي چی فان سه جيا نوميږي ، په دې اړه داسې وويل:

(( ښوونکي udo د چين له کلتور سره ډېره مينه لري، هغه د چين او جرمني ترمنځ د يو سفير په توګه د دواړو کلتورونو ترمنځ توپيرونه او ورته والي موږ ته په ډېره ښه توګه څرګندوي..

په حقيقت کې د چين او جرمني ترمنځ د کلتوري سفير دندې په غاړه اخيستل د مي وو دو هيله ده. هغه غواړي يو ښوونځی پرانيزي چې جرمنيانو ته چيني ژبه او کلتور ورزده کړي، ځکه له دې لارې به لا زيات جرمنيان په رېښتني ډول شيان شي دغه ښکلې ځاي وپېژني، د خوښۍ وړ خبر دا ده چې هغه يو همکار تازه پيدا کړی او د ښوونځي لپاره يې يو مناسب ځای هم خوښ کړی دی..

د مرکې په ترڅ کې مي وو دو خپل زوی په غيږ کې ونيوه او د ماشومانو سندرې يې وويلې، نړۍ ته د خپل زوی د زېږېدو له امله يې دا هوډ نور هم ټينګ شوی چې په شان شي کې د اوږدې مودې لپاره واوسيږي، اوس هغه زوی ته جرمني ژبه ور زده کوي او مېرمن يې ماشوم ته چيني ژبه وايي چې کورنی ژوند يې له خوښيو ډک دی. مي وودو، وويل چې هغه د شان شي په پرمختګ ډېر باور لري او هيله من دی چې زوی به په راتلونکي کې د ده چارې په ښه توګه سمبال کړي او له شان شي سره دده ځانګړي احساست پسې وغځوي او د چينايانو او جرمنيانو مينې تودې څپې همداسې غوړېدلې او بهاندې وساتي.  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای