CRI Online

په شيا من ښار کې د يوه امريکايي کيسه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-03 19:21:35

ګرانو اوريدونکو! د ٢٠١١ کال د دسمبر په ٢٦ مه نېټه د چين په جنوب د شيا من اقتصادي سيمې د جوړېدو د ٣٠ مې کاليزې د يادونې غونډه د شيا من د نړيوال نندارتون په مرکز کې په درنو مراسمو ترسره شوه چې پکې يې هغه کسان چې د همدې سيمې د جوړيدو په بهير کې ستر خدمتونه کړي وو، لوړ ستايل شوي او جايزې ورته ورکړل شوې. په دغو کسانو کې يو بهرنی ډېر د توجه وړ و . هغه ويليام براون و او لومړی بهرنی و چې په شيا من ښار کې اوسيدلی، دغه راز يې هم له هغو بهرنيو ښوونکو څخه يو و چې MBA درسونه يې د چين بيلابيلو پوهنتونونو ته رسولي دي. ويليام په شيا من کې د خپل رومانتيک ژوند داسې وويل :

(( دا ډېر رومانتيک دی د شيا من پوهنتون ډېر ښکلی دی د پوهنتون بيرون لارې کوڅې شته، زه او زما مېرمن هر سهار په دې لارې او کوڅه کې يوساعت پلي ګرځو. موږ دواړه لاسونه سره نيولي او قدم وهو، دغه راز هم همېشه سمندر غاړې ته ځو. زه داسې احساسوم چې هره ورځ نوې ورځ ده.))

ويليام په ٢٩٥٦کال کې په امريکا کې زېږيدلی او په ٧٠مه لسيزه کې يې په تايوان کې د امريکا په پوځي اډه کې دوه کاله د عسکر په توګه دنده په غاړه درلوده چې له هغه نه وروسته يې د چين د کولتور او تاريخ په هکله اعلاقه په زړه کې پيدا شوه . په ١٩٨٨ کال کې يې خبر شو چې شيا من پوهنتون هغه بهرنيان چې غواړي چيني ژبه زده کړي، مني ، نو ويليام چې په هغه وخت کې د امريکا د پولي پورونو لومړی شرکت د مشر مرستيال په توګه دنده په غاړه درلوده، له خپل کار نه استعفا وکړه او له خپلې مېرمنې او دوه ماشومانو سره يوځای شيا من ته راغی. د چيني ژبې له څلورو مياشتو زده کولو وروسته ويليام د شيامن پوهنتون د MBA مرکز د ښوونکي په توګه وګمارل شو چې له هغه نه وروسته يې په شيامن پوهنتون کې د ښوونې چارې پيل کړې دي . اوس ٢٣کاله تېر شوي دي، ويليام وايي چې په شيامن ښار کې د اوسيدو انتخاب عمده علت د شيامن د ښاريانو مېلمه پالنه وه،.ښاغلي ويليام خبريال ته يوه کيسه چې شل کاله دمخه شوې، وويله. شل کاله د مخه د پسرلني اختر په موده کې په شيامن ښار کې يې يو بکس ورک شوی و چې پکې د ده پاسپورټ، دوه مياشتنی معاش او درسي کتابونو په شمول زيات شيان شته وو. هغه په لارو کې ډېر وخت بکس ولټولو او بيا يو سړي ويليام پيدا کړ او له هغه نه پوښتنه وکړه چې دا بکس ستا دی که نه؟ ځکه چې په بکس کې د ويليام عکسونه او پاسپورټ و،. ورک شوي شيان پيدا شول، ويليام ډېر خوشاله و او غوښتل يې يو څه پيسې هغه ته ورکړي، خو هغه سړي پيسې وانخيستلې او يوازې يې وويل چې پر دې ډېر خوشاله کيږم چې له نورو سره مرستې وکړم. ويليام دا پېښه د يوې کيسې په توګه وليکله او خپره کړه ، خو يو کال وروسته د ده لپاره د لا اغېزمنې وړ پېښه وشوه.

(( يو کال وروسته، د ولايت تلويزيون زما ليکنه وکتله او غوښتل يې له دې سړي سره مرکه وکړي. نو ما د هغه سړي په لټولو پيل وکړ، خو خبر مې ترلاسه کړ چې هغه مړ شوی. دا سړی نه يوازې بې وزلی و،دغه راز د سرطان ناروغۍ له امله په سخته بېوزلۍ کې مړ شوی و، چې پيسو ته يې ډېره اړتيا درلوده، خو هغه ما ته هغه مهال هيڅ ونه ويل ما له دې امله نژدې ژړلي و.))

له ٢٠٠٠ کال څخه ښاغلي ويليام په فارغ وخت کې ليکنې کوي او د څو کلونو راپدې خوا يې د ښکلي شيا من ښار، ښکلي فوجيان ښار او ښکلي ګو بانګ ژو په شمول يو لړ کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي . هغه وويل چې د بهرنيانو په سترګو کې ښايي د چين ټول ښارونه يوشان وي او يو بل ته ورته ښکاري . خو په زړه پورې تاريخ او کولتور مې د خپلو ليکنو په وسيله دوی ته وړاندې کړی دی . په ٢٠٠٢ کال کې د نړيوالو باغي ښارونو په سيالې کې ويليام د شيان من ښار د وياند په توګه انتخاب شو، هغه د ژوندۍ وينا کولو لپاره د ٨ مياشتو لپاره د شيان من ښار پلټنه کړې وه چې په پايله کې يې د شيان من ښار لخوا د لومړنۍ درجې جايزې د ګټلو لپاره مهم رول لوبولی او خدمتونه يې ترسره کړي وو. هغه وويل چې دا د ده لپاره يو ډېر ارزښتناک کار دی چې په شيان من کې يې ترسره کړی دی.

ويليام اوس په شيا من پوهنتون کې د ادارې پوهنځي پروفسر دی، په شيامن کې د ٢٣ کلن ژوند کې هغه لومړنی بهرنی دی چې د دايمي اوسيدو حق يې ترلاسه کړ ،دغه راز يې هم د شيامن اقتصادي ځانګړې سيمې د جوړيدو د ٣٠ مې کليزې د غوره جوړوونکي افتخاري لقب تازه ګټلی چې د دې سيمې د ٣٠ کلن پرمختګ يې پخپلو سترګو ليدلی دی. ويليام وويل دی هيله لري چې په راتلونکو شلو دېرشو کلونو کې به شيا من لاستر پرمختګ ومومي، ځکه چې هغه شيا من خپل دوهم ټاټوبی بولي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای