CRI Online

د خپلو چارو د بنسټ ايښودلو لپاره د هغو چيني ځوانانو د هڅو کيسې چې د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زېږېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:10:02

 په چين کې هغه ځوانان چې د تيرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې زيږېدلي، د زماني ځانګړتيالرونکی نسل په توګه ګڼل کېږي. څرنګه چې دوی د چين د ټولنې د چټکې پرمختيا په موده کې زيږېدلي، نو دوي د اصلاحي نظرونو او له ننګونې سره د مقابله کولو د روحيې خاوندان دي . اوس مهال ددوی زياتره د کار دندې په غاړه لري او د خپلو چارو د بنسټ ايښودلو لپاره زيار باسي څو چې خپل ليدلي خوبونه يې رښتيني شي.

اووه ويشت کلن ليو هاي د بېجينګ د يوی شي په نامه د سوداګرۍ يو شرکت اجرايوی مشر دی او د ښځو د ښکلا او سينګار وسايلو کاروبار کوي. هغه له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته و نه غوښتل چې پخپله خپلې چارې پرانيزي او د نورو فارغانو غوندي يې يوه معمولي دنده په غاړه درلوده. ده وويل،

کله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم، يوازې مې هغه دنده ولټوله چې پخپله مې خوښېده. ځوانان عمومأ نه غواړي چې خپل برخليک د نورو لخوا کنټرول کېږي خو په هغه وخت کې زما توان ضعيف و او د کورنيو او دوستانو په وړانديز مې په يو شرکت کې يو کار پيدا کړ چې مقصد مې لومړی د تجربو راغونډول او بيا د خپلو زيارونو له لارې د خپلو چارو د خلاصون لپاره د بنسټ ايښودل و.

وروسته له هغه چې ليو های په کار کې زياتې تجربې او اړوندې اړيکې راغونډې کړې ، نو له څو ملګرو سره يو ځای يې يو شرکت پرانيست. د ده په اند، د يو تن توان محدود دی، که غواړې په سوداګريزه سيالی کې برلاسی راوځي ، اړينه ده چې يوه غوره نوښتګره ډله جوړه کړې . ده وويل، 

په نورو شرکتونو کې کارونه د مشرانو د لارښوونې سره سم ترسره کېږي، خو په خپل شرکت کې بايد د خپل توان او هڅې له لارې ګټې تر لاسه کړی شي او کېدای شي چې د خپلو نظرونو سره سم پخپله خوښه کارونه ترسره شی.

اوس مهال د ليو های شرکت کاروبار ښه دی. هغه په وروستيو کې د ښځو د ښکلا او سينګار د يو ډول بريټانوي سامان سوداګريز مارک او اړوند تخنيک اخيستي او د چين په بازار کې يې په پلورلو پيل کړی دی.

د ليو هاي په نسبت د فنګ بوه سرګذشت خراب و . هغه د ګوانګ دونګ ولايت د يو منځنی ښوونځی ښوونکی و او د شپږويشت کلنۍ په وخت کې يې خپلې چارې هم پيل کړې. خو ناکام شو. په ٢٠١٠ کال کې فنګ بوه خپل شرکت جوړ کړ، خو لس مياشتې وروسته دغه شرکت د پيسو د کمښت له امله وتړل شو. له ناکاميو څخه فنګ بوه هم ډېرې تجربې ګټلې دي . ده وويل،

د خپل شرکت له جوړولو څخه تر تړلو پورې ټول دا ډول بهيرونه مې تېر کړی دی چې زيات معلومات او تجربې مې په دې ترڅ کې تر لاسه کړې دي. پخوا مې د خپلو چارو د پرانيستلو په اړه لږ معلومات درلودل، خو د کارولو په بهير کې مې زياتې مسلکي پوهې او مهارتونه ښه زده کړي دي ، مثلا د کارکوونکو او شرکت د اداره کولو، د قوانينو د اجرا کولو، د انځورونو د ډيزاين او د مالياتو په برخو کې مې تجربې لاس ته راوړې دي چې دغه ټول په راتلونکي وخت کې د خپلو چارو د بيا پرانستلو لپاره ډېر ګټور دي .

پروا نه لری چې ځينې ځوانان کامياب شوي ، ځينې يې پخپلو هڅوکې پاتې راغلي. هر څومره چې دغه دواړه ځوانان له بېلو برخليکونو سره مخامخ دي ، خو دوی پر خپل راتلونکي پوره باور لري. که څه هم د بريا هدف ته د رسېدوپه لاره کې ښايي زياتې ستونزې موجودې وي، دوی لا هم ټينګ هوډ لري چې د خپل خوب د ريښتينولو او بشپړولو لپاره هڅې وکړي. ښاغلي ليو های وويل،

ثابت او پر له پسی پرمختګ د روان کال لپاره زما موخه ده. هيله لرو چې زموږ توکي د مشتريانو خوښ وي او لا زيات مشتريان راجلب کړو.

دغه راز پخپل لومړي کار کې ماتې خوړلی فنګ پلان لري چې لومړی د سره شراب په پلورلو پيل کړي څو چې خپل کاروبار لوی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای