CRI Online

د چين د ولسي کانګرس استازي څنګه د خلکو د ګټو لپاره خدمت کوي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:53:20

ټولو ته معلومه ده چې د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنی نوبتی غونډه د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستله شوه. لږ تره لږه دری زره تنه استازي چې د چين له بېلا بېلو ځايونو او ټولنو څخه انتخاب شوي، د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه د خپل وړانديز په راوړلو سره په دغه نهه نيمه ورځنی غونډه کې برخه اخلي. فکر کوم چې تاسی ښايي دا پوښتنه لرئ چې د چين د ولسي کانګرس استازي څنګه د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره خدمت کوي؟ نو په نننۍ کړۍ کې به د څو استازيو له خولو دغې پوښتنې ته ځواب درکړم.

د نينګ شيا هوی قوم خپلواکه سيمه چې د چين په منځنی برخه پرته ده، د چين له ډېرو وچو ولايتونو څخه شمېرل کېږي . د دغه ولايت په کليوالو سيمو کې څه باندې يو مليون او دری سوه او شپيته زره تنه نفوس اوسيږي چې له دې جملې څخه اووه لکه او شپيته زره تنه کسان د څښاک اوبو د کمښت له ستونزو سره مخامخ دي.

تر ټولو مخکې د ولسي کانګرس استازيو دغې مسئلې ته پاملرنه کړې او د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره يې زيار ايستلی دی. د ٢٠٠٨ کال په مارچ کې د نينګ شيا په منځنۍ وچه سيمه کې د اوبو سپمولو تخنيک په کارولو سره د اوبو لګولو د موثرې پروژې د جوړولو وړانديز د نينګ شيا پلاوي لخوا د يوولسم ملي ولسي کانګرس لومړی کلنی غونډې ته وړاندې شوی و.

له دې نه وروسته دغه وړانديز د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې د دفتر لخوا د مهم وړانديز په توګه وټاکل شو. د ٢٠٠٩ کال په مارچ کې د اوبو لګولو وزارت له اړوندو څانګو سره پلان طرح کړی چې په پنځو کلونو کې د نينګ شيا په منځني وچه سيمه کې د شپږ اويا زره هېکتارو په پراخوالي د کرهنيزو سيمو لپاره د اوبو سپمولو تخنيک په تعميمولو سره د اوبو لګولو يوه موثره پروژه جوړه کړي چې عمومي پانګې يې له يو مليارډ او يو سل مليونه يوانو څخه زيات دی. د ٢٠١١ کال تر پايه پورې، په ياده شوې سيمه کې دوه لکه تنه کليوالو له دغې پروژې څخه ګټه اخيستې ده. سږ کال دغه پروژه به پوره بشپړه شی.

د چين د سره صليب ټولنې د چيو فو روغتون مشر جيانګ جيان د اوومې، اتمې، نهمې، لسمې او يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لپاره د شان دونګ ولايت لخوا انتخاب شوی استازی دی. د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس تر څلورمې غونډې پورې، هغه مجموعأ څه باندې يو زر وړانديزونه وړاندې کړي دي چې په دې جمله کې د قانون جوونې او ترميم په اړه له يو سل او نوي څخه زيات پېشنهادونه وو او زياتره يې پلی شوي دي.

مېرمن ليو شين پينګ چې د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس استازې ده، د اين چوان ښار د تانګ لای منځنی ښوونځي د انګليسي ژبه يوه ښوونکې ده. هغه د اوه ويشتو کلونو لپاره د ښوونکې دنده په غاړه لری ، نو د ښوونې په اړه زيات وړانديزونه يې وړاندی کړي دي. د لومړيو او منځنيو ښوونځيو د ودانيو د کيفيت د پياوړتيا په اړه وړانديز ژر منل او پلی شوی دی.

د ٢٠٠٨ کال په جنورۍ کې مېرمن هو شياو يان د کليوالو کارګرو په استازيتوب د ملي ولسي کانګرس د استازې په توګه وټاکل شوه. په تېرو څو کلونو کې دې د کليوالو کارګرو د ژوند د ښه کولو او د فني روزنې د پياوړي کولو ، د دوي د ماشومانو د ښوونې ستونزې د ليری کولو او د ښاريانو په شان کليوالو کارګرو ته د امتياز ورکولو په اړه وړانديزونه وړاندې کړې دي.

د چين په بېلا بېلو کچو د ولسي کانګرس استازي دوه مليونه او اووه لکو تنو ته رسېدلی چې دوی د ژورې څيړنې له لارې، د خلکو د ژوند او د ځايي اقتصاد د پرمختګ په هکله د وګړيو نظرونه راغونډوي او کانګرس ته وړانديزونه وړاندې کوي څو چې اړوندې حکومتي څانګې د خلکو د توجه وړ مسئلې په ښه توګه حل کړي څو چې خلک بالاخره ترې ګټه واخلي. ويل کېږي چې د مسايلو د حل و فصل لارې چارې د چين له مشخصاتو سره سمون خوري او د چيني شکل ډيموکراسي يوه نمونه هم ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای