CRI Online

د تبت مالداران د دايمي استوګنې له پروژې څخه ګټه اخلي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 17:55:41

پخوا موږ په خيمو کې اوسېدلو ، کله چې باد لګېده، خيمې به مو له شګو څخه ډکې وې. نو ژوند مو سخت و. اوسنی حالت ډېر ښه شوی چې زما نوی کور په ٢٠٠٧ کال کې جوړ شو او پراخوالی يې ٢٥٦ مربع متره دی. دغه حکومتي پلان زموږ د دايمي هستوګنې ميشتېدنې لپاره ټاکل کېږي ، نو حکومت د شل زره يوانو مرسته او د دېرش زره يوانو په ارزښت بی ګټې پور رابرابرکړی دی.

د تبت د خپلواکې سيمې د دانګ شيونګ ولسوالۍ د وو ما علاقه دارۍ د نالونګ کلي اوسيدونکي ګوګو خبريال ته وويل، چې پخوا مالدارانو کوچيانی ژوند تېراوه او په خيمو کې اوسېدل او د خاورو د تېلو ډيوې لګېدې ، نو ژوند يې ډېر سخت و او مالدارانو له عامو تاسيساتو څخه به ګټه وا نه شولی اخيستلی، ماشومان په ښوونځيو کې له زده کړې څخه بې برخه ول او زړو کسانو ته د علاج او درملنې اسانتيا نه وه . ويل کېږي چې مالدارانو د ټولنې له پرمختګ او عصري کېدو څخه هيڅ ګټه نه شوای اخيستی.

د ملي ولسي کانګرس د تبت استازيو د کوچيانو ستونزو د لېرې کېدو په هکله په ٢٠٠٣ کال کې د دايمي کورونو د ابادولو لپاره بزګرانو او مالدارانو ته د مرستې ورکولو په اړه پېشنهاد وړاندې کړ چې د مرکزي حکومت او د تبت د خپلواکې سيمې د حکومت د پاملرنې وړ وګرځېد. په ٢٠٠٦ کال کې مرکزي حکومت د بزګرانو او مالدارانو د ژوند اسانتياوو د برابرولو په غرض اوولس مليارډو يوانه پيسې ولګولې چې په دې توګه د تبت په تاريخ کې بزګرانو او مالدارانو ته د ګټې رسولو لپاره تر ټولو لوی پلان تر تطبيق لاندې راغلی دی . د چين د ملي ولسي کانګرس استازې باندان څومو چې له تبت څخه انتخابه شوې وويل، 

زما په ټاټوبي کې د دايمي هستوګنې پلان د تطبيق له پيل وروسته، په له بو کې د څه باندې ٦٨٥ تنو په شمول ٢٥٣ کورنۍ نويو کورونو ته نقل شوې دي . د دې ترڅنګ لارې هم ترميمې شوې او هر کور ته د نل اوبه رسول شوي دي. نو اوسنی ژوند مو ښه شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په تبت کې د دری لکه کورنيو څه باندې يو مليون او څلور لکه تنه بزګران او مالداران به له دې عظيم پلان څخه ګټه واخلي. يوازی په ٢٠١١ کال کې شپېته زره کورنۍ يعنی دری لکه او څلويښت زره تنه بزګران او مالداران نويو کورونو ته انتقال شوي دي. په عين وخت کې د دې پلان په تطبيق هم په تبت کې د نوی ډول کرهنيزې او مالداری سيمې د ابادولو ګامونه ګړندي شوي دي. مېرمن باندان څومو وويل، چې د تبت د شان نان په سيمه کې پر کرنې او مالداری سر بېره،زيات مالداران او بزګران په سيلانۍ او سوداګرۍ هم پيل کړی دی. نو له دې امله يې سږ کال د څوه نان له ولسوالۍ څخه د له بو ګوه تر سيمې پورې د اته شپيتو کيلومترو په اوږدوالي د يو سړکونو د جوړونې يو پلان وړاندې کړ څو چې په دغه سيمه کې سيلانيزې چارې ې پرمخ ولاړې شي او بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.

دغه راز د دې پلان ترڅنګ د اوبو، برېښنا، سړک، مخابراتو، ګازو، راډيو او ټليوزيون، پوست او چاپيريال په هکله نور زيات پلانونه هم د تطبيق په حال کې دي. د تبت د خپلواکې سيمې مشر او د ملي ولسي کانګرس استازي بايما چينلي وويل،

د ياد شويو پلانونو په رڼا کې د دوه لکو تنو بزګرانو او مالدارانو او په مالداري په سيمه کې د درويشت زره تنو ښوونکو او زده کوونکو د څښاک اړتياوې پوره شوې. نهه اتيا زره تنه کسان له برېښنا څخه ګټه اخلي او شپږ اتيا اعشاريه څلور سلنې کليو ته موټر تللی شي او د موبايل انټرنيټ د کارولو انډول پنځه شپېته سلنې ته رسېدلی دی. بر سېره پر دې په يو زر کليو کې د هستوګنې شرايطو او د طبيعي چاپيريال د ښه کېدو په اړه تدبيرونه نيول شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای