CRI Online

په کليو کې د اته پنځوس مليونو تنو بېلتون ځپلو ماشومانو د ژوند ستونزې د پاملرنې وړ دي.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-16 18:04:53

په تېرو شلو کلونو کې په چين کې لا زياتو کليوالو د خپل ژوند د ښه والي لپاره خپل کورونه پرېښودل او د مزدوري لپاره ښارونو ته ولاړل. خو د دوی اولادونه په اجدادي کورونو کې پاتې دي چې شمېريې څه باندې اته پنځوس مليونه تنه دی. اوس د دغو بيلتون ځپلو ماشومانو د ژوند حالت څرنګه دی او دوی کله له خپلو پلرونو او ميندو سره يو ځاي شی؟ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې په کلنی غونډه کې برخوالو غړيو د دغو مسئلو د حلولو لپاره زيات وړانديزونه وړاندې کړي دي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته اړوند معلومات وړاندې کړم.

نجلۍ ياو ون لي چې عمر يې لس کاله دي ، د ګان سو ولايت د تونګ وي ولسوالۍ د ياو هه لومړی ښوونځی د درېيم ټولګي زده کوونکې ده. د دې پلار او مور څو کاله مخکې د مزدوري لپاره خپل کور پرېښود، نو دې له اتيا کلنې انا سره يو ځاي ژوند کوي. د پلار او مور د يادونې په وخت کې ددې سترګې له اوښکو څخه ډکې وې ځکه چې تقريبا يو نيم کال يې خپل پلار او مور ندی لېدلي ، دې په ژړغوني غږ وويل

زه ډېر د خپل پلار او مور پسې خپه يمه. خو زه بايد ټينګ هوډ ولرم.

په هغه ښوونځي کې چي ياو ون لي په کې زده کړه کوي، له نيمې نه زيات زده کوونکي له خپلو پلرونو او ميندو څخه جلا ژوند کوي. خو په چين کې دا ډول ماشومان ډېر زيات دي. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي چې د اوږدې مودې راهيسې د دغو بې وزلو ماشومانو ژوند ته پاملرنه کوي، د هو نان د دارالمعلمين پروفيسرې تانګ سو لان د يو لړ شمېرې په منځته راکولو سره وويل،

په چين کې له پلرونو او ميندو څخه جلا شوي ماشومان اته پنځوس مليونه تنه دي چې څلويښت مليونه تنه يې هغه کوچنيان دي چې عمرونه يې له څوارلس کلونو څخه ټيټ دی او په عمده توګه د هېواد په لويديځو او منځنيو وروسته پاتي سيمو کې اوسېږي. په يادو شويو ماشومانو کې نهه اويا اعشاريه اووه سلنه د نيکه ګانو او نياګانو سره يو ځاي ژوند کوي ، په سلو کې ديارلس برخه يې د خپلوانو تر سرپرستي لاندې دی او اووه اعشاريه دری سلنه يې سرپرستان نه لري.

د تعليمي کارپوهانو په اند، د اوږدې مودې لپاره له پلار او مور څخه بيلتون د دغو ماشومانو روحياتو ته داغ کولای شي. په ان هوی، جه جيانګ او جيانګ سو په ولايتونو کې د پلټنې سره سم، په سلو کې شپيته پاتی شوی ماشومان د زړه له داغ سره مخامخ دی چې دغه ماشومان پخپله باور او له نورو کسانو سره نژدی اړيکې نه لري.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړې تيان شو لان د چين اولادو ته د پاملرنې کميټې مرستيالې په توګه څو څو ځله له ملګرو سره په کليوالو سيمو کې دغو ماشومانو ته روحي مرسته وکړې ده. د ده په اند، د دغې مسئلې د حلولو په اړه کليدي ټکی دا دی چې دغه ماشومان بايد له خپل پلار او مور سره يو ځای ژوند وکړي.

د چين د ښوونې وزارت مرستيالې لو شين وويل، چې دغه وزارت څو کاله مخکې د بېلا بېلو ځايونو له حکومتي لومړی او منځنی ښوونځيو څخه غوښتنه وکړه چې په وړيا تګه له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته د کارګرانو ماشومانو زده کړه ومني. تر اوسه د چين په زياتو ښارونو کې دغه غوښتنه پلی شوی دی. د چينګ داو د ښاروال مرستيال وانګ شيو لين وويل، چې د يادو شويو کارګرانو ماشومان په چينګ داو کې په وړيا توګه د اجباری ښوونې په سيسټم کې شامل شوی دی چې د ځايي ښوونکيو په شان خدمت يې تر لاسه کوي. ده وويل، 

تر اوسه پورې، د اجباری ښوونې په سيسټم کې د څه باندې دېرش سلنې زده کوونکي د يادو شويو کارګرانو ماشومان دی. دغه راز موږ له ښوونځي نه مخکې د ابتدائی تعليم په سيسټم کې د اړوندو تدبيرونو د پلی کېدو لپاره هڅه کوو. دغه ماشومان به ژر د ښاريانو په شان خدمت تر لاسه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای