CRI Online

له غارف الله پشتون سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-19 18:54:59

وخت: جمعې ورځ، د مارچ دوهمه نېټه، ٢٠١٢لېږديز کال.

عارف الله پښتون، د افغانستان مشرانو جرګې استازی او په دې جرګه کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون رئيس.

پوښتنه: ډېره خوشاله يم، چې له تاسو سره دلته په چين کې ګورم، که تر هر څه دمخه را ته د ځان او د دې سفر په اړه معلومات را کړئ؟

ځواب: ولې نه، بيا هم د موقع نه په استفادې سره اول خو د چين راډيو له لارې سلامونه وړاندې کوم، زما نوم عارف الله پښتون دی، سناتور يم، د افغانستان په ملي شورا کې، باالخصوص د مشرانو په جرګه کې د جرګې د نړيوالو اړيکو د کمېسيون رئيس يم.

هر کله چې موږ دلته چين ته راغلو د چين د CPCP په رسمي بلنه باندې د ګوانګ دونګ ولايت مرکز د ګوانجو ښار ته را ورسېدلو هلته مو رسمي غونډې درلودې او له مختلفو رهبرانو سره مو وليدل.

پوښتنه: نو په دې وروستيو ورځو کې تاسو د چين له اب و هوا او خوراکونو سره عادت شوي يئ؟

ځواب: اوله ورځ چې موږ راغلو د ګوانجو ښار خو يو ګرم دی هلته ما دا خپل کوټ هر څه وويستل او يوازې په دې يو پتلون او کورتۍ کې ګرځېدلو، بيا چې ګوانګشي نان نينګ ته راغللو هلته بيا څه نا څه هوا لږ سړه وه، هر کله چې بيا بېجينګ ته راغلل و، د دې ځای هوا نو بيا داسې ده لکه د افغانستان غوندې، هوا يې بيخي سخت يخ لري، او راځو د ډوډۍ په مورد، اول يو څو شپې ورسره بيخي نابلده و، خو چې اوس زه فکر کوم، دا د چين ډوډۍ او خوراکونه ډېر صحي دي، که څوک همېشه د چين ډوډۍ استعمال کړي صحتمن به وي، ما ته ډاکټر په کابل کې ويل چې ستا د وينې غوړ زيات شوي دي ، نو ما به دوه اوونۍ وروسته خپل روغتيايي معاينات کول، او دلته چې زه اوس يم، نه مې معاينات کړي دي عادي نارمل ښه صحت لرم.

پوښتنه: ګوانګ شي زما ټاټوبی دی، هلته ډېر خوندور خوراکونه شته دي، نو څه خوراکونه ستا هلته خوښ شول؟

ځواب: ولې نه، ګوانګ شي خو يو سرسبزه ښارګوټی دی، ګوانګ شي په رښتيا يو دومره ښايسته ښار دی چې بيخي دومره شينوالی تر اوسه ما بل چېرې نه دی ليدلی، ګوانګ شي په رښتيا ډېر ښايسته ځای دی، هلته مې چې خوښ شول ډېر ښه ماهيان پخېدل.

پوښتنه: د دې سفر ژورې خاطرې مو څه دي؟

ځواب: په ګوانګ شي کې يو کلي ته ولاړم، يلېنګ په نوم هلته يوه ولسوالي ده په دې ولسوالۍ کې چې دا د سيمې خلک چې دي دا ټول بزګر دي د کيلو باغونو لري، ما چې د دوی دا کليوال ژوند، رواج، کولتور وليد ما ته خپل ټاټوبی خوست ولايت را په ياد شو.

پوښتنه: ستاسو په اند د روان سفر د ټولو غړيو لپاره تر ټولو ستر برياليتوب څه دی؟

ځواب: زموږ لاس ته را وړنې ددغې سفر نه يا برياليتوب، دلته چې موږ د چين اوسنۍ دا سيسټم، منجمنټ، اداره ګورو نو داسې ويلی شو چې دلته يو ښه ليډرشيف وجود لري، دا مو احساس کړه چې سياسي احزاب رښتيا د يو ملک په بيا رغونه کې د يو ملک په اقتصاد او سياست کې ډېر مهم رول لوبولی شي.

پوښتنه: نو ستا په اند د روان سفر په ترڅ کې ښايي تاسو له ډېرو چيني ځوانانو سره ليدنې کړې وي، ستاسو په اند د افغان او چيني ځوانانو ځانګړتياوې څه دي، توپيرونه، ورتوالي کوم دي؟

ځواب: يو خو دا جسمي توپيرونه دي، اوس زموږ دغه ځوان وګورئ او هغه بل چينايي ځوان وګورئ معلوم توپير يې تر منځ شته، او بل نور دلته د چيني ځوانانو لپاره زمينه مساعده ده د تعليم په برخه کې که چېرې اوس همدغه زمينه د افغان محصلينو ځوانانو لپاره مساعده شي تاسو ګورئ د افغانستان د کرېکټ تاريخچه يوازې شپږ کلنه ده مګر اوس د پاکستان د څو کلونو له ملي ټيم سره لوبه کوي، افغانان ښايستګي لياقت او وړتيا لري، خو زمينه نشته ورته او څوک مو نه پرېږدي چې موږ وده او پرمختګ وکړو، زه يو پيغام د چين دولت د افغانستان دولت يوازې دا لرم لکه څرنګه چې دوی له پاکستان سره يو تړون لري او هر کال سل تنه ځوانان د پاکستان دلته راځي د خلکو د خلکو تر منځ تړون، که چېرې دا ډول زمينه د افغان ځوانانو لپاره هم مساعده شي زموږ ځوانان به يو څه دلته محسوس کړي چې دا چين څرنګه جوړ شوی دی دا رغونه څرنګه شوې ده دا سړکونه څه ډول جوړ شوي دي نو له دوی سره هم په ذهن کې فکر پيدا کيږي او ورو په ورو راځي، ما په دې خپلو ملاقاتونو کې ډېر ټينګار مې پر همدې و چې زموږ ځوان نسل حمايه شي د دوی اذهان نور هم روښانه شي او له جنګونو نه په رښتيا زموږ افغانان ستړي شوي دي او غواړي په سوله کې ژوند وکړي.

پوښتنه: ستا په اند په کومه برخه کې د يو بل د زده کړې وړ دي؟

ځواب: افغانان غواړي چې د ساينس او ټيکنالوژۍ په برخه کې دلته زده کړې وکړي افغانان هيله من دي چې دلته د ليډرشيف درسونه ووايي، همدارنګه چې موږ ورته ډېره اړتيا لرو د طب په برخه کې.

پوښته: که تاسې بيا چين ته راشئ غواړئ نورو کومو ځايونو ته لاړ شئ؟

ځواب: ولې نه، اوس خو د چين د اب و هوا سره د چين د خوراکونو سره او په دې څو ورځو کې مې شپږ اوه ټکی چينايي ژبه هم زده کړې ده غواړو چې بيا دلته راشو او د چين په اړه ما يو څه کتابونه پيدا کړل چې د نورو ښارګوټيو معلومات وکړم او دا به بيا په راتلونکې کې پلان وي چې زه کوم ښار ته ولاړ شم.

پوښتنه: زموږ راډيو ته هم راشئ؟

ځواب: هو، ګوره دا ډېره مهمه وه، دا که زه چېرې چين ته بيا را شم حتماً، زه کله کله په افغانستان کې ستاسو راډيو اورم، خو له دې نه وروسته په ما فرض ده چې هره ورځ به ستاسو راډيو اورم، د تا اواز، د غوټۍ اواز، د ورور اواز، د ټولو اوازونه د دې له لارې تعقيب کړم، که تاسې تلېفوني خپرونې لرئ، نمبر مو را کړئ بيا به زه درته هر وخت زنګ هم وهم، همېشه به ستاسو د خپرونو مېلمه وم، او چې راځم حتماً په د پښتو څانګې ليدلو ته درځم او ستاسو سره به له نژدې نه ګورم، او په پښتو به سره خبرې کوو.

پوښتنه: ستا سفر به ژر پای ته ورسيږي نو تاسو خپلو دوستانو او خپلوانو ته څه ځانګړي سوغاتونه اخيستي دي؟

ځواب: ولا داسې ده چې دلته دا زموږ يو رسمي سفر و او د دې سفر په ترڅ کې دومره موقع نه شوه پيدا چې ښار ته ولاړ شو او هلته يو څه واخلو خو بيا هم چې ځو دومره يو څه به له ځان سره ولرو خپلو چې دوستانو ته يې ورکړو.

پوښتنه: د دې سفر به څه شی تاسو ته ډېر پاديږې. هغه خوراکونه دي، کولتور دی او يا که د ژبه ده؟

ځواب: يو خو چې ډېر به ما ته ياديږي هغه د کيلو باغ به را ته ډېر ياديږي ډېره ښه خاطره مې يې په زړه کې ترې پاتې ده له هغه ځای نه، او بل چې ما ته به ياديږې دا ستاسو راډيو به ما ته ياديږي ځکه چې دا لومړۍ ورځ ده په پښتو له تاسو سره خبرې کوم. زما سره دوه سياسرې هم په دې رسمي سفر کې دي هغوی جګې شولې اطاق ته د لمونځ کولو لپاره او زه د تاسو خوا ته راغلم، نو تر اوسه مې دلته له چا سره په پښتو باندې خبرې نه وې کړې.

پوښتنه: که په پای کې د يو پيغام په ژبه زموږ اورېدونکيو ته څه ويل لرئ؟

ځواب: د چين راډيو له لارې هر هغه څوک چې زموږ دا مرکه اورې افغانانو ته مې دا پيغام دی دا خپل زرين چانس له لاسه مه ورکوئ نور په خپلو منځو کې مه جنګيزئ يو بل سره يو شئ!، له ګانډيانو نه مې دا توقع ده چې د ګاونډيانو حقوق پر ځای کړئ او نور دا د وران ويجاړ افغانستان په ورانۍ مسايلو کې د مداخله نه کوئ او پرېږدئ افغانستان د خپل ځان په مورد د باثباته افغانستان لپاره پلانونه جوړ کړي.

مننه، عارف الله پښتون، د افغانستان ملي شورا مشرانو جرګې استازی، چې حاضر شولئ له چين نړيوالې راډيو سره مو مرکه وکړه!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای